No-IMG

د حدیبې سوله - څلورمه برخه

قريش له دې بيعت نه خبرشول ووېريدل او په خپلو کې يې سلا مشورې شروع کړې، او هيله يې څرګنده کړه چې کاش ابوسفيان بن حرب په مکه کې وای، له سولې نه يې غوره لاره ونه موندله.

سهيل بن عمرو ته يې وويل:

 - محمد ته ورشه، سوله ورسره وکړه، خو په سوله کې به دا ماده هرومرو وي چې سږ دې لاړ شي او بل کال دې راشي.

سهيل بن عمرو راغی، چې کله نبي _ﷺ_ وليده ويې ويل:

 - ستاسې چاره اسانه شوه،خلکو خو د خپلوی لاره نيولی اوسوله غواړي، د قربانۍ مالونه وروباسئ او تلبيه ووايې کېدای شئ چې دا يې زړونه نرم کړي.

په عسکر کوټ کې د تلبيه اوازونه پورته شول، سهيل بن عمرو ، مکرزبن حفص او حويطب بن عبد العزی رسول الله _ﷺ_ ته راورسېدل، سهيل د رسول الله _ﷺ_ مخې ته ګونډې ولګولې او مسلمانان ترې چاپېره ناست دي، خبرې يې وکړي او پسې اوږدې يې کړې ،نبي _ﷺ_ ورته وويل:

 - زموږ مخه پرېږدئ چې طواف وکړو.

سهيل وويل:

 - په خدای نه غواړو چې سبا ته  په عربانو کې اوازه خپره شي چې په زور ور ننوتل.

بيا د سولې خبرې روانې شوې، کله چې يوې پايلې ته ورسېدل او يواځې ليکل يې پاتې شول عمربن الخطاب په ابوبکر صديق پسې ورغی او ورته يې وويل:

 - ای ابوبکره ايا رسول الله په حق نه دی؟

 - بلې په حق دی.

 - او ايا موږ مسلمانان نه يو؟

 - بلې يو.

 - نوبيا ولې ذلت په دين بدل کړو؟

 - وا سړيه دا د الله رسول دی موږ يې د نظر نافرماني نه شو کولی،  تر مرګه د هغه په نظر منګولې خښې کړه، په الله سوګند چې په حق دی.

 - او ده راته ونه ويل چې موږ به د بيت الله طواف کوو؟

 - بلې، خو ايا درته يې وويل چې سږ به طواف کوو؟

 - نه.

 - ته به هرومرو مکې ته ننوځې او طواف به کوې.

بيا عمر رسول الله _ﷺ_ ته ورغی او ويې ويل:

 - ايا ته د الله رسول نه يې ؟

 - بلې يم.

 - ايا موږ پرحق او دښمن پرباطل نه دی؟

 - بلې دی.

 - نو ولې په خپل دين کې دغه ذلت ومنو؟

 - زه د الله بنده او استازی يم  د هغه د امر مخالفت نه کوم او هغه مې نه ضايع کوي .

 - ايا تا راته ونه ويل چې طواف به کوو؟

 - بلې، ايا درته مې ويلي و چې سږ به تاسې طواف کوئ.

 - نه.

 - ته به هرومرو مکې ته ننوځې او طواف به کوې.

قريشو نه غوښتل چې رسول الله _ﷺ_ ته غوږ کېږدي، له هغې ورځې نه چې له حراء راستون شوی دی، د دوی د فشارونو او ګواښونو لاندې دی،او هغه ورته وايي چې دوی ته د الله له خوا راليږل شوی دی، خلکو شکنجه کړ،د ده ملګري يې وزورل او دېته يې اړ کړ چې مکه پريږدي او له خپل غلام زيد بن حارثه سره طائف ته لاړ شي، خو طائفوالو يې پښې په ډبرو وويشتلې او د طائف لاره يې په وينو مړه شوه.

هغه مکې ته د قريشو د يو مشر په پناه کې بېرته راننوت، په مکه کې ډېر پاتې نه شو، اړ شو چې مدينې ته پناه يوسي،هغه تر ټولو له خوږې زمکې نه هجرت کوي.قريش په دې هجرت خوښ نه شول، نو دمهاجرينو او انصارو پر وړاندې قريشو په جګړه لاس پورې کړ، د قريشو هيله دا وه چې خپل هغه قومي ووژني چې د دوی د پلرونو عقل ته يې سپکاوی کړی.

