No-IMG

مصروفيتونه؛ هغه فتنه چې ټول په کې راښکېل یو

دوکتور صفت الله قانت

 

هغو وګړو ته چې د ژوند لپاره یې لوی,لوی اهداف ټاکلي وي د مهربانه دعوتګر دوکتور صفت الله قانت رحمه الله, زرینې کرښې!!

بشري ژوند د منډو ترړو او هلو ځلو نوم دی، ترڅو چې انسان عاقل او له روغتيا نه برخمن وي همېشه به په کار او عمل کې بوخت وي چې مونږ همدې ته مصروفيت او بوختيا وايو.

انسانان بوختياوو او مصروفيتونو ته د ځانګړو زاويو نه ګوري، يو انسان پدې اراده او نيت مصروف وي چې هغه بس يوازې د خپل ځان اود خپلې کورنۍ د ژوندۍ پاتې کيدو لپاره هلې ځلې کوي، يو بل بيا د خپل ځان او خپلې کورنۍ د راتلونکي د جوړيدو لپاره بوخت وي، هلې ځلې کوي او په کار او کسب لګيا وي.

خو يو دريم انسان د خپل ځان او کورنۍ له دايرې نه پورته د ټولې ټولنې د راتلونکي د جوړښت په فکر کې دی او دټول بشريت او انسانيت د سعادت او نيکمرغۍ لپاره يې شپه او ورځ په ځان يوه کړې وي اوهڅې او منډې ترړې کوي.

همدغه تصورات دي او يا هم د مختلفو زاويو نه د ژوند هدف ټاکل او بيا کار او عمل ته کتنه ده چې انسانان سره په جلا جلا پولو ودروي، الله(ج) انسان د يوه ځانګړي هدف لپاره پيدا کړی دی او هغه دا چې په هر اړخيز ډول بايد د الله(ج) بندګي او عبادت وکړي او په هر کار او عمل کې د الله(ج) د بندګۍ او عبادت تصور ولري، د الله(ج) د خوښۍ او ناخوښۍ تصور په نظر کې ونيسي.

نو له همدې ځايه کولای شو د يوه دعوتګر په توګه ووايو چې مصروفيتونه او بوختياوې به يا فرض وي، يا واجب ، ياسنت او يا مستحب ، يا مباح او يا حرام.

يو مسلمان داعي چې غواړي نه يوازې دا چې د الله(ج) بندګي په يوازې ځان وکړي بلکې د ژوند تيرولو کومه طريقه يې چې د ځان لپاره غوره کړې ده هغه نورو خلکو ته هم رسوي او غواړي ټوله ټولنه په هغه رنګ کې رنګ کړي.

نو داعي بايد د پورتنيو ياد شويو درجو په اساس د ځان لپاره د مصروفيتونو يو ليست جوړ کړي او هڅه وکړي چې د هغه په اساس خپلو ورځنی مصروفياتو كې ځان د حرامو نه په کلکه وژغوري، فرض، واجب، سنت او مستحب ترې نه پاتې نشي، نوالله(ج) به ترېنه راضي وي ، اوخپل آخرت ته به يي توښه ځان ته برابره کړي وی او پدې توګه د نورو لپاره هم بيلګه او نمونه شي.

د يادونې وړ ده چې ديني ، دعوتي او تنظيمي التزامات هم په همدغه لست کې شامل دي او دا چې مونږ مصروفيتونو ته ولې فتنه ويو؟ په داسې حال کې چې مصروفيتونه په خپل ذات کې مطلوب دي، خو هر هغه کار چې مسلمان د الله(ج) د ياد نه په غفلت کې اچوي او د آخرت له فکر نه بې ليرې کوي او د دين د اقامې او دعوت الی الله له کارونو نه يې مصروفوي، دغه ټولې بوختياوې او مصروفيات په خپل ځان کې فتنه ده.

موجوده مادي دور کې په ځانګړې توګه انجوويزم انسان داسې مصروف کړی دی چې د شپې خوب يې هم ترې نه الوزولی دی او هر سړی داسې احساس کوي چې مسئوليتونه او مصروفيتونه يې دومره ډير شوي دي چې نور نو دعوتي کار ته هيڅ وخت نشي ورکولی، ځکه چې رزق ګټل هم فرض دي او موسسې او ان جی او دومره مصروف کړی دی چې سهار وختي له کوره وځي او ناوخته په تياره ستړی او ستومانه بيرته راګرځي او د کورنۍ دندې په عنوان يې يوڅه نور کار هم له ځان سره کورته راوړی وي چې هغه بايد تکميل کړي او سبا يې دفتر ته له ځان سره يوسي.

او په همدې ډول هره ورځ په همدې دايره کې ګير او څرخيږي، نو له همدې امله خو وايي چې نور نو اونيزې تربيتي حلقې ته هم وخت نلري، تربيتې رحلې ته نشي تللی، قيام الليل او شب بيدارۍ ته نشي حاضريدلی، مخيم او سيمينار ته خو بيا بايد دوه درې ورځې وخت ورکړي، نو چې دی ټولوتربيتی دعوتي التزاماتو ته وخت ورنه کړای شي نو طبيعي خبره ده چې هغه دعوت ته بيخي وخت نلري.

همدا اجتماعيت دی چې انسان ته د ايمان د تجديد او د نيکو چارو جذبه او احساس برابروي، نو که انسان له دغه دعوتي محيط نه فاصله نيسي په دويم قدم کې دې مرحلې ته رسيږي چې کرار کرار په خپلو شخصي عبادتونو کې هم ترې نه تقصير او کوتاهي پيل شي، تلاوت ته وخت ونلري، ماثورات ترې نه پاتې شي، د جماعت د لمانځه په ادا کولو کې ضعيف شي، د عزايمو په ځای په رخصتونو د عمل کولو په فکر کې شي او

نو که په انسان کې له يوه پلوه په تنظيمي التزاماتو کې ضعف راځي او فکر کوي چې دا دومره خبره نده او دې ته متوجه نه وي چې په دې کار سره د نفس د تزکيې د وسایلو نه محرومیږي هغه چې انسان ورته په دوامداره توګه ضرورت لري، او د ایمان د تجديد لارې چارې يې ضعيفيږي، او په همدې سره خپلو فردي عباداتو کې له تقصير سره مخ کيږي، د ثوابونو او اجرونو نه محروميږي، چې همدا په خپل وار په انسان کې اهمال ، تنبلي او غفلت پيدا کوي او په ناخبره ډول انسان د خپلې اولې ډلې( دعوتي ډلې) څخه وباسي او په دوهمه ډله ( مادي ډله) کې يې دروي.

او پدې سره الله(ج) مه کړه نوموړی خبر هم نه وي او د خپلې اصلي ډلې نه په فاصلې نيولو سره يې سقوط کړی وي او حيلې او بهانې خو بيا ډيرې دي.

اسباب او لاملونه:

د مصروفيتونو فتنه ډير عوامل لري:

۱دا چې انسان په فطري ډول مهمل څيز دي، نسيان او هيره ورسره مل وي، او ځکه خو قرآن کريم فرمايي ( و ذکر فان الذکری تنفع المؤمنين ) يادونه پکار ده او همدغه تکراري يادونه انسان ته پند او نصيحت دی چې ګټه ورته رسوي.

او د اجتماعي کار دا مختلف تربيتي وسايل خو د همدې لپاره دي چې ايمان تجديد او تازه کړي.

۲مباحو کارونو کې ډيروالی او د هغو نه په پراخه کچه کار استفاده کول:

په نننۍ مادي زمانه کې انسان د خپلو ډيرو مادي اجتماعي مصروفيتونو ترڅنګ هره ورځ داسې اسباب او وسايل د تکنالوژی انقلاب له لارې انسان ته رامنځ ته کيږي چې هغه پرځای او بې ځايه مصروفوي لکه راديو، تلويزيون، انترنيت، تليفون وغيره… چې د خلکو نه که ډير وخت په ځای اخلي خو ډير يې بې ځايه هم اخلي، او که څه ډير ددې لارې نه انسان ته ګټه رسيږي، ډير څه يې بې ګټې هم دي او حتی زيان لري او وختونه هم وژني، نو ځکه خو انسان ته په کار دي چې ددې وسايلو په استعمال کې د اعتدال لاره غوره کړي.

همداراز نن سبا ځينو خلکو خوراک او څښاک هم د خپلې طبيعي طريقې نه ويستلی دی او کله ناکله هوټل او پارک ته په فردي او اجتماعي توګه تلل هم ډير وخت مصرفوي.

۳انسان کله ناکله د نعمتونو د دوام ارزښت او اهميت هم درک نه کړای شي، او په انسان باندې خو د الله(ج) نعمتونه دومره ډير دي چې حساب يې هم نشي کولای، الله(ج) فرمايي ( و ان تعدوا نعمة الله فلاتحصوها ) لکه روغتيا يوه ورځ شته خو بله ورځ به نه وي نو د صحت او روغتيا حالت نه بايد استفاده وشي، همدارنګه له انسان سره په يو وخت کې فرصت وي خو بل وخت بيا داسې بوخت شي چې هيڅ فرصت نلري نو د فرصت له وخت نه بايد استفاده وشي، حديث شريف کې راغلي دي چې پنځه څيزونه له پنځو نه وړاندې غنيمت وګڼئ، صحت له مرض نه، فرصت له مشغولتيا او بوختيا نه وړاندې او

۴انسان کله دا هير کړي چې مسلمان په دوامداره توګه د ثواب او اجر کسب ته ضرورت لري، کله کله هغه په يوه موسم کې لکه د روژې مياشت، د حج موسم او داسې نورو کې ډير عبادت وکړي خو وروسته بيا سست شي، نو داسې نده پکار، بلکې مسلمان بايد هڅه وکړي چې په دوامداره توګه په يوډول عبادتي حالت کې پاتې شي ځکه چې د مرګ حالت ، وخت او ځای هيڅ معلوم ندی نو بايد تل د اجر د حصول په لټه کې وي.

۵د مرګ نسيان او هيرول:

نسيان او هيره خو د انسان سره تړلې فطري ظاهره او پديده ده خو د مرګ هيرول بيا ډير خطرناک دي ځکه چې د مرګ وخت هم ندی معلوم او د مرګ په هيرولو سره د انسان ډير داسې وختونه بې ځايه مصرفيږي چې هغه ورته بيخي متوجه نه وي، ځکه خو حديث شريف کې راغلي دي چې ( اکثروا من ذکر هادم اللذات ) د لذتونو او خوندونو خرابوونکی څيز ډير يادوئ چې هغه مرګ دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک