د يو باهمته مېړه نادره کيسه
پنځه کاله کیږي چې خپله مېرمن شپه او ورځ په خپلو اوږو ګرځوي، مېرمن یې د خپل پلار په مرګ پسې په پښو او لاسونو شله شوه.
سليم رخروخ، 50 کلن دی، د یوې مدرسې محافظ دی، په 1996 کال کې یې واده وکړ، یو زوی لري، خوشاله ژوند یې لره، په 2007 کال یې مېرمن په خپل پلار پسې شله شوه، نه خبرې کولی شي او نه کوم حرکت کوې.
له دې وروسته میړه د خپلې مېرمنې خدمت ته ملا وتړله، سهار وختي راپورته کیږي چې مېرمنې ته سهارنۍ تیاره کړي، بیا دندې ته ځي، هر یو ساعت وروسته مېرمنې ته راګرځي، څو کور پاک کړي، خواړه راوړي، په خپل لاس مېرمنې ته خواړه ورکړي، ځکه چې هغه کاشوغه لاس کې نه شي نیولی، بیا دوا ورکوي.
په شپه کې له څلور ځل نه زیات راپورته کیږي، څو خپله مېرمن په اړخ واړوي، سلیم وايي کله ناکله راباندې مېرمن زړه سوځوي، په خپل ځان درد تیروي خو ما نه راویښوي.
وفادار میړونه داسې وي، ناوې ته هر میړه وفادار وي، ښکلي مخ او دنګې ونې نه هر مېړه قربانیږي، خو مېړه هغه دی د خپلې مېرمنې په روح مین وي.
که افغاني ټولنه کې کوم مېړه دا مېړانه کړي وي، نو راسره یې شریکه کړئ
