مجرد ځوان او په خپله خوښه واده!
د «ابن عربي» په اقوالو کې راځي:
صالحه مېرمن داسې ده؛ لکه رزق او روزي. دا به الله تعالی درته رسوي، دلته کوښښ نه؛ بلکې نیت، تقوا او صبر نتیجه ورکوي. په کومو اوصافو یې چې غواړې الله پاک هغسې مېرمن درته پیدا کوي.
د بیت المقدس د فاتح (سلطان صلاح الدین ایوبي) پلار «نجم الدین ایوب» هېڅ واده نه کاوه، آخر یې ورور (اسد الدین) ورته وویل:
اې ورورجانه! ته ولې واده نه کوې؟
هغه ورته وویل:
داسې نجلۍ مې پیدا نه کړه، چې زما په زړه وي او زما د اصلاح سبب شي.
- ما یوه نجلۍ لیدلې ده، واده ورسره کوې؟
- څوک ده؟
- د سلطان محمد سلجوقي لور؟
- هغوی ما نه شي اصلاح کولی.
- ښه! بیا څوک غواړې؟
- زه داسې مېرمن غواړم، چې جنت ته مې سوق کړي، صالحه وي، ښه اولاد تربیه کړي او داسې زوی مو نصیب شي، چې بیت المقدس بېرته فتحه کړي.
- آیا امکان لري، چې داسې ښځه اوس په دنیا کې پیدا شي؟
- هو! چا چې خپل نیت د الله پاره خالص کړ، الله به یې په نصیب کړي.
څه موده وروسته نجم الدین ایوب د «تکریت» له یوه عالم سره خبرې کولې، په دې وخت کې یوه نجلۍ راغله او عالم ته یې وویل:
تا سره خبرې کوم.
عالم له نجم الدین نه اجازه واخیسته او نجلۍ ته یې وویل:
ما یوه ښه کورنۍ او ښه هلک در لېږلی و، تا ولې رد کړ؟
نجلۍ ورغبرگه کړه:
شیخ صاحب! هغه هلک په ښایست، مال او نسب کې بیخي پوره و؛ خو زما د اصلاح سبب نه شو جوړېدای.
عالم په توندۍ خبرې ور پرې کړې:
نو ته څنگه کس غواړې؟
نجلۍ په یوه جمله کې ورته وویل:
داسې ځوان غواړم، چې زما د اصلاح سبب وگرځي، جنت ته د تللو ذریعه مې شي او داسې زوی الله راکړي، چې بیت المقدس ته تېر برم او عظمت بیا ور وبښي او فتحه یې کړي.
نجم الدین له ځایه پورته شو، عالم ته یې وویل:
شیخ صاحب! زه له دې نجلۍ سره واده کوم.
عالم ځواب ورکړ:
اې ایوبه! دغه د یوې غريبې کورنۍ نجلۍ ده. دوی فقراء دي.
ده ومنله، واده یې وکړ، رب العالمین یو بې مثاله اولاد ورکړ، بیت المقدس یې له صلیبیانو فتحه کړ او مبارک نوم یې په تاریخ کې ثبت شو.
هو! دا «سلطان صلاح الدین ایوبي ❤» و.
