No-IMG

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د یوې پېغلې شکایت

     عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته یوه پېغله راغله، هغه ته یې وویل: یا رسول الله! پلار مې خپل وراره ته کوژده کړې یم، څو په ما سره د هغه عیب پټ کړي. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته اختیار ورکړ. هغې وویل: زه مې د پلار کوژده تائدوم، خو ما دا کار ځکه وکړ چې ښځې پوهه کړم چې د کوژدې په اړه پلرونه هیڅ واک نه لري.

     عن عائشة رضي الله عنها قالت : جاءت فتاة إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله، إن أبي زوجني ابن أخيه؛ يرفع بي خسيسته. فجعل الأمر إليها، قالت: فإني قد أجزتُ ما صنع أبي، ولكن أردت أن تعلم النساء أن ليس للآباء من الأمر شيء. سنن ابن ماجه  1874  مصنف عبد الرزاق الصنعاني 10001  مصنف ابن أبي شيبة  12004  السنن الكبرى للنسائي  5242  سنن الدارقطني  3106  السنن الكبرى للبيهقي 12777  السنن الصغير للبيهقي  1861  مسند أحمد  24515

     عربو کې پخوا او اوس هم دا عادت شته چې خور و لور تر خپله وسه خپلو د اکا زامنو کې ودوي، دا هوښیاره صحابیه پېغله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وایي:  يرفع بي خسيسته ، مطلب یې دا دی چې د اکا زوی یې کمزوری او د دې خوښ نه دی، پلار یې ځکه هغه ته ورکړې ده چې د هغه کمزوري او عیب پټ کړي. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته اختیار ورکړ  فجعل الأمر إليها ، خو دې هوښیارې صحابیې بیا هم د پلار کوژده تائد کړه، نو بیا یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته شکایت ولې وکړ؟! ځکه چې خلکو ته وښیي ښځه د ژوند ملګري انتخاب حق لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک