بخشش لوی زړه غواړي، نه ډېر شته
وجيح الله عابد
د کار لپاره مې دوه تنه کارکوونکي نیول...
ویل یې 400 افغانۍ، ما ورسره چنې ووهلې، په 300 افغانۍ خبره وشوه.
سخته ګرمي وه، د کار په پای کې مې درې دانې 100 ګیزونه ورکړل...
له کارمندانو هغه یو تن 100 افغانۍ خپله واخیستې او 200 افغانۍ یې هغه بل کارکوونکي ته ورکړې...
ما وېل تاسې شریک نه وئ؟
وېل یې هو، شریک و، خو هغه د بچیانو پلار دی او تر ما یې اړتیاوې ډېرې دي...
ما هم د هغه د احساس له امله 100 افغانۍ ورکړې...
مننه یې وکړه، یو ځل بیا یې 50 افغانۍ هغه بل تن ته ورکړې او رخصت شول...
له ځان سره مې فکر وکړ چې هیڅ کله نه وم توانېدلی دومره لوی او بخښونکی واوسم!
همدلته مې هغه جمله رایاده شوه چې پر یو پل لیکل شوې وه:
"بخشش لوی زړه غواړي، نه ډېر شته"
هر څوک شتمن کېدلی شي، خو هر تن بخښونکی نه شي کېدلی...
شتمن کېدل مهارت دی خو بخښل فضیلت...
باسواده کېدل مهارت خو فهم فضیلت...
ټول خلک د ژوند په کولو پوهیږي خو ټول خلک نه شي کولای ښایسته ژوند وکړي...
ژوند کول عادت دی خو ښایسته ژوند فضیلت...
