امام الذهبي د ځان په اړه
امام الذهبي رحمه الله امت منلی عالم، محقق او محدث دی، سلهاوو کلونه کیږي چې د ده له ښایسته کتابونو مخلوقات ګټې ترلاسه کوي، تاریخ الاسلام او سیر الأعلام النبلاء یې مشهور او خوندور کتابونه دي. دې کتابونو کې یې د امت د ګڼ شمېر عالمانو او پوهانو ژوند لیکونه راجمعه کړي دي. خو د ځان په اړه یې څه نه دي ویلي.
په یوه کتاب کې چې (المعجم المختص بالمحدثين) نومیږي د ځان په اړه شکمن غږیدلی، هلته ځان غائب ښیي او لیکي: کتابونه یې لیکلي، ویل کېږي ګټور دي، ځیني یې خوښوي او ستایي خو علم کې دی پخپل ځان ترټولو ښه پوهیږي، وﷲ المستعان ولا قوة إلا به، که ایمان مې روغ پاتي شي لویه بریا به مې وي.
او په (ذيل ديوان الضعفاء) کې بیا ځان غندي او بد یادوي، هلته لیکي: یاد یې کمزوری دی، کره، متقي او دینداری هم نه دی، الله تعالی دې وبښي.”سيئ الحفظ ليس بالمتقن ولا بالمتقي. سامحه ﷲ تعالى“
یوه عالم کره خبره کړې ده، هغه وایي: څوک چې عالمان دي هغوی وایي عالمان نه یو او چې عالمان نه دي هغوی وایي عالمان یو، زموږ زمانه کې همدا خبره ګرمه ده او زموږ په څېر د علم مُدَّعیان دومره زیات شوي دي چې له خلکو یې رښتیني عالمان نادرکه کړي دي.
