که غواړو چې ژوند وکړو باید په ځینو حقیقتونو سترګې پټې کړو
په عالم، مدافع وکیل او فیزکپوه د اعدام حکم صادر شو، عالم یې په تخته څملاوه، ورته یې وویل چې وروستی وصیت وکړه، عالم وویل، ای ربه زه بې ګناه یم، په خپل رحمت مې خلاص کړه.
وسپنه یې پرې راخلاصه کړه، کله چې یې سر ته ورسیده ودریده، خلکو چکچکې کړې، عالم یې له تختې پورته کړ.
مدافع وکیل یې پرتخته څملاوه، هغه وویل، د عالم په څیر خدای نه پیژنم، یو شی پېژنم، هغه عدالت دی، عدالت به مې ژغوري، پړی یې پرې را ایله کړ، وسپنه یې په سر ودریده، خلکو چېغه کړې چې وکیل عدالت خلاص کړ.
کله چې فیزکپوه پر تخته څملاسته ویې ویل، نه د عالم په څیر خدای پیژنم او نه د وکیل په څېر عدالت پېژنم، په یو شي پوهیږم چې دا ټول حرامیتوب په دې پړي کې دی، کومه غوټه لري، هغه ونخښلي نو وسپنه نه راښکته کیږي، جلاد راغی پړی یې ایله کړ، غوټه یې خلاصه کړه، وسپنه د فیزکپوه په تندي ولګیده، ځای پر ځای مړ شو.
که غواړو چې ژوند وکړو باید په ځینو حقیقتونو سترګې پټې کړو.
