ټولنيزې ليکنې

ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ

افغانان چې له كومې ورځې مسلمانان شوي له هماغې ورځې تر اوسه اسلام د دوی دين، شريعت يې قانون او اسلامي فرهنګ او کلتور یې د ژوند بڼه ده. خو متاسفانه ځینو ځوانانو له صلیبي یرغل سره سم خپل افغاني او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ، د غربي رسنیو تر اغیز لاندې راغلي، انحراف او بۍ لارېتوب ته یې مخه کړې، د لمونځونو په اړه په کې بې باکي رامنځته شوې، حتی دوی په دې نه پوهیږي چې  دغه پردي دودونه او رواجونه زمونږ په اسلامي ټولنه کې جواز لري، او که نه؟ ديني زده کړو ته يې يو مخ شا کړې، د اسلام په ارزښت باندې ځانونه نه پوهوي علماء کرامو پسې بد رد ویل، شرابخوري، زنا، لواطت، موسيقي او هر ډول اخلاقي فساد یې اوج ته رسېدلی، او ځينو یې لا بیا صلیبي یرغلګرو سره په هر ډول وحشتونو کې پوره...
نور ولوله

د ښه مېړه ځینې ځانګړتیاوې!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو لوستونکو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده چې زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې صالحې مېرمنې مېړه پاته شوی یم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملي تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره تاسې ته وړاندې کړم. تر ټولو لومړی دغه مهم ...
نور ولوله

هر کله چې يو مومن ګناه کوي نو ضرور د ده ضمير يو ځل اواز ورکوي چې : نه !!

نقصان کوي ....!! مه کوه ....!! بل اړخ ته شيطان او نفس وايې چې وکړه ، هيڅ خبره نشته , لذت دی ، هر څه به سم شي .....! چې هر کله ترې ګناه وشي بيا د ندامت او پښېمانۍ احساس کوي ، خفه وي ، غمجن وي ،زړه خوري ،  او دا خفګان د ايمان علامه وي .....! د دې بهترين علاج دا وي چې انسان توبه وباسي ، قران کريم ولولي ، اذکار اوايي ...! دا يواځې په هغه صورت کې ممکن وي چې ضمير ژوندی او د ايمان حلاوت په زړه کې موجود وي . او چې هر کله ضمير مړشي ، د ايمان حلاوت ختم شي ، بيا انسان ته ګناه کول عادي خبره ښکاري ، بيا زړه کلک شي ، په ګناه باند...
نور ولوله

كيسه بُر هاى ديروز و خس دزد هاى امروز !

يادش بخير اوغايتا چه دزد ها و كيسه بُر هاى با انصاف و با ناموس داشتيم فقط با يك چاقو و پل ريش جيب را پاره كرده و يك چند افغانى از نزد مامور صاحب ، مدير صاحب و دوكاندار كيسه بُرى ميكردند و اصلاً بخاطر دزدى و كيسه بُرى با جان ، مال و ناموس مردم معامله نداشتند و با محصلين ، دستكول خانم ها هيچ كار و معامله نداشتند كه به غيرت آنها لكه بى غيرتى بود ، وقتى به دزدى ميرفتند در منطقه و قريه خود دزدى نمى كردند ، به ولايت ، ولسوالى و قريه يى دورتر به دزدى ميرفتند و وقتى به داخل خانه ها و قلعه ها مى شدند ، يك نفر دزد صدا بلند ميكرد ، سياه سر ها و خورد سال ها به يك اطاق شوند و به دزدى شروع ميكردند. به بكس و لباس خانم ها معامله نداشتند ، با خان و ملك قريه نيز پيمان و تعهد داشتند، يادى از يگان ملك هاى خدا بيامرز بخير كه به سراچه او مال ...
نور ولوله

د ښې مېرمنې ځینې ځانګړتیاوې

ډېر خوشحاله یم، چې الحمدلله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو او خویندو  څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې ماته په قهر نشي، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا د عمل په ډګر کې پیاده کړي. د یادولو وړ ده چه زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې نېکې او صالحې مېرمنې سره د اسلام په رڼا کې تر اوسه ګډ ژوند لرم. زه غواړم چې د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتداری سره تاسې ته وړاندې کړم. تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو وروڼو او خویندو ته په ښه توګ...
نور ولوله

د ښه زوی ځینې ځانګړتیاوې

د ټولو ګرانو زامنو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو د هغه په تطبیق کې باید عملی ګامونه پورته کړي. د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې نقطې زه د خپلې ۶۷ کلنۍ عملي تجربې څخه تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم. همدارنګه، زه غواړم چې دغه ټکي ته هم اشاره وکړم چې زه الحمدلله د خپل ګران پلار او ګرانې مور په ژوند کې د دوی د پاکې مینې او شفقت څخه برخمن زوی وم، او الحمدلله په اوسني وخت کې د نېکو او صالحه زامنو، لورانو او لمسیو څښتن یم. تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلي ټکی باید ټولو زامنو ته د لمر په شان څرګند وي چې د...
نور ولوله

د ښه پلار ځینې ځانګړتیاوې!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېرخوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې کوم ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي. تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصل ټکی ټولو لوستونکو ته په شه توګه معلوم وي چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس. د یادولو وړ ده، چې الحمدلله زما عمر له ۶۷ کالو څخه تېر شوی، او زه غواړم چې د خپلې تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ دغه لاندې ټکي وړاندې کړم...
نور ولوله

خپل حال وایه !

زه غواړم د اصل مطلب څخه مخکې یوه ریښتنۍ کیسه درته وړاندې کړم. کیسه په لاندي ډول سره وه: په ۱۹۸۷ مېلادی کال کې د پېښور د پوهنتون یو استاد دلته انګلستان ته د PhD د پاره راغلی و، او ما هم په همغه کال خپلې PhD ته شروع کړې وه. زما سره زما اولادونه هم وو، او زما ملګری یوازې و. بعضې وختونه به زما ملګری له ما سره کورته راتللو، او دواړو به وطني کیسې کولې، او د مسافرۍ وخت به مو په خوشحالۍ سره تېراوه. د هغو ۲ خبرې هیڅکله هم زما نه هېرېږي، او هر وخت زما په یاد دي. هغه ۲ خبرې دادي: لومړۍ خبره: د هغې یو بل ملګری هم و، چې هغه به هر وخت ده ته ویل چې ولې زما سره کورته نه ځې!؟ زما مېرمن خو له تا ...
نور ولوله

د ښه افغان ځینې ځانګړتیاوې!

زه غواړم چې د اصل مطلب څخه مخکې یوه خبره ذکر کړم: یوه ورځ په پوهنتون کې زما څخه یوې ښځینه استادې د افغانستان د حالاتو په هکله پوښتنه وکړه. ما هم هغې ته د افغانستان په هکله حقیقت بیان کړ. هغې په پای کې خپله کیسه داسې راته پیل کړه: هغې وویل چې هغه ډېره پخواه د ځوانۍ په وخت کې له خپل مېړه سره افغانستان ته د سیاحت د پاره تللې وه. یوه شپه په دوی دواړو، د میوند یا د بکوا په دښته کې ناوخته شوی و، او وروسته دواړو فیصله کړې وه چې شپه به هغلته تېره کړي، او د سهار په رڼا کې به بیا خپل ځای ته ولاړ شي. له دوی سره د مېلې ضروری شیان هم وو. دوی د قطیو د غذا د خوړلو د پاره چراغ لګولی و، چې ګوري د شپې په تیاره کې دوه تکړه په آسونو سپاره افغانان د دوی د ځای سره پیدا شول. دغې...
نور ولوله

خيالي القاب او مونږ

د علم په ډګر کې د افراطي القابو کارول ناسم کار دی، دا کار د رسول الله صلی الله عليه په زمانه کې نه دی شوی، حال دا چې هغه وخت ډېر ستر ستر صحابه کرام رضوان الله عليهم موجود و، د راشده خلافت په جريان کې هم د دې کار خاص تاثير نه ليدل کېږي، بلکې د علميت په نسبت د کړنو پر اساس ایښودول شوي القاب په دوی کې ډېر مطرح و. تر ټولو مهم دا چې قرآن کريم خپله د ګڼو انبياء کرامو عليهم السلام يادونه کړې، مګر هغوی يې د علميت په نسبت په نيکو کړنو ډېر موصوف کړي دي، صديق، شکور، حنان، عبد، صابر، اواب، صالح او داسې نور اوصاف يې په مثال کې لوستلی شو. خو وروسته وروسته دا القاب په بل ډول مطرح شول، هرې طبقې په خپل داخل کې د القابو په کارولو کې نوي نوي اختراعات وکړل، د حديث، فقه، تصوف،...
نور ولوله

سوله د (حق) او (عدالت) له تأمين پرته نشي راتلى

څوك چې سوله غواړي بايد حق او عدالت ته غاړه كېږدي، تېرو تجربو وښوده چې بې عدالتي، د نورو پر حقوقو تېرى او د يوې وړې ټولگۍ له لوري د اقتدار انحصار په جگړي منتج كېږي. دوی هغه څوک دي چې هر وخت د سولې او د افغان ولس پر ضد له اشغال سره یو ځای شوي دي، بیا همدغه ملي خاینان د ولسونو په لاس له تور برخلیك سره مخامخ کیږي. که انسانان د ځان لپاره د الله رالېږل شوی قانون خوښ او په خپل ځان باندې لازم ومني، احکام یې عملي کړي، نو په ژوند کې به داسې خوښي سکون او اطمینان محسوس کړي، لکه یو کوچنی ماشوم چې د مور غیږ ته په رسیدو د سکون او آرام څخه برخمن شي. همدا شان د اسلامي نظام په حاکمیت کې د تمام انسانیت عزت ښکلا او خوښي پرته ده. خو له بده مرغه همدا اکثریت انسانان بیا د انسانا...
نور ولوله

د ځای تشخيص او پيژندل خورا ډير مهم دی

د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای، بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې د‌کښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي. مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،د‌کښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، د‌کښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او  سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې د‌مستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، د‌کښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورين...
نور ولوله

د حسن او حسين رضي الله عنهما مشرانو ته درنښت او هوښياري

روایت_کا چې حسن او حسین رضي الله عنهما چرته بوډا سړی ولید چې اودس یې کوه، خو په سنت طریقه برابر نه و، د نبوت د مدرسې روزلیو ځوانانو مناسب ونه بلله چې مشر او بوډا سړي ته ووایي: اودس دې صحي ونه کړ، باید داسې او هاسې یې وکړې، نو دې مشر ته د صحي اودس ورښودلو لپاره یې د درنښت او هوښیاري لاره برابره کړه.      دوی دواړو بوډا ته وویل موږ دواړه ستا مخکې اوړسونه کوو، ته راته ګوره چې زما اودس په سنت طریقه برابر دی او که زما د ورور،  زموږ فیصله به ته راکوې چې د کوم یوه اودس په سنت طریقه برابر ده.      بوډا ورته وویل: سمه ده، تاسو دواړه اودسونه وکړئ، هغوی دواړو یو په بل پسې اودسونه وکړل او بوډا دواړه څارل، هغوی چې کله اودسون...
نور ولوله

یو څوک هغه وخت د یوه شي په قدر پوهیږي چې هغه له لاسه ورکړي!

په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شي په قدر نه پوهیږي، چې ترڅو هغه یې له لاسه نه وي ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهیږي، چې مور او پلار یې له دې فاني نړۍ څخه پخواه سترګې پټې کړې وي. اوس چې هر څومره لاسونه وټکوي، په درد به ونخوري، او کومه ګټه به ونلري. هغه وروڼه او خویندې، چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار، له ښکلي نعمته محروم نه دي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي. اولادونه باید د خپل پل...
نور ولوله

د يو ورور مرسته له خپلې بېوزلې خور سره

کیسه_کا       یوه مېرمن کیسه کا چې کله مې کور پاک کړ ورور مې موبایل راته وکړ چې زه او مېرمن مې د کم وخت لپاره ستا لیدو ته درځو. دا زیاتوي زه پخلنځي ته ننوتلم، چې د هغو د مېلمستیا لپاره سمدستې څه شی تیار کړم، لنډه دا چې کور کې نور هیڅ هم نه وو څو دانې مالټې پرتې وې، له هغو نه مې ژر ژر دوه ګیلاسه یخ جوس تیار کړ.      کله چې هغوی راغلل او راننوتل، هغو سره مې د ورور خواښې هم وه! چې د لومړي ځل لپاره زموږ کره راتله، نو ما دوه ګیلاسه جوس مور او لور ته کېښودل او له اوبو ډک ګیلاس مې د ورور مخته کېښود، هغه ته مې وویل، زه پوهیږم چې تا ته سیون اپ خوند درکوي ... هغه چې یو غوړپ وکړ پوه شو چې اوبه دي، په دې وخت کې یې خواښې ورته وویل: زویه سیون اپ ز...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک