که دا وشي !
چې خالق مو
د نړۍ ټولو ړندو ته
سترګې ورکړي
نظر ورکړي
بيا به هم زما جانانه
که ړانده دلته ياديږي
د ړندو خبرې کيږي
دوه نومونه به هر ځای کې
مجلوسنو کې ياديږي
يو به ته یې
بل به زه يم
ته به بيا هم زما ياره
په بينا سترګو ړنده یې
نه به ته زما دا مينه
په خپلو بينا سترګو
د بينا په رنګې وينې
بل به زه يم
چې ړندو کې حسابيږم
ځکه ستا له حسن پرته
به نړۍ په ما تياره وي
لکه ړوند وي لاره ورکی
د امسا سره زنکيږي
په بيناؤ کې به ړوند يم
زه به ړوند يم زه به ړوند يم
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
