د حدیبې سوله - دریمه برخه
سهيل بن عمرو او د قريشو مشران د کعبې سېورې ته ناست وو چې عثمان بن عفان د ابان بن سعيد بن العاص په بدرګه ورغی،کله چې يې ولېده سترګې يې پکې خښې کړي او په مخونو باندې يې له ژبو مخکې پوښتنې انځور شوي:
- ما پناه ورکړي څو د محمد پيغام ورسوي.
دعکرمه بن ابي جهل شونډې وريږدېدې، هغه سوله نه غواړي، هغه د رسول الله _ﷺ_ ،مهاجرينو او انصارو پروړاندې په جګړه ټينګار کوي، خالد د هغه لمانځه په اړه په فکر کې دی چې مسلمانانو په مازيګر کې وکړ، د ماسپخښين په لمانځه کې ده وويل: (( دوی ناخبره وو، که مو پرې بريد کړی وای زيانمن کړي به مو و،خو ولې يو بل داسې مونځ راځي چې هغه دوی ته د خپلو نفسونو او بچو نه هم ډېر خوږ دی)).هغه وخت راغی، خو ابوالقاسم خپلو ملګرو ته د وېرې لمونځ ورکړ، نو مشرکانو وويل: زموږ له پلان نه خبر شوي دي، له هغه وخت نه دغې وېنا د خالد وجدان را وکنست او د محمد بن عبدالله د ټولو خبرو په فکر کې شو، د بصيرت سترګو ته يې ځېنې حقيقتونه روښانه شول، نژدې وه چې د ابوالقاسم اسماني خبرې ريښتونی کړي.
عثمان بن عفان ورته د رسول الله _ﷺ_ پېغام اوروي او خالد ورته غوږغوږ دی، چېغې پورته شوې :
- محمد به هيڅکله هم مکې ته داخل نه شي.
دغه اوازونه يې زړه راتنګوي،او د عروه بن مسعود خبره يې په زړه کې شرنګيږي: ((اي قريشو زه د کسرا پاچاهۍ ته تللی يم، قيصر ته تللی يم، د نجاشي پاچاهي مې لېدلې ده، په خدای ما هېڅ پاچا په خپلو خلکو کې د محمد په څېر منل شوی نه دی ليدلی، او دا خلک يې هيڅکله يواځې نه پريږدي، تاسې خپل نظر راکړئ، تاسې ته يې ښه وړانديز کړی دی،دغه وړانديز يې ومنئ،زه تاسې ته نصيحت کوم سره له دې چې زه وېريږم چې تاسې به پرې کامياب نه شئ.)).
د خالد په نفس کې جګړه ونخښته، که د خپل عقل غږ ته غوږ کېږدي، نو په منډه به له مجلسه پاڅيږي او په ډک مجلس کې به ووايې چې دا هم د عروه بن مسعود په نظر دی او دا ظلم دی چې کوم انسان دې له بيت الله الحرام نه بند شي، خو د خپل عقل په غږ يې غوږونه کاڼه کړل، کله چې عثمان بن عفان د ابو القاسم له پيغامه فارغ شو، ابان بن سعيد بن العاص عثمان ته وايې:
- که ته غواړي طواف کولی شئ.
خالد عثمان ته ځېر شو، کله چې يې د عثمان دا خبره واوريدله:
- زه يې تر هغې نه کوم، څو رسول الله _ﷺ_ طواف نه وي کړی.
خالد بن الوليد بيا د اسلام او د اسلام د نبي په اړه په فکر کې شو،احساس يې کړه چې رڼاګانې يې په ذات کې راټوکيږي.
درې ورځې تېرې شوې او عثمان بن عفان د خپلې دندې نه راونه ګرځېده، مسلمانان وارخطا شول مهاجرين او انصار يو بل ته وايي، لکه چې عثمان باندې څه شوي دي، جد بن قيس انصاري و چې په جاهليت کې د بني سلمه مشر و، کله چې نبي _ﷺ_ مدينې ته هجرت وکړ، نبي _ﷺ_ بنی سلمه ته وويل:
- ستاسې مشر څوک دی؟
هغوی وويل:
- جد بن قيس دی خو ډېر شوم دی.
- او له شومتيا نه بله کومه خطرناکه ناروغي شته ؟
بيا نبي _ﷺ_ وويل:
- بلکې ستاسې مشر عمرو بن الجموح شو.
دجد بن قيس زړه په نفاق کې ډوب شو،په خوله به يې يوه اوپه زړه به يې بله وه، عبدالله بن ابي بن سلول هم موجود و،هڅه به يې کوله چې د مسلمانانو مټ کمزوری کړي او د رسول الله _ﷺ_ له خوا نه خواره شي، قريشو ابي بن سلول ته خبر وليږه:
- که دې خوښه وي نو راشه او خپل طواف وکړه.
عبدالله زوی يې ورته وويل:
- اي پلار جانه د الله په خاطر په هرځای کې مو مه شرموه، ته به طواف وکړي او رسول الله _ﷺ_ به طواف نه کوي؟!
د منافقانو مشر دغه وخت انکار وکړ او ويې ويل:
- تر هغې طواف نه کوم څو چې رسول الله _ﷺ_ طواف نه وي کړی.
پر مسلمانانو ځينې مشرکان تېر شول چې عمري ته روان و مسلمانانو وويل:
- موږ به د دې خلکو مخه ونيسو،څنګه چې هغوی زموږ د ملګرو مخه نېولې ده.
الله تعالی يې په اړه وويل: ((ای مومنانو دالله د شعايرو بې حرمتي مه کوئ،او نه هم د حرام د مياشتې، او نه د هغه څارويو چې د کعبې هديه وي او نه د هغې هديې او نه د قلادو(هغه چې پرغاړه يې د دروږو نخښه) وي، او نه هم د هغو کسانو (بې حرمتي کوئ) چې د بيت الحرام قصد يې کړی وي د الله فضل او خوښي غواړي او کله چې د احرام له حالته خلاص شوئ ښکار کولای شئ، او ديوې ډلې دښمني چې تاسې يې د مسجد الحرام څخه منع کړي ياست تاسې دې په دې ونه هڅوي چې تېری وکړئ،او په نېکۍ او ځان ساتنه (تقوا) کښې (يوله بل سره) مرسته وکړئ او په ګناه او ظلم کې مرسته مه کوئ او له الله ووېريږئ بې شکه چې الله سخت عذا ورکوونکی دی)). المائده سورت،۲ایت
هغوی يې پرېښودل چې بيت الله ته لاړ شي کله چې بلال د ماسپخښين اذان وکړ قبلې ته مخامخ ودرېدل،په رسول الله _ﷺ_ پسې په لېکو کې قبلې ته مخامخ ودريدل ، کله چې لمونځ خلاص شو، سېورو ته روان شول،رسول الله عليه السلام د کېلې ونې سېورې ته وغځېد، يو سړي رامنډې وهلي او ويل يې:
- عثمان ووژل شو.
رسول الله _ﷺ_ له خوبه راويښ شو او ويې ويل:
- تر هغې نه ګرځو چې د دې خلکو سره مو معلومه کړي نه وي.
نبي _ﷺ_ خپلو ملګرو ته وويل:
- الله تعالی راته په بيعت امر وکړ.
خلک ناست وچې عمربن الخطاب راپاڅېد.
- وا خلکو تړون ته راشۍ جبرېل راښکته کړ، د الله په نامه راووځئ ،نبي _ﷺ_ د ونې لاندې ناست و چې خلک ورته راغلل، سر ته يې عبدالله بن مغفل ولاړ و،په لاس کې يې د کېلې څانګه وه د نبي _ﷺ_ نه يې دفاع کوله، ټول راغلل خو يواځې جدبن قيس رانغی د خپلې اوښې په تخرګ کې يې ځان پټ کړ!لومړی څوک چې له رسول الله _ﷺ_ سره يې بيعت وکړ سنان بن ابی سنان الاسدي و، خپل لاس يې د رسول الله _ﷺ_ په لاس کېښود او ويې ويل:
- په هغه څه درسره بيعت کوم چې ستا په زړه کي دي.
- او زما په زړه کې څه دي؟
- ستا په توره به ستا په مخکې تر هغې جګړه وکړم چې يا دې الله سوبمن کړي او يا ووژل شم.
ټولو خلک ورته وايې:
- په هغه څه درسره بيعت کوو په کوم څه چې درسره سنان بيعت وکړ.
نبي _ﷺ_ ورسره په دې بيعت وکړ چې له جګړې نه به نه تښتي، د عثمان له خوا نه يې په خپله بيعت وکړ خپل ښې لاس يې په کيڼ لاس کېښود او ويې ويل:
- ای الله عثمان د الله او د الله د رسول په چاره پسې وتلی دی زه له هغه نه بيعت کوم.
خلکو دهغو لسو کسانو په اړه چې د رسول الله_ﷺ_ په اجازه مکې ته ننوتلي وو د مړينې خبرې کولې کله چې شپه راوختله او محمد بن مسلمه د رسول الله _ﷺ_ د ساتونکي په څېر ودريد، قريشو پنځوس کسان د مکرزبن حفص په مشرۍ وليږل او دا هغه څوک و چې قريشو رسول الله _ﷺ_ ته راستولی و چې د راتلو لامل ترې وپوښتي، او نبي _ﷺ_ يې په اړه وويل: دا غدار سړی دی دوی د رسول الله _ﷺ_ د عسکر کوټ نه تاويدل چې محمد بن مسلمه ونېول يواځې مکرز په تېښته بريالی شو، نبي _ﷺ_ ته يې راوستل ټول يې بنديان کړل.
قريشو ته د خپلو کسانو د بنديتوب خبر ورسيد يوه ډله راغله او مسلمانان يې په غشو او کاڼو وويشتل،د مسلمانانو نه ابن زنيم په غشي ولګيد او مړ شو مسلمانانو ترې دولس تنه ژوندي ونيول .
له دې وروسته قريشو نبي _ﷺ_ ته د سهيل بن عمرو په مشرۍ پلاوی واستوه نو دوی پوه شول چې عثمان د لسو کسانو سره بندي شوی دی، مسلمانان د خپلو ملګرو په اړه ډاډه شول، او نبي _ﷺ_ بنديانو ته وويل:
- تاسې ته سهيل دا قومنده درکړې وه.
سهيل وويل:
- يا محمد ستا د ملګرو بندي کول او له تاسې سره جګړه زما او زموږ د نظر د څښتنانو نظر نه و، موږ چې کله خبر شو موږ پرې خوښ نه وو او نه پرې خبر وو دا زموږ د يو څو بېعقلانو کار وو، لومړی خو زموږ بنديان خوشې کړه.
- تر هغې يې نه پريږدم چې زموږ ملګري راخوشې نه کړئ.
- دا به وکړو.
سهيل قريشو ته خبر وليږه او هغوی عثمان او هغه لس تنه راخوشې کړل، مسلمانانو د عثمان استقبال ته ورمنډې کړې او ورته يې وويل:
- طواف دې وکړ؟
عثمان ورټل او ورته يې وويل:
- پرما مو ډېر بد ګومان کړی دی، قريشو خو بلنه راکړه چې له بيت الله نه طواف وکړم. په هغه ذات سوګند چې زما نفس يې په واک کې دی که يو کال پکې هم پاتې شوی وای او رسول الله _ﷺ_ په حدېبه کې وای نو ما به تر هغې طواف نه و کړی څو چې رسول الله _ﷺ_ نه وای کړی.
الله تعالی ايات نازل کړ: (( (ای رسوله) کومو خلکو چې له تاسره بيعت وکړ،هغوی په اصل کې له الله سره بيعت وکړ، د الله يد ددوی د لاسونو د پاسه دی، نو اوس چې څوک دغه ژمنه ماته کړي د هغه اوبال هم پر هغه دی او څوک چې پر هغه ژمنه چې له الله سره يې کړې ده ودرېد، نو الله به ډېر ژر هغه ته لوی ثواب ورکړي.)) الفتح سورت ، ۱۰ایت
