ټولنيزې ليکنې
دا تصور باید ختم شي چې د عدالت تطبیق یوازې د حاکم مسئولیت دی
که پوښتنه رانه وشي چې مونږ په افغانستان کې د الله تعالی د کوم امر د نه منلو په سبب به خوار او ذلیل یو؟
نو زما ځواب به وي؛ د عدالت نه عملي کول.
دا تصور باید ختم شي چې د عدالت تطبیق یوازې د حاکم مسئولیت دی.
بلکې عدالت یو جامع او شامل مفهوم لري چې د ژوند هر اړخ او د ټولنې هر فرد ته یې د خپلې برخې د تطبیق مسئولیت راجع دی.
مسلمان په هر حال مکلف دی چې د وینا، عمل، ګواهۍ، ملګرتیا، دښمنۍ، حمایت، رقابت او حکومتولۍ پر مهال خامخا عدالت رعایت کړي.
دا چې مونږ د الله تعالی د دې أمر د عملي کولو په برخه کې څومره موفق یو؟
هغه نو زمونږ دا پرېوتی حالت او د ذلالت ژوند ښه منعکس کوي...
نور ولوله
سل کاله وروسته په 2122 کې موږ به ټول د خپلو خپلوانو او ملګرو سره د ځمکې لاندې یو
عبد الحميد جليلی
د نن څخه 100 کاله وروسته د مثال په توګه په 2122 کې موږ به ټول د خپلو خپلوانو او ملګرو سره د ځمکې لاندې یو
او پردي به مو په کورونو کې اوسیږي
او ملکیت به مو پردي خپل کړي.
دوی ته به موږ یاد هم نه یو. اوس هم په موږ کې څوک د خپل مړه نیکه او پلار په اړه فکر نه کوي.. موږ به د خپلو نسلونو په حافظه کې د تاریخ یوه برخه به شو، او خلک به زموږ نومونه او څېرې هېرې کړي..
په سلو کلونو کې به ډېر نور تغیرات او نوی نسل راشي.
وروسته به پوه شو چې نړۍ څومره کوچنۍ وه، او د هر څه د ترلاسه کولو خوبونه څومره احمقانه او تاوانی وه.
ا...
نور ولوله
سپارښتنه
دوکتور محمد عمر عماد
هر هغه څوک چه په آخرت ایمان لری باید پدی هم ایمان ولری چه دهغه په هره خبره او هر کار هغه ذات حاضر او ناظر دی چه د هیچا نیت تری پټ نه دی او د هر چا په زړونو خبر دی، او د هر چا سره به د هغه د نیت په اساس معامله کوی.
دا راته ستر حماقت ښکاری چه یو څوک دی د نورو د خوشحالولو، او یا د یو څو لایکونو د اخستلو یا دکومی بلی فاسدی موخی د تر لاسه كولو لپاره خپل آخرت خراب کړی:
لکه د جنکیو عکسونه او یا فاحشی سندری او فلمونه او ویدیوګانی خپرول، یا بی باکه ټوکی کول او سپکه ژبه استعمالول ، او یا فاسد افکار نشرول...
مسلمان باید پدی نه لړزیدونکی ایمان ولری چه یوه ورځ به هر چا ته د خپل...
نور ولوله
د انسانانو د پېژندلو لپاره دومره بيړه مه کوه
وخت به هر يو کس او هر ملګری ټکي په ټکي در وپېژني!
او د تا به ځان ته غوسه راځي، خپل ژر قضاوتونه او خپل ښه نېت به دې سترګو ته درېږي!
يو ورځ به هغو کسانو ته ګورې
او وينې به چې هغه کسان چې د تا په نظر بد و څومره غټ کارونه يې درته کړي دي.
او هغه کسان چې د زړه له تله درباندې ګراڼ و او فکر دې کاوه چې همېشه به له ځمکې څخه د را پورته کېدلو لپاره لاس درکوي ، داسې يې په ځمکه وويشتې چې د خپل ټولو هډوکو د ماتېدلو غږ دې واورېده !
خلک ژر د خپل قضاوت په تله مه تله!
وخت بهترين قاضي دی ، يو يو به ټول درته راښکاره کړي.
...
نور ولوله
غل چاته ويل کېږي؟!
غل يوازې په دېوال کور ته ور اوښتونکي او په لاره کې دموبايل او کمپيوټر تښتونکي ته نه ويل کېږي تر دې بدتر او ستر غله دادي:
√ هغه ډاکټر تر ټولو ستر غل دی چې ناروغ خبر هم نه وي او ده ورته بې ضرورته يوه پنډه درمل ليکلي وي او يا يې د فيصدي لپاره لابراتوار او اېکسېرې ته د شپږ شلې معاينو لپاره لېږلی وي او يا د ناروغ بې اړتيا عملياتونه کوي.
√ هغه مستري تر ټولو ستر غل دی چې په موټر يا بله هره نقليه وسيله کې د يوه نټ کار وي او دی د پيسو او وخت اړولو لپاره د موټر په بېخ پورې نښتی وي، خرابي يې په انجن کې وی او ده يې ټايرونه راخلاص کړي وی او بيا په خپلو تورو لاسونو د ټنډې خولې پاکې ک...
نور ولوله
قابل توجه همشهریان عزیز داخل کشور!
انجنیرحنیف الله حکیمی
اگر هر فامیل در ولایت های افغانستان یک چاه به قطر یک متر و عمق شش متر در حولی و ساحه سبز خانه خود اعمار نماید و دوباره سرش را با سبزه بپوشاند و در وقت باران و برف، جریان آب را در آن هدایت دهد باعث میشود در قسمت بلند بردن سطح آبهای زیرزمینی شهر خویش سهم خود را داشته باشیم و تمام آب آشامیدانی را که در جریان سال استفاده مینماید دوباره مسولیت خویش را ادا نموده و این آب را به آبهای زیرزمینی بر گردانیم.
تنها مصرف حفر این نوع چاه یک هزار افغانیست ولی با هر بار پر شدن چاه ۶ مترمکعب آب به آبهای زیرزمینی اضافه مینماییم و در جریان سال در شهر کابل این نوع چاه تا ده بار امکان پر شدنش است و به ارزش...
نور ولوله
هغه صدقه چې لاس ته له رسېدلو مخکې له زړه ور رسیږي
په یوه بیروني تلویزیوني چینل کې ویاند د یو بېوسه ناروغ حالت وړاندې کړ، په جراحي عملیاتو یې ١٥٠ زره ډالر لګېدل...
خلکو له بېلابېلو ځینو اړیکه ونیوه....
په دوی کې د (احمد) په نامه یو تن هم و، ...(دوه ډالر) یې د ناروغ لپاره اعلان کړل....
ویاند ورته وویل، ولې (دوه ډالر)...؟
ده ځواب ورکړ:څلور ډالر مې لرل، دوه مې ده ته اعلان کړ، موده کیږی چې بې دندې یم ..
خو د نه خيرات نه لږ غوره دی" ...
ورپسې اړیکه نیونکي ۸ زره ډالر اعلان کړل، ۴زره یې ناروغ او څلور زره یې د دوه ډالر ورکونکي ته اعلان کړې... !
پرلپسې اړیکې ونیول...
نور ولوله
هغه ساده کارونه چې معجزه کوي
ظاهر عمار
همدا اوس دا لاندې ساده کارونه وکړه چې زړه دې خوشاله شي:
- وختي کور ته ولاړ شه او مېرمن او اولادونو ته دې ووايه چې څومره مينه ورسره لرې. بيا وګوره چې د هغوی د موسکاوو په ليدو دې حالت څومره ښه کيږي.
- په خپلې شاوخوا کې يوه غريبه او ناداره کورنۍ پيدا کړه، تر خپلې وسې مرسته ورسره وکړه او تسلي ورکړه، وګوره چې څومره خوندور احساس تجربه کوې.
- بازار ته ولاړ شه، يوه غونچه ګلان واخله، يو کوچنی کاغذ پرې سريښ کړه چې پرې ليکل شوي وي "مينه درسره لرم" او مېرمن ته دې ډالۍ کړه چې خپلمنځي مينه مو راتازه شي...
نور ولوله
د خلکو پردې مه څیرئ
شُرَحْبِيل بن السِّمْط رضي الله عنه صحابي و، لویو غزاګانو کې یې برخه اخیستې وه، د حمص فاتح او شل کله د حمص والي پاتې شوی. یوه غزا کې یې کومه اباده سیمه ونیوله، نو خپلو ملګرو ته یې وویل: موږ و تاسې داسې وطن ته راغلي یو چې دلته ښځې او شراب زیات دي، که څوک داسې ګناه وکړي چې په هغه سره حد لازمیږي (مثلاً زنا وکړی یا شراب وڅښي)، نو هغه به موږ ته راولئ، چې حد پرې جاري او پاک یې کړو.
دا خبره امیر.المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورسیدله، هغه لیک ورولیږه او ورته ویې لیکل: مور دې مړه شه! ته خلکو ته امر کوې چې پر خلکو د الله لویدلې پردې څیرې کړې؟! مصنَّف عبد الرزاق الصنعاني (5/197) (9371)، الزهد لهناد بن السري (2/646). مطلب دا چې عمر رضي الله عنه د شرحبیل دا کار...
نور ولوله
د ګرمو اوبو اړولو وخت کې لازما بسم الله وایاست
شپون کوچی
تاسو چې چېرته ګرمې یا جوش کړي اوبه اړوئ نو " بسم الله " پرې وایئ ترڅو پرې پیریان ونه سوځي
شیخ ابن باز رحمه الله څخه پۀ دي اړه وپوښتل شول آیا دا سمه ده چې ګرمې اوبه اړو نو بسم الله پرې وایوو لۀ دي ویرې چې پیریان پرې ونه سوځي؟!
هغه ورته پۀ ځواب کې ؤویل: هو د الله نوم به پرې یادوي که هلته پیری وي تر څو هغوی خبر شي، بیا شیخ ؤویل: زۀ یؤې غونډې ته تللی وم چې هلته مریضان دم کیدل دمګري یؤ نفر ته ؤویل: چې پۀ هغه شخص کې پیری ننوتی و دمګري پیري ته ؤویل ولې دغه شخص کې ننوتی یې؟!
پیري ورته ؤویل ده زما پر یؤ ځوی ګرمې اوبه اړولې دي او وژلی یې دی
دمګري پیري ته ؤویل: دا نو څه پوهیدو چې هلته...
نور ولوله
از نماز با حضور .. تا نماز به زور !!
همین چند روز قبل در فیسبوک با پوستی سر خوردم که تصاویر آن گویای این بود که در برخی مساجد در هرات ( شاید در یکی از ولسوالی ها ) برای مقتدیان حاضری ترتیب داده شده است. پیش از آن هم نوشته ها وکامنتهای را در همین زمینه خوانده بودم که سخن از حاضری گرفتن نمازگذاران داشت وجریمه شدن آنهای که در نماز جماعت در مسجد حاضر نمیگردند. حکومت طالبان شاید از تریبیون های رسمی حدوث همچو موارد را رد کنند، ویا هم آنرا تصرف شخصی برخی از ملا امامان ویا مسوولین محلی بدانند. اما باور من این است که این کارکرد منحیث یک پالیسی نانوشته شده برای بسیاری از آنها پسندیده وقابل تایید است.
به هرصورت، مناقشه را میگذاریم به فقها تا ببینند که همچو تصرفی چه اصل شرعی دارد، وتا چه اندازه با مقاصد شریعت وروح اسلام سازگار است. اما ...
نور ولوله
فرصتها و آینده نگری
عبد الصمد منيب
آینده نگری ،یعنی كسب توانایی فرد برای برنامه ریزی بمظورتنظيم بهترإتخاذ تصاميم براي آينده، بااستفاده فرصتها !
آینده نگری یعنی داشتن برنامه وراه بردی برای رسیدن به هدف،
ازدست دادن فُرْصتها،كارامروز رابه فرداگزاشتن،نوع بيماري يا آفتی است که ممکن گریبانگیربرخی ازداعیه داران حتی پیشگامان واشخاص بلندهمّت شود.
درواقع این بیماری میان مشعلداران حق ومبارزان پیشتاز،شائعات خودراداشته ،یعنی معطل گذاشتن وبه آينده موکول کردن إجراي كاراست، هرچند بسیاری از افراد دوست دارند به نتایج کاملاً جدیدی دست پیدا کنند که قبلا هرگز آن را تجربه نکرده اند...
نور ولوله
د چاپلوسانو خولې وتړئ
رسول الله ﷺ واوریدل چې یو سړی د بل سړي ستاینه کوي او په ستاینه کې یې مبالغه او زیاتوالی کوي، نو ویې فرمایل: هغه سړی مو هلاک کړ او یا مو د هغه سړي ملا ماته کړه. عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ : سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يُثْنِي عَلَى رَجُلٍ وَيُطْرِيهِ فِي مَدْحِهِ، فَقَالَ : أَهْلَكْتُمْ - أَوْ قَطَعْتُمْ - ظَهْرَ الرَّجُلِ . رواه البخاري.
په ستاینه کې اطراء او مبالغه اکثره چاپلوسان کوي او د چا چې ستاینه کیږي د هغه لپاره دا کار د هلاکت او ملا ماتیدا په معنا ده، بناءً دوی دې د چاپلوسانو له چاپلوسې خوند نه اخلي او نه دې په برېتو کې ورته موسیږي، بلکې د چاپلوسانو خولې وتړئ او له هلاکته ځانونه وژغورئ....
نور ولوله
تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي
سوګند یې وکړ تر هغې ښځه نه کوم چې تر څو مې له سلو نارینو سره مشوره نه وي کړي، نه نوي نارینو نه یې مشوره واخیسته، یو پاتې شو، هوډ یې وکړ چې سبا هر څوک ورسره لومړی مخ شو، له هغه به مشوره اخلي.
سهار چې له کوره ووت، له لیوني سره مخ شو، په لکړه سپور و،خواشینی شو، خو بیا هم د خپلې ژمنې سره سم ورمخکې شوو.
لیوني ورته وویل: زما له اس نه ځان ساته چې ودې نه وهي.
سړي وویل: "دا اس دې وتړه چې يوه پوښتنه لرم"
سړي وویل: " ما له الله سره ژمنه کړې وه چې له سلو نارینو سره به د ښځې په اړه مشوره کوم، ته سلم یې، ژمنه مې وکړه چې هر څوک مخې ته راغی، مشوره به ترې اخلم، نو ته مخې ته راغلې، غواړم ښځه...
نور ولوله
مونږ په منځلاريتوب مکلف یو، وسطیت د دې مبارک دین امتیاز او ځانګړنه ده
مونږ په منځلاريتوب مکلف یو، وسطیت د دې مبارک دین امتیاز او ځانګړنه ده
افراط او تفریط دواړه ناسم کارونه دي، خو که احیاناً داسې حالت راځي چې د تفریط او افراط تر منځ د یو په انتخاب مجبورېږم نو (د یو مضطر په حیث) تفریط به قبلوم، ځکه چې ضرر یې د افراط په مقابل کې کم دی، معنی أخفُّ الضَّررَین او یا أهوَنُ الشَّرَّین دی.
نبي علیه السلام هم خپل امت د تفریط په نسبت له افراطه ډېر ډار کړی دی. فرمایي: «وَإِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ»
ژباړه: په دین کې له غلو او افراط ځان وساتئ، ځکه چې تر تاسې وړاندې تېر شوي (ولسونه) افراط تباه کړل.
دا ځکه چې...
نور ولوله
