ملګري او د هغوی ښه او بد اثر
د نن ورځې حدیث:
ملګري او د هغوی ښه او بد اثر
د ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
" الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ ، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ "
انسان د خپل ملګري (دوست) په دین وي، تاسو وګورئ چې تاسو له چا سره ناسته او ملګرتیا کوۍ.
ابو داود ترمذي او نور
امام ذهبي رحمه الله په سیر اعلام النبلاء کې راوړي:
الـريونـدي به د رافضه او ملحدینو سره ملګرتیا ، ناسته او مجلسونه کول، کله به چې هغه ته ددغو سره د ناستي او مجلسو نه د لرې کیدو خبره کیده، هغه به ویل:
زه یواځې د هغوی سره د دې لپاره کینم چې د هغوی خبرې واورم.
امام ذهبي وایي: هغه د دغه خلکو سره د ناستې او مجلسونو له امله وروسته د خپل دین نه واوښت او ملحد شو .
