No-IMG

که عمر مو له پنځوس کلنۍ زیاد وې نو لاندې ټکو ته توجه وکړئ

د دوو شیانو څارنه وکړئ:

د وینې فشار ته متوجه اوسئ

د وینې شکر ته متوجه اوسئ.

لاندی اوه شیان کم استعمالوۍ:

مالګه

خواږه

قطیو کې ساتل شوې خواړه

سره غوښه

د شیدو څخه ایستل شوې خوراکې مواد لکه پیروی, کوچ, پنیر

هغه غذاګانې چې د قوت او ودې لپاره خوړل کیږې

ګاز لرونکې مایعات.

درې شیان ډير خورئ:

سبزیجات

میوې

وچې میوې.

درې شیان هیر کړه:

د عمر د کلونو شمیره

تیر وختونه

د نورو بدې او ظلمونه

څلور باید له تاسو سره ؤاوسې:

رښتینې ملګرې

کورنۍ, اولادونه او لمسیان

مثبت فکرونه

د اوسیدو مناسب ځای.

پنځه څیزونه مه هیروه:

د دوشنبې او پنجشنبې روژه

تبسم

سیاحت او سفر کول

ورزش

د وزن کمول

لاندې شیانو ته انتظار مه کوه:

چې تږی شې او بیا اوبه وچښې

چې خوب درشې او بیا ویده شې

چې ستړی شې او بیا استراحت وکړې

چې مریض شې او بیا معاینات وکړې

پنځه شیان په دوامداره توګه کوه:

د الله ج سره رابطه ساته او لدې رابطې نه روحې, روحانې او معنوې قوت اخله.

هره ورځ د قرانکریم تلاوت له معنی او تدبر سره کوه.

قیام الیل او اذکار زیاد کوه.

استغفار زیاد وایه.

په رسول صلی الله علیه و سلم باندی درود زیاد وایه.

په صحت, فکر او مال کې به مو برکت بیامومئ او همدا د دنیا او اخرت سعادت دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک