څومره بې وفاء ده دا دنیا
د جنازې کټ یې د کور په دروازه را وویست، په لمړي سر کې یې په کور پاتې ښځينه ؤ سره د تل لپاره لیدل ناشوني شول
د جنازې تر شا یې خاوند ، زامن ، خپلوان او خواخوږي په منډه وو
ما يې سپین ږیري خاوند ته کتل چې له درد او غم سره د جنازې تر شا په عجله کې دی
زړه کې مې ویل:
دنیا هم عجیبه ده هغه به هم ورځ وه چې د واده ډولی يې راوړل کیده او شاته يې (وورا) را روانه وه ، د خوشحالی یو ځوږ به وو ، په شونډو موسکا به وه ، هاها به وه
او د يو نوي ژوند پیوند شروع کیده
او نن هم يوه ورځ ده چې جنازه په اوږو اخستل شوې شاته يې ډله خلک ویرجن دي ، چوپه چوپتیا ده ، پیوندونه شلیږي او دردمن زړونه له درده شونډې چيچي
ځان سره مې وويل:
څومره بې وفاء ده دا دنیا
څومره نابوده ده دا دنیا
څومره نیمگړې ده دا دنیا
په هدیره کې خپلوان د قبر شاوخوا دي، ټول له حسرته په ډکو سترگو قبر ته ګوري
هئ ، هئ دلته اوس هغه څوک تر خاورو لاندې شوې چې چایې پر مخ گرد نشو زغملی
وروسته امام او هدیرې ته راغلي خلک د قبر شاوخوا راټولیږي ټول لاسونه لپه کوي او د مړي په اړه خدای ته جرگه کيږي ، د هغې د بښنې او ثبات زارۍ ورته کوي، جنتونه ورته غواړي
د چا سترگې په امام خښې وې ، د چا په قبر
کیدای شي ډیرو به همدا سوچ کاوه چې یوه ورځ به پر مونږ هم د خاورو ډیری جوړیږي او خلک به مو خدای ته دبښنې زارۍ کوي.
آه ربه ! څومره سخته به وي دغه ورځ
آه ربه ! څومره دردناکه به وي دغه ورځ
اې والله العظیم سخته ده
والله العظیم سخته ده
