No-IMG

د ژوند ۱۱ مهمې خبرې چې ډېر په ځنډ يې زده کوو

۱. څومره چې کم وغږېږې، هومره به دې الفاظ ډېر وزن ولري.

۲. هره موضوع ځان ته مه راجع کوه. اصلاً خلک ستا په اړه هومره فکر نه کوي څومره چې ته خپله کوې.

۳. کله چې پر ستونزو ډېر تمرکز وکړې، له نورو ستونزو سره هم مخ کېږې. خو کله چې پر فرصتونو تمرکز وکړې، نور فرصتونه به ومومې.

۴. مهمه نه ده چې اوس دې څومره دردوي خو يوه ورځ به خامخا متوجه شې چې هڅو دې په واقعي معنا د ژوند رنګ او رُخ بدل کړی.

۵. له هر نوي کس سره چې مخ کېږې، يو مهم دليل لري. یا ستا ژوند بدلوي يا ته د هغوی ژوند بدلوې.

۶. د نويو څيزونو له تجربه کولو مه وېرېږه. ژوند چې تکراري او محدود شي، خسته کن شي.

۷. کله چې د يوه داسې کس له لوري له پامه وغورځول شې چې تا ته تر بل هر چا ډېر مهم وي، ستا تر حد زيات ذهني عکس العمل به د فزيکي درد په څېر ژوبلوونکی وي.

۸. د ځينو شېبو ارزښت به تر هغې درته معلوم نه شي چې په يادونو بدلې نه شي.

۹. که پر خپلې ژبې کنټرول ونه لرې، خپل راتلونکی نه شې کنټرولولی.

۱۰. کله چې خپل شته نعمتونه حساب کړې، خپل محروميتونه به دې هېر شي.

۱۱. يواځینی څوک چې هر سهار بايد ورسره مخ شې او حساب ورسره وکړې، ته خپله يې.

ژباړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک