No-IMG

د حدیبې سوله - اومه برخه

(( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، خپل سفیر دحیه الکلبي قیصر ته لیږي، په فلسطین کې ورسره مخ کیږي، قیصر امر کوي چې د عربانو کوم څوک راغلي وي له بازاره يې راولئ، چې د دې پيغمبر په اړه ترې پوښتنه وکړم، ابوسفیان او حکیم بن حزام راولي، راځئ چې تر منځ یې کومې خبرې اترې کیږي))

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته راووت او ويې ويل:

 - زه الله پاک تاسې ټولو ته رحمت راليږلی يم، نو پر تاسې دې الله ورحميږي زما خبره منئ، او پر ما اختلاف مه کوئ، لکه څنګه چې حواريينو(مرستندويان) په عيسی بن مريم اختلاف وکړ.

ملګرو يې  وويل:

 - ای د الله رسوله حوارينو (مرستندويانو)څنګه په عيسې _صلی الله عليه وسلم_ باندې اختلاف وکړ؟

 - زما په څېر يې دعوت ورکړ، .کوم کار چې به ورته اسانه ښکاره شو اوږه به يې ورکړه او کوم کار چې به سخت و نو سر ته به يې نه رساوه.

 نبي _صلی الله عليه وسلم_ قيصر ته ليک واستوه چې اسلام ته يې بلنه ورکوله ورته وويل شول:

 - ای د الله رسوله هغوی هغه ليک نه لولي چې ټاپه  شوی نه وي.

نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د سپينو زرو ګوتمه جوړه کړه، د ګوتمې نقش يې درې کرښې و محمد په يوه کرښه کې، رسول په بله کرښه کې او الله په بله کرښه کې. وروسته له دې چې ليک يې بشپړ کړ وېې ويل:

 - زما دا ليک به څوک هرقل ته ورسوي او جنتي به شي؟

دحيه الکلبي رامخکې شو، ليک يې واخيست او بيا بصرې ته روان شو، ګورې چې عربان او روميان په بازار او کوڅو کې ګډوډ ګرځي. هرقل په فارس کامياب شوی و او د خپل نېولی شوې نذر په اساس بيت المقدس ته پلی راغی.نذر يې منلی و که الله په فارسيانو بريالی کړ، نو هرومرو به د بيت المقدس زيارت ته پلی راځي.

رومي باز په کورونو، دکانونو او حکومتي ودانيو رپېده، بازارونه په هغو سوداګريزو غوټو ډک وو چې له قسطنطنيې، مصر، سوريې او يمن څخه راغلې وې،ابوسفيان بن حرب، حکيم بن حزام او د قريشو مشرانو هغه عطرونه او خوشبويانې پلورلې وې چې په ژمني سوداګريز سفر کې يې له يمن څخه راوړې وې، اوس په غزه کې په غنمو، شرابو، وريښمو، د سرو او سپينو په لوښو راټول شوي وو.

دحيه الکلبي د غسان ملک حارث ته روان شو او د قيصر د ليدو لارې چارې يې ولټولې، نو هغه ورسره عدي بن حاتم  واستوه چې قيصر ته يې بوځي دواړه لوی قيصر ته چې په بيت المقدس کې و روان شول، کله چې د قيصر له سړو سره مخ شول دحيه ته يې وويل:

 - کله چې پاچا سره مخ شۍ نو په سجده ورته پريوځه او تر هغې خپل سر له سجدې پورته نه کړې څو چې هغه اجازه نه وي درکړي.

 - دا کار خو هيڅکله نه کوم او له الله پرته بل چاته سجده نه کوم؟

 - بيا خو دې ليک نه اخلي.

دوی په فکر کې شول يو تن ورته وويل:

 - زه به يو کار دروښايم ليک به دې واخلي او سجده به ورته هم ونه کړې.

 - دا څه کار دی؟

 - په هره دروازه کې ورته د کيناستو لپاره منبر جوړ شوی دی،خپله پاڼه منبر ته مخامخ کېده هېڅوک يې نه شي بېځايه کولی،تر دې چې هغه يې واخلي او بيا به درته غږ وکړي.

دحيه د تخت حوېلې ته چېرته چې هرقل شکايتونه ګوري ننوت، د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ليک يې منبر ته مخامخ کېښود ورته ځېر دی، کله چې قيصر راغی او تر شا يې لوی چارواکي راروان ول، ليک يې وليد راوايې خيست په لاس کې يې واړو راواړو په سر يې ليکل شوي و د عربانو ليک، د ليک خاوند يې راوغوښت دحيه الکلبي ورمخکې شو او ورته يې وويل دا د محمد رسول الله _صلی الله عليه وسلم_  نه لوي قيصر ته دی.

هرقل ترجمان راوغوښت، سړي ورته ليک ولوست او ورته ژباړي يې دحيه الکلبي د قيصر مخ ته ګوري او خپله ساه يې بنده کړې ده، کله چې ژباړن د ليک له لوستلو فارغ شو هرقل وويل:

 - د هغه  قوميان راته په ګوته کړئ چې پوښتنې ترې وکړم.

ابوسفيان بن حرب او حکيم بن حزام او د قريشو څه کسان په غزه کې وو، د قيصر عسکر پسې راغلل او نيغ يې بيت المقدس ته بوتلل، ګوري چې قيصر ناست دی تاج يې په سر دی او رومي لوړپوړي چارواکي ترې چاپېره دي، کله چې يې ولېده په سجده ورته پريوتل تر هغې يې سرونه پورته نه کړل څو اجازه ور نه کړل شوه .

قيصر خپل ژباړن راوغوښت او د نبي _صلی الله عليه وسلم_ د ليک  په لوستلو يې ورته امر وکړ ژباړن لولي:

 - بسم الله الرحمن الرحيم. د عبدالله زوی محمد نه د روم امپراطور هرقل ته، پر هغه چا دې سلام وي چې په سمه لار دی. اما بعد زه دې  اسلام  ته رابلم، مسلمان شه چې په امان شې، الله به دې اجر دوه ځله درکړي، که دې نافرماني وکړه نو د بزګرانو ګناه به پرغاړه واخلې، او ((ووايه: ای د کتاب خاوندانو، هغې کتاب ته راشئ چې زموږ او ستاسې ترمنځ شريک دب، (هغه) دا چې بې له الله څخه د بل شي عبادت ونه کړو او هيڅ شی ورسره شريک نه کړو او ځېنې زموږ(بې الله څخه) ځينې نور د خدايانو په توګه ونيسي، نو که ( د کتاب خاوندانو) مخ واړوه نو تاسې ووايې: پر دې شاهد اوسئ چې موږ مسلمانان يو)) 

قيصر خپل ژباړن ته وويل:

 - پوښتنه ترې وکړئ چې دې سړي ته چې په عربي خاوره کې يې د نبوت دعوه کړي ده څوک به نسب کې نژدې  دی؟

ابوسفيان وويل:

 -  زه ورته په نسب کې نژدې  يم.

 - څه دې کيږي؟

 - زما د تره زوی دی؟

 - رانژدې  شه؟

د هغه ملګرو ته يې امر وکړ چې شاته يې کېنئ، بيا يې خپل ترجمان ته وويل:

 - د ده ملګرو ته ووايې چې دا مې ځکه مخې ته کېناوه چې د دې سړي په اړه ترې پوښتنه وکړم کوم چې د نبوت دعوه يې کړې او تاسې مې ځکه شاته کينولۍ، که يې دروغ وويل رد يې کړئ. حکيم بن حزام يو له هغو څخه و چې شاته يې ناست و او هوډ يې وکړ که چېرته ابوسفيان دروغ وويل رد کوي به يې، د عبدالله زوی محمد يې د خوږې ترور مېړه دی، که زړه يې له هغې رڼا څخه ړوند دی چې د عبدالله زوی راوړې ده خو ضمېر يې دا اجازه نه ورکوي چې څوک دې د هغه په اړه دروغ ووايي او دا دې چوپ پاتې شي، ابوسفيان ووېرېده هسې نه چې کومه خبره دروغ وکړي، که چېرته يې له دروغو نه قوم نه خبريدلای او سبا ته پرې خلکو ملنډې نه وهلی نو د خپلې کېنې له مخې به يې پرې دروغ وراړولي و .

بيا هرقل خپل ترجمان ته وويل:

 - په تاسې کې د دې سړي نسب څنګه دی؟

 - هغه په موږ کې د ښه نسب څښتن دی.

 - ورته ووايه په تاسې کې  داسې خبره له ده پخوا چاکړې ده ؟

 - نه.

 - ورته ووايه مخکې له دې چې دا دعوه وکړي د خلکو په وړاندې مو کله په دروغو نيولی دی؟

 - نه.

 - په پلرونو کې يې څوک ملک تېر شوی دی؟

 - نه.

 - هوښيارتيا او نظر يې څنګه دی؟

 - هوښيار او د نظر څښتن دی.

 - مخور  يې ملاتړ کوي که کمزوري خلک؟

 - کمزوري خلک.

 - ډېريږي که کميږي؟

 - ورځ په ورځ ډېريږي.

 - کوم يو بېرته په خپله خوښه مرتد کيږي؟

 ـ نه.

 - که ژمنه وکړي خيانت پکې کوي؟

 - نه.او موږ ورسره اوس يو تړون کړی وګورو چې څه کوي.

 - جګړه مو ورسره کړې؟

 ـ هو.

 - ستاسې او د هغوی ترمنځ د جګړې ګټونکی څوک وي.

 - سر په سر وي، کله پرې موږ کاميابيږو او کله راباندې دوی کاميابيږي؟.

 - په څه شي درته امر کوئ؟

 - په دې راته امر کوي چې د يو الله عبادت وکړو او څوک ورسره شريک ونه نيسو، او د هغه څه عبادت پريږدو چې  زموږ پلرونو يې کاوه، په لمانځه، صدقې، زکات، او ناموس ساتنې باندې راته امر کوي، او په ژمنې او امانت ورکونه باندې راته امر کوي.

نو خپل ژباړن ته يې وويل:

 - ورته ووايه ما درنه د هغه د نسب په اړه پوښتنه وکړه تا وويل چې په موږ کې د ښه نسب څښتن دی او رسولان همدارنګه په خپل قوم کې ليږل کيږي، او درنه مې پوښتنه وکړه چې تر ده مخکې خو داسې دعوه چا نه وه کړی، تا وويل چې نه، که چېرته مخکې چا داسې دعوه کړی وای، نو موږ به ويلی وای چې د پخوانۍ وينا تقليد کوي، او درنه مې وپوښتل چې مخکې کله په درواغو تورن شوی، تا وويل چي نه، زه پوه شوم چې په خلکو دروغ نه وايې نو په الله به څنګه دروغ وتپي، درنه مې وپوښتل چې په پلرونو کې يې څوک ملک تېر شوی و، ودې ويل نه، که چېرته په پلرونو کې يې ملک تېر شوی وای نو ويلي به مې و چې سړی د خپل پلار ملکي غواړي،درنه مې پوښتنه وکړه چې مخور يې تابعت کوي که کمزوري ودې ويل چې کمزوري او دا د رسولانو اتباع دي، درنه مې وپوښتل چې زياتيږي که کميږي ودې ويل چې زياتيږي او ايمان هم داسې دی،څو چې بشپړ شي، درنه مې وپوښتل چې څوک  يوځل دغه دين ومني بيا بېرته په خپله خوښه مرتد کيږي،ودې ويل نه. او ايمان همدارنګه دی کله چې زړه ته ننوځي بيا پرې خوشالي ترلاسه کيږی او هيڅکله يې نه پريږدي، درنه مې وپوښتل چې  تاسې ورسره جګړه کړې ودې ويل هو ستاسې او د هغوی جګړه سر په سر وي کله تاسې بريالي کيږئ او کله هم هغوی بريالي کيږی. رسولان همدارنګه وي ازمايل کيږي او پايله د دوي وي، او درنه مې وپوښتل چې په څه شي درته امر کوي ودې ويل په لمانځه ، صدقه، پاک لمنۍ، په ژمنه وفا، او امانتدارۍ راته امر کوي، درنه مې وپوښتل چې خيانت کوي ودې ويل نه، او رسولان همداسې دي چې خيانت نه کوي ځکه چې دوی دنيا نه غواړي او دنيا په غدر خوړل کيږي نو زه پوه شوم چې نبي دی، زه په دې هم پوهيدم چې هغه راغلی دی خو دا ګومان مې نه کاوه چې په تاسې کې به راڅرګنديږي. او کومې چې راته تا وکړې او ريښتونې وې نو لرې نه ده چې زما د پښو لاندې ځای هم ونيسي.

هرقل يوه شېبه د فکر په ټال وزنګيده، هغه خبرتيا ورياده شوه چې نجوميانو ورته په داسې حال کې ورکړه چې سر تر پښو رپيدل: ستا پاچاهي به مختون (سنت کړای شوی) ولس نيسي . هغه ګومان کاوه چې دا به يهودان وي ډول ډول شکنجې يې ورکړې، هيڅکله يې دا په خوا خاطر کې نه ګرځېدله چې عربان دې همدغه ولس وي چې په لاس به يې د ده پاچاهي رانسکوريږي، عربان د دې جوګه نه و، خو که الله تعالی پرې د خپل رسالت لورينه نه وای کړې او له چټليو نه يې د شرف معراج ته نه وای خيژولي.

بيا قيصر په ډېره خاکسارۍ وويل:

 - که زه په دې پوه شم چې هغه ته ورتلی شم، نو ما به ډېر کړاو په سر ګاللی وای او ورغلی به وم، او که ورسره وای، نو د هغه پښو ته به مې ځان پريمنځلی و، له هغه نه به مې د کوم ولايت او منصب هيله هم نه کوله.

شا او خوا ته د ناستو خلکو اوازونه پورته شول او خبرې ډېرې شولې، ترټولو د قيصر وراره ډېر په غوسه شو، هغه ورځ ېي خپل تره ته وويل چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ليک ور ورسيد:

 - لومړی يې خپل نوم اخيستی او بيا يې ته د روم خاوند بللی، ګزار يې کړه.

هرقل  ډېر متدين سړی و دفارس په وړاندې يې بيت المقدس ته د سپيڅلې  صليب د بېرته راوړلو په موخه جګړه وکړه، دغه مبارک ښار ته له قسطنطنيې څخه دحج په موخه پلی راغی. نو خپل وراره ته يې وويل:

 - په خدای چې ته د کمزوري نظر څښتن يې، د هغه سړي ليک ګزار کړم چې لوي ناموس (جبريل) ورته راځي هغه د دې وړ دی چې لومړی خپل نوم وليکي! او رښتيا يې ويلي زه د روم خاوند يم  زه يې مالک نه يم خو ولي الله راته ايل کړي دي او که يې خوښه شوه پر ما به يې واکمن کړي لکه څنګه چې يې فارس په کسرا واکمن کړ.

تر ډېره دا مباحثه روانه وه ابوسفيان او ملګري يې نه پوهيږي چې څه وايې، بيا هرقل د دحيه الکلبي په اکرام امر وکړ او د ابوسفيان او د هغه د ملګرو په ويستلو يې امر وکړ. ابوسفيان او ملګري يې په داسې حال کې له ماڼې وتل چې شاته يې هم نه کتل نو قيصر خپلو خلکو ته وويل:

 - يا قوم تاسې په دې نه پوهيږئ چې تر قيامته به يو نبي راځي چې عيسی بن مريم يې خبرتيا راکړې تاسې هيله لرۍ چې دغه نبي به په تاسې کې راڅرګند شي؟

هغوی وويل:

 - بلې.

 - بس خو الله په نورو کې راڅرګند کړ او دا د الله لورينه او رحمت دی په هرچا چې يې وکړ.

ابوسفيان او ملګري يې له ماڼۍ نه ووتل چوپ روان دی ددوی دغه مناقشه يې په سرونو کې ګرځي هغه مناقشه چې د هرقل او د بني اميه  د مشر ترمنځ ترسره شوه ډېر حيران دي. حکيم بن حزام ته د خپلې ترور خديجې خبرې يادې شوې چې د خپل امين ميړه په اړه يې کولې د ورقه بن نوفل خبرې يې هم په وجدان کې شرنګيږي له خپله ځانه په پوښتنو شو: ايا له دې وېرې يې خبره نه باوروي چې د قريشو وياړنې به يې له لاسه ووځي؟ هغه د ندوې د کاله څښتن دی په مکه کې د لوړ مقام څښتن دی، ايا دغه ټولې وياړنې به قرباني کړي او د قريشو د مېرمنو د مشرې د مېړه متابعت به وکړي؟!

ابوسفيان خپل سر پورته کړ او ويې ويل:

- د ابن کبشه د زوی خبره ډېره لويه شوه. د ژيړ مخو بچو پاچا ترې هم وېريږي.

په زړه يې وخوړله چې ابوالقاسم به هرومروبريالی کيږي، غيرت يې په سينه نوکارې خښې کړې او سختې وېرې په سر واخيست.

دوام لري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک