No-IMG

په اسلام کې د ميلمه ارزښت او قدر

يوه ښځه خپل ميړه نه په شکايت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله چې ميړه مې ډير ميلمه پال دي خلک را دعوت کوي ، د ميلمنو   ډير احترام کوي او د ميلمنو  ډيروالي او پخلي  په عذاب  او ستړې کړې يم.

رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ جواب  ورنه  کړو ، ښځه کورته لاړه . څه وخت وروسته ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې ميړه ته جواب وليږه چې زه نن ستاسو ميلمه يم .

په دې خبره سړي ډير خوشحاله شو ، او خپلي ښځي ته يې اويل چې نن  شپه ميلمه  لرو او هغه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم دي.

ښځه هم ډيره خوشحاله شوه ، په ډيرې خوښي سره يې مزيدار خواړه تيار کړل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ته ورغي ، ډوډۍ يې وخوړله ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځې ميړه ته اوفرمايل :

کله چې زه ستا له کوره وتلم . ښځه دې پريږده چې هغې دروازي ته وګوري چې زه پرى وځم .

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دروازي څخه وتلو ،  ښځي رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي کتل ، ګوري چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم وتلو سره سم له دې کور نه ماران  ، لړمان او ټول ضرري څيزونه اوتل ، ښځې له ډيرې ويرې او حيرانتيا چغې کړې .

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : هر کله چې ستا له کوره ميلمانه ووځي ، دا ډول  ټولې  بلاګانې  ماران  لړمان او آفتونه له کور نه وځي ، دا د ميلمه د احترام او عزت حکمت دي .

کوم کور کې چې ميلمانه ډير وي هغه د الله جل جلا له خوښ وي او کوم کور چې وړو او غټو نادارو او مالدارو ټولو ته خلاص وي ، له آسمان نه پرې د الله جل جلا له رحمتونه او برکات نازليږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلمفرمايلي دي :

«إذا أراد الله بقوم خيراً أهدى لهم هدية , قالوا :

وما تلك الهدية ؟ قال : الضيف ينزل برزقه , ويرتحل بذنوب أهل البيت» .

 

ژباړه:

چا ته چې الله جل جلا له  د خير اراده وکړي ، هغوي ته ډالۍ ورکوي ، پوښتنه تري اوشوه :اي د الله رسوله ! هغه کومه ډالۍ ده ؟

د الله رسول  صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

هغه ميلمه دې چې ځان سره خپل رزق هم راوړي ، او واپس ځان سره د کور والا وو ګناهونه هم  اوباسي.

ميلمه د جنت لپاره دليل دي او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

 

 «وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ» (رواه البخاري ومسلم) .

 

ژباړه:

 او څوک چې په الله جل جلا له  او په ورځ د آخرت ايمان لري نو د ميلمه احترام دې وکړ.ي

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک