خبرې څلور ډوله دي
1-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د بدې پایلې خطره یې وي. ښه خبره دا ده چې دا ډول خبرې باید ونه کړل شي.
2-هغه چې د ګټې امید یې نه یي او د بدې پایلې خطر یې هم نه یي. دا ډول خبرې هم باید ونه کړل شي، څو ژبه او بدن ارام واوسي.
3-هغه خبرې چې ګټه نه لري، خو د تاوان خطره یې زیاته یي. دا ډول خبرې سخت او هلاکوونکی مرض ده.
4-هغه خبرې چې ګټه لري او شر و تاوان نه لري، دا ډول خبرې باید وکړل شي او دا ډول خبرې باید نشر شي.
دا خبرې له ابراهیم بن ادهم رحمه الله نه روایت شوې دي، د هغه شاګرد ابو اسحاق وایي: ابراهیم به ډېرې کمې خبرې کولې، ما ورته وویل: خبرې راته وکړه؟ هغه راته وویل خبرې څلور ډوله دي. (عيون الأخبار لإبن قتيبة)
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
