د حدیبې سوله - شپږمه برخه
(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د الفتح سورت سورت نازلیږي، صحابه حیرانیږي چې دا خو فتحه نه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم قانع کونکی ځواب ورکوي، دا به هم ولولئ چې ځینې میرمنې له مکې نه مدینې ته راځي، مسلمانیږي، د تړون له مخې باید مسلمان شوي بېرته مشرکانو ته وسپارل شي، راځئ چې وګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا میرمنې سپاري او که نه))
په لويديځه خوا کې لمر پريوت او شپې خپله لمن پر حدېبې راکښله، مخکې له دې چې بلال د ماښام اذان وکړي، باران راښکته شو،ډېر کم و، يوازې د پښو تلي يې لمدول نو عبدالله بن ابي بن سلول وويل:
- دا د خزان د ستوري باران دی چې را وورېده.
د ماسخوتن د لمانځه وخت راورسېد،د بلال غږ په اذان پورته شو، نبي _ﷺ_ امر وکړ چې په خپلو ځايونو کې لمونځونه وکړئ،نبي _ﷺ_ په خپله کيږدئ او دوی په خپلو کيږديو کې لمونځونه وکړل، بيت الحرام ته مخامخ ودريد، په زړونو کې يې د بيت الله تلوسه راټوکېدله او په نفسونو کې يې د غمونو ازغي راشنه شوي وو.
له مدينې څخه ووتل هېڅ ډول شک يې نه لره ګوندې طواف وکړي، خو رسول الله _ﷺ_ اوس دا شرطونه ومنل چې سږ به بېرته ګرځي او مکې ته به نه ورننوځي، په راتلونکی کال کې به دوی ورته مکه تخليه کوي او درې ورځې به پکې له خپلو ملګرو سره پاتې کيږي.
ډېره سخته وه چې په حديبه کې دې لمونځ وکړي او د حرم وږمې دې تر مشامونو رسيږي او بيا دې بېرته پرته له دې چې د مکې په خاوره سترګې تورې کړي، له بيت الله نه طواف وکړي، په زمزم د مودو تنده ماته کړي، په صفا او مروه کې منډې ووهي راستانه شي، په ويښه او خوب کې يې د حجر الاسود ښکلول، طواف، تکبير او تهيل ليده.
په سهار کې د بلال غږ بيا په اذان پورته شو، د الله اکبر سره سم ټول له خپلو بسترو نه راپاڅېدل او په رسول الله _ﷺ_ پسې ودريدل، کله چې لمونځ وشو، ويې ويل:
- ايا تاسې پوهيږئ چې ستاسې رب څه وويل؟
- الله او دهغه رسول ښه پوهيږي.
- الله تعالي وويل: ( زما له بندګانو څخه څوک پر ما باوري شول او څوک انکاري شول، هغه چا چې وويل باران مو د الله په رحمت او فضل و، هغه پرړما باوری دی او له ستورو انکاري دی، او چا چې وويل باران مو له فلانې ستوري نه و هغه په ستورو باوري او پر ما ناباوره دی)).
عبدالله بن ابی بن سلول احساس کړه چې څوک يې روح په ستنو وهي خو وارخطا نه شو ، يا کاش منافقت يې نه وی کړی،او يا کاش رسول الله _ﷺ_ ته يې ويلی وای زما لپاره بخښنه وغواړه او هغه ورته بخښنه غوښتی وی.
نبي _ﷺ_ د روانيدو امر وکړ کيږدئ په اوښانو بار شوي او مېرمنې ډوليو ته وختلې، د مسلمانانو لښکر د مدينې په لور روان شو، تر شا يې د رضوان ونه پرېښوده او ډېر دردونکې يادونه هم پاتې شول، تر ټولو سخته خو دا وه چې د احرام لباس يې له بيت الله څخه له طواف پرته ونغښت.
خلک چوپ روان دي په مخونو يې خواشيني انځور ده،د دوی او د عبادت ترمنځ يې خنډونه رامنځ ته شول، دوی د خواشينۍ او غم ترمنځ دي چې شپه راولويده،عمربن الخطاب رسول الله _ﷺ_ ته نژدې شو،د يو شي په اړه يې ترې پوښتنه وکړه، خو هغه ځواب ور نه کړ،بيا يې ترې پوښتنه وکړه، بيا يې هم ځواب ور نه کړ ،عمر خپل اوښ د خلکو نه مخکې کړ او ووېرېده ګوندې په اړه يې کوم ايات نازل شوی دی.
رسول الله _ﷺ_ چې کراع الغميم ته ورسيد، په خپله اوښه ودريده، خلکو خپلې سپرلۍ راچابکې کړې، خلکو يو بل ته وويل:
- څه خبره ده ؟
- په رسول الله _ﷺ_ وحي نازليږي.
ټولو خپلې سپرلۍ چابکې کړي، رسول الله _ﷺ_ يې په خپله اوښه وليد، کله چې ورته خلک راټول شول نو ويې لوست:
((بې شکه چې تاته مو ښکاره بريا درکړه * څو الله ستا د مخکيني او وروستني کمي څخه درتېر شي او پر تا خپل نعمت بشپړ کړي او نېغه لاره درته وښيي* او څو تا په يوه ځواکمنه مرسته پياوړي کړي * همدغه (الله) دی چې د مومنانو په زړونو کې يې ډاډ واچوه، څو له خپل ايمان سره(نور)ايمان زيات کړي د اسمانونو او ځمکې لښکرې دالله دي،او الله پوهېدونکی،حکمت لرونکی دی* څو هغه نارينه او ښځې چې ايمان لري په داسې باغونو نباسي چې د هغو( تر ونو) لاندې ويالې بهېږي، او هلته به تل اوسېږي، څو له دوی څخه د دوی ګناهونه ورژوي او دا د الله په نزد يوه ستره بريا ده)) الفتح سورت
مسلمانانو وويل:
- الله او د الله رسول رښتيا وايې دا ستره فتح ده.
رسول الله _ﷺ_ مدينې ته راغی، لا ناست نه و چې ام کلثوم بنت عقبه بن ابي معېط ورمهاجره شوه، هغې په مکه کې اسلام راوړی و او د رسول الله _ﷺ_ له هجرت نه يې مخکې بيعت کړی و، خبره شوې وه چې رسول الله _ﷺ_ په بدر کې د ده د پلار په وژلو امر کړی و، خو د اسلام د نبي پر وړاندې يې کينه راپيدا نه شوه، پوهيدله چې نبي _ﷺ_ په حق دی او پلار يې په باطل دی، په خپل دين وفاداره پاتې شوه هغه دين چې زړه يې منلی او پرې ډاډه وه.
د مسلمانانو په اړه يې اوريدلي و چې حديبې ته رارسيدلي دي، نو د هجرت تلوسې له لاسه ونيوله او له مکې نه يې خپلو مسلمانانو ورڼو ته روانه کړه، خو هغه مهال حدېبې ته ورسېده چې رسول الله _ﷺ_ ترې کوچيدلی و، مشرکانو ته بېرته راستنه نه شوه په يواځې سر روانه شوه، له ډېر مزل نه يې پښې وپړسيدلې، خو د ستړيا پر وړاندې يې مقاومت وکړ، هر پل به هغه رڼا ته نژدې کوله چې له مدينې راپورته کېدله څو ټوله نړۍ روښانه کړي.
هغه د عثمان بن عفان مورعزيزه خور ده، کله چې مدينې ته ورسېده په دې اړه يې فکر هم ونه کړ چې د ورور کور ته لاړه شي، بلکې د رڼا سرچېنې ته يې مخه کړه د رسول الله _ﷺ_ کورونو ته ورغله، ام سلمه ته ورغله او په دې يې خبره کړه چې هغه مهاجره شوې او له دې وېريږي چې رسول الله _ﷺ_ يې بېرته واپس نه کړي.
کله چې نبي _ﷺ_ ام سلمه ته ورغی هغې خبر کړ ام کلثوم ته يې ښه راغلاست وواياست، وروڼه يې (عماره بن عقبه او وليد بن عقبه بن ابي معيط) پسې د شوې تړون پر اساس راغلل چې بېرته يې واپس کړي، کله چې نبي _ﷺ_ ته ورغلل ويې وې ويل:
- يا محمد په کړې ژمنه او تړون راسره وفا وکړه.
نبي _ﷺ_ ام سلمه ته ورغی له هغې سره ام کلثوم ناسته وه، هغه يې خبره کړه چې وروڼه يې پسې راغلي او له قريشو سره د شوې تړون پر بنسټ يې بېرته بوځي، د عقبه لور وويل:
- ای د الله رسوله، زه يوه مېرمن يم او مېرمنې کمزورې وي، نو ته ما بېرته کافرانو ته سپارې چې ما له خپل دين نه وباسي او زه زغم نه لرم.
رسول الله _ﷺ_ بېرته راووت حيران دی چې کافرانو ته يې وسپاري چې په فتنه کې يې وغورځوي او په دردونو زغم نه لري او يا يې خالي لاس رخصت کړي، هغه لا په دې فکر کې و چې جبرېل د الله کلام راوړه: ((ای مومنانو، کله چې ايمان لرونکې ښځې تاسې ته د مهاجرې په توګه راشي، دوی وازماياست، الله د دوی په ايمان باندې ښه پوه دی. کله چې مو دوی مومنانې وموندلې، نو دوی کافرانو ته بېرته مه لېږئ،نه دوی کافرانو لره حلالې دي او نه هم کافران د دوی لپاره حلال دي،او د دوی مېړونو ته هر هغه څه چې دوی مصرف کړي وي ورکړئ، تاسې لره ګناه نشته چې دوی نکاح کړئ، په دې شرط چې د دوی مهرونه دوی ته ورکړئ او هيڅکله کافرې ښځې ( د خپلو ښځو په توګه) مه ساتئ او هغه څه چې مو مصرف کړي وي ويې غواړئ او (کافران هم کولای شي) څه چې يې مصرف کړي دي وغواړي،دا د الله حکم دی، ستاسې ترمنځ حکم کوي،او الله پوهېدونکی، حکمت لرونکی دی* او که ستاسې له ښځو څخه ستاسې څخه کافرانو ته لاړې شي او ستاسې وار ورسيږي( د کار په پای کې تاسې ته برياليتوب تر لاسه شي) نو د هغو کسانو لپاره چې د دوی ښځې تښتېدلې دي، د هغه څه په اندازه ( د مهر په توګه) ورکړئ چې مصرف کړي يې دي. او له هغه الله څخه، چې پر هغه ايمان لرئ ووېريږئ.)) الممتحنه سورت ۱۰ـ۱۱ ایتونه
عمربن الخطاب ورننوت چې ام کلثوم وازمايې په الله يې سوګند ورکړ چې د مدينې لپاره نه ده راغلی،او په الله قسم که د ميړه له غوسې راغلې وي، او په الله قسم که په دنيا پسې راغلې وي او يا په کوم مسلمان پسې راغلې وي، او په الله قسم چې يواځې د الله او د الله د رسول مېنې راوستلې ده.
ام کلثوم سوګند وخوړ او د وروڼو هره هيله يې پرېکړه. دواړه مکې ته ستانه شول او قريش يې خبر کړل، هغوی په دې خوښ شول چې مېرمن دې ايساره کړي، ام کلثوم په مکه کې ميړه نه درلود، کله چې مدينې ته راغله رسول الله _ﷺ_ زيد بن حارثه ته واده کړه، دغه واده د مومنانو ترمنځ کومه ګردله راپورته نه کړه، ځکه تر دې د مخه نبي _ﷺ_ د خپلې ترور لور زينب بنت جحش خپل غلام ته واده کړه. او اسلام په دې سره هغه دود له منځه يوړه چې غلام ازاده ښځه نه شي واده کولی، او په نفسونو کې يې دا خبره وکرل شوه چې خلک يو شان دي عربي پرعجمي له تقوا پرته بله کوم برتري نه لري.
مسلمانانو ته امر وشو چې د کافرو مېرمنو سره واده ونه کړي، کله چې دغه ايات نازل شو نو مسلمانانو مشرکانې مېرمنې پريښودې، تر دې چې عمربن الخطاب دوه مېرمنې لرلې او دواړه يې پرېښودې يوه يې معاويه بن ابي سفيان او بله يې صفوان بن اميه واخيسته.
نبي _ﷺ_ ته د مسلمانانو مېرمنو يو ټولی له مکې نه راغی چې په دوی کې سبيعه بنت الحارث هم وه، خپل مېړه مسافر المخزومي ورپسې بېرته راغی، نبي _ﷺ_ ورته سوګند ورکړ او هغې قسم وکړ چې هغه له ميړه نه ده تښتيدلې او يواځې د الله او د الله د رسول د رضا په موخه يې هجرت کړی،نبي _ﷺ_ يې مېړه ته مهر ورکړ نو عمربن الخطاب په نکاح واخيسته. په مدينه کې يې هيڅ کومه مومنه مېرمن له مېړه پرته پرينښوده
دوام لري