قريشو يې سرغوښت،خو نن ورځ ورسره ناست دي چې سوله ورسره وکړي، د نن او پرون تر منځ معجزه ناک توپير دی، او دا ستره بريا ده چې قريش يې د مدينې د مشر په صفت ومني، خو په خپل اسلام باندې غاوره مسلمانان د قريشو سره په دغه معاهده او تړون کې بريا نه ويني.

په شفاهي ډول دې ته ورسيدل چې مسلمانان به سږ مکې ته نه ورننوځي او په راتلونکي کال کې به اجازه ورکړل شي، او قريش به  ورته مکه درې ورځې خالي کوي چې دوی د بيت الله طواف وکړي، په تېکو کې له تورو پرته به نورې وسلې له ځانونو سره نه راوړي، او دواړه خوا وې به لس کاله اوربند کوي، که هرقبيله غواړي چې د محمد په تړون کې او ياهم د قريشو په تړون کې ننوځي عام اوتام اختيار لري.

رسول الله _ﷺ_ اوس بن خوله ته امر وکړ چې معاهده وليکي سهيل وويل:

 - ستا د تره زوی او د عثمان بن عفان پرته به يې بل څوک نه ليکي.

نبي _ﷺ_ علي بن ابي طالب راوغوښت امر يې ورته وکړ او ويې ويل:

 - ولېکه: بسم الله الرحمن الرحيم.

سهيل بن عمرو وويل:

 - زه دا کلمات نه پيژنم خو : باسمک اللهم ( اي الله ستا په نامه) ولېکه.

مسلمانانو وويل :

 - په الله که د بسم الله الرحمن الرحيم پرته بل څه وليکل شي.

مسلمانانو شور جوړ کړ، رسول الله _ﷺ_ وويل:

 -  وليکه باسمک اللهم.

نو ويې ليکل، بيا نبي _ﷺ_ وويل:

 - وليکه: دا هغه تړون دی چې محمد رسول الله او سهيل بن عمرو ترمنځ ترسره شو.

سهيل وويل:

 - په خدای که موږ پوهېدو چې ته د الله رسول يې، نو د بيت الله  نه به مو نه وې منع کړای او نه به مو درسره جګړه کړی وای، مګر خپل نوم او د پلار نوم وليکه.

رسول الله _ﷺ_ وويل:

 - که تاسې مې ونه منۍ،په الله چې زه د الله رسول يم.

بيا يې علي ته وويل:

 - (رسول الله) پاک کړه.

 - په الله سوګند که دې پاک کړم.

اسيد بن حضير او سعد بن عباده د علي کرم الله وجهه لاس ونيو او  ورته يې وويل چې محمد رسول الله وليکه او که نه زموږ او د دوی ترمنځ به توره پرېکړه کوي.

مسلمانانو شور جوړ کړ،غږونه پورته شول او ويل يې:

 - په خپل دين کې دا ذلت نه شو زغملی.

رسول الله _ﷺ_ ورته په لاس اشارې کولې چې غلي شئ، بيا يې علي ته وويل:

 - ماته يې وښايه.

هغه ته يې وښود، رسول الله _ﷺ_ په خپل لاس پاک کړ او ويې ويل:

 - وليکه: په دې  محمد بن عبدالله او سهيل بن عمرو پرېکړه وکړه چې لس کاله به اوربند وي، خلک به په امن کې ژوند کوي، يو پر بل به کار نه لري، او که د محمد له ملګرو نه څوک د عمرې او يا هم د حج په نيت راځي او د الله رضا يې موخه وي، د هغه سر او مال به په امن وي، او که د قريشو څوک مدينې ته راغی او مصر او شام ته  په ګټه وټه پسې تلو د هغه شتمني او وينه به خوندي وي او که  محمد ته هغه د خپلوانو پرته څوک راغی نو محمد به يې بېرته ورسپاري،او که د محمد کوم ملګری قريشو ته ورغی، هغوی به يې نه ورسپاري

دوام لري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک