No-IMG

انساني اندازې څومره غلطې خېږي!

    ام عبد الله بنت أبي حثمة رضي الله عنها وایي: د حبشې هیواد ته د هجرت کولو لپاره مې تیاري کوله چې عمر بن الخطاب (دا مهال یې لا اسلام نه و منلی) زموږ خواته تېریدی او راوګرځیدی. دا مهال عمر پر مسلمانانو سخت ظلمونه کول، عمر ورته وویل: اې ام عبد الله چرته د تګ اراده لرئ؟ هغې ورته وویل: په الله قسم، هو چرته ځو، تاسو خو پر موږ ظلمونه کوئ، موږ د الله ځمکه کې وځو، که چرته الله تعالی د ارام کوم ځای راته پیدا کړي.

    عمر چې د ام عبد الله خبرې واوریدلې هغې ته یې وویل: الله مو ملګری شه، دا خبره یې چې وکړه، څېره کې یې د نرمې نښې ښکاره شوې، ژړه غونی غوندې شو او روان شو. څه ځنډ وروسته د ام عبد الله مېړه راغی، هغې د عمر کیسه ورته وکړه او زیاته یې کړه چې ما ته داسې معلومه شوه چې هغه به اسلام ومني. د ام عبد الله مېړه چې د هغې خبرې واوریدلې ویې ویل: دا سړی د اسلام منونکی نه دی، ان تر دې چې د الخطاب خر به مسلمان شي خو د هغه زوی عمر به اسلام ونه مني. سیرة ابن هشام

    خو د ام عبد الله د مېړه د اندازې پر خلاف څو ورځې وروسته عمر بن الخطاب مسلمان شو، رضي الله عنه. او د هغه په مسلمانیدا سره د اسلام نوی تاریخ پیل شو. انسان پخپل ګومان او اندازه کولو کې غلطي کوي، که څه هم هر سړی فکر کوي د ده اندازه سمه او کره ده. دلته د عمر رضي الله عنه په اړه د ام عبد الله د مېړه اندازه څومره غلطه وختله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک