د حدیبې سوله - پنځمه برخه
( په دې برخه کې به ولولئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سولې ته څومره لیواله و، دا به هم درته جوته شي چې سوله له جګړې سخته وه، په سوله کې به له ډېر څه تيريږي، یوازېیني هدف به دې سوله وي، خو صحابه دومره په غوسه دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر د یو څو شیبو لپاره معطل شو، دا به هم ولولئ چې مېرمنو د ژوند په هر ډګر کې د نارینو سره اوږه په اوږه خپل مسئولیت ادا کړئ، د ام سلمه مشوره وه چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ومانه))
رسول الله صلی الله علیه وسلم علي ته امر وکړ چې:
- وليکه: په دې محمد بن عبدالله او سهيل بن عمرو پرېکړه وکړه چې لس کاله به اوربند وي، خلک به په امن کې ژوند کوي، يو پر بل به کار نه لري، او که چېرته د محمد له ملګرو نه څوک د عمرې او يا هم د حج په نيت راځي او د الله رضا يې موخه وي، د هغه سر او مال به په امن وي، او که چېرته د قريشو څوک مدينې ته راغی او مصر او شام ته په ګټه وټه پسې تلو د هغه شتمني او وينه به خوندي وي، او که محمد ته هغه د خپلوانو پرته څوک راغی نو محمد به يې بېرته ورسپاري،او که د محمد کوم ملګری قريشو ته ورغی، هغوی به يې نه ورسپاري.
دا پر مسلمانانو لکه د تندر ولږيده او يې ويل:
- سبحان الله! دا څنګه کېدای شي چې موږ ته څوک مسلمان راشي بېرته به يې مشرکانو ته ورسپارو.
دغه ماده ورباندې سخته شوه، عمر په ډېر انفعال وويل:
- ای د الله رسوله ته اوس دا ماده ليکي؟ ته اوس په دې ماده خوښ يې؟
نبي _ﷺ_ مسکی شو او ويې ويل:
- که له دوی نه څوک موږ ته راغی او موږ ورته بېرته وسپاره، الله به پرې اسانتيا راولي او لاره به وروښايې او که چا له موږ نه مخ وګرځو، نو له موږ سره يې څه نه شته، بلکې د دوی لپاره ښه دی.
رسول الله _ﷺ_ او سهيل بن عمرو تړون ليکه چې ابو جندل بن سهيل بن عمرو مسلمانانو ته ځان راورساوه، زغره يې اغوستې او توره يې له تېکې کښلې وه، هغه مسلمان شوی و خو پلار يې بندي کړی و،کله چې خبر شو چې مسلمانان په حديبه کې دي، د زندان څخه وتښتېده. رسول الله _ﷺ_ ته راغی او د مسلمانانو په منځ کې يې ځان وغورځاوه، ورور يې عبدالله بن سهيل د مسلمانانو ليکو ته ورمنډې کړي، په غېږه کې يې ونيو او ښکلاوه يې، مسلمانانو ورمنډې کړی مبارکي ورکوي،کله چې سهيل خپل زوی ابو جندل وليد، ورپاڅېده او د ونې يو ازغن خاخ ته يې لاس کړي، ابو جندل يې پرمخ وواهه، تر دې چې مسلمانانو پرې وژړل، بيا يې له ګريوانه ونيو او ويې ويل:
- يا محمد دا لومړی سړی دی چې ته يې بايد ماته وسپارې، مخکې له دې چې دا راشي زموږ ترمنځ د تړون مسوده پای ته رسېدلې وه.
- ليک لا بشپړ شوی نه دی.
- نه زما او ستاترمنځ تړون شوی دی .
- رښتيا دې وويل.
سهيل خپل زوی قريشو ته راکاږي او هغه چېغې وهي:
- وا مسلمانانو مشرکانو ته مې ورکوئ چې له دينه مې بېرته وګرځوي! تاسې مانه وينې چې په ما څه کيږي؟
مسلمانانو د شکنجې اثار وليدل،فشار لاندې يې نېولی چې له اسلامه يې وګرځوي او رسول الله _ﷺ_ منلې ده چې قريشو ته يې واپس کړي، خلک بېخې زړه تنګي شول، نېږدې وه چې له ډېر تاسف نه يې زارې چاودلی وای، رسول الله _ﷺ_ وويل:
- يا ابوجندل صبر وکړه، هرومرو به الله تعالی تاته او ستا په څېر کمزورو ته د خلاصون لاره پيدا کړي، موږ د دې خلکو سره د سولې تړون وکړ او موږ يو له بل نه په دې باندې د الله ژمنه او عهد واخيست چې خيانت به نه کوو.
نبي _ﷺ_ سهيل ته وويل:
- ماته يې پناه راکړه.
- زه دا کار نه کوم.
- بلې ويې کړه.
- زه دا کار نه کوم.
مکرز او حويطب وويل:
- بس ستا په پناه کې شو، شکنجه کوو به يې نه.
حويطب مکرز ته وويل:
ـ د محمد د ملګرو په څېر چې له ده سره مينه لري بل څوک داسې نشته چې د خپل مشر سره دې دومره مينه ولري.
مکرز وويل زما هم دا نظر دی.
په دغه وخت کې عمربن الخطاب راپاڅېد او د ابوجندل په څنګ کې روان شو په بل څنګ کې يې پلار روان و چې مخې ته يې ټيل واهه، عمر، ابوجندل ته وايې:
- ابوجندله صبر وکړه،دوی مشرکان دي او د دوی وينه د سپي د وېنې په شان ده.
او د خپلې تورې موټۍ ورنژدې کوي، هيله لري چې توره به واخلي او خپل پلار به پرې ووهي، خو سړي په خپل پلار شومتيا وکړه.
ابوجندل مکې ته د حويطب او مکرز په پناه کې ننووت، سهيل راغی چې د سولې ليک بشپړ کړي نبي _ﷺ_ وويل:
- دشر دروازې به زموږ ترمنځ تړلې وي، نه به غلا وي او نه به خيانت وي،او که چا غوښتل د محمد په تړون کې ګډون وکړي نو ودې کړي.
د خزاعه قبېلې راټوپ کړې او ويې ويل:
- موږ د محمد په تړون کې ننوځو.
بنوبکر راټوپ کړي او ويې ويل:
- موږ د قريشو په تړون کې ګډيږو.
حويطب د سهيل په غوږ کې وويل:
- ماماګانو خو دې دښمني په ډاګه کړه، دا خو يې له موږ نه پټوله اوس د محمد په تړون کې ننوتل.
سهيل پوه شو چې خزاعه يادوي نو ورو يې وويل:
- دوی هم لکه د نورو غوندې دي،دا زموږ خپلوان دي،زموږ غوښه او وينه ده،که له محمد سره يوځای شول دوی دا کار په خپله د ځان لپاره غوره کړ نو موږ به څه وکړو؟
- موږ به يې پر وړاندې خپل ملاتړي بنوبکر غښتلي کړو.
- پام کوه چې بنوبکر درنه دا وانه وري، هغوی بدبخته خلک دي خزاعه ته به کنځل وکړي، محمد او ملاتړي به يې په غوسه شي او کړی تړون به مات کړي.
رسول الله _ﷺ_ وويل:
- او تاسې به موږ پرېږدئ چې طواف وکړو.
سهيل وويل:
- په خدای که دا ومنو چې سبا ته عربانو کې اوازه ګډه شي چې په زور ورننوتل او تاسې راتلونکی کال طواف کولی شئ.
نو ويې ليکل: او سږ کال به بېرته ګرځئ مکې ته به نه ورننوځئ، په راتلونکی کال کې به موږ له مکې وځو، له خپلو ملګرو سره به ورننوځئ او درې ورځې به پکې پاتې کيږئ، له تورې پرته بله وسله نه شئ راوړلی.
عمر باندې دغه مادې ډېرې سختې تمامې شوې، د رسول الله _ﷺ_ خبرې يې ردولې تر دې چې ابوعبيده بن الجراح ورته وويل:
- ای د خطاب زويه ته د رسول الله _ﷺ_ خبرې نه اوري چې څه وايې؟
په الله باندې له شېطانه پناه وغواړه.
لګيا دی په الله باندې له شېطانه پناه غواړي، تر دې چې رسول الله _ﷺ_ ورته وويل:
- ای عمره زما خوښه ده او ته ناخوښ يې.
رسول الله _ﷺ_ له سولې فارغ شو او ځېنې مسلمانان يې پرې ګواهان ونيول: ابوبکر، عمر، عثمان، عبدالرحمان بن عوف، سعد بن ابي وقاص، ابوعبيده بن الجراح، محمد بن مسلمه او د قريشو له خوا حويطب او مکرز و.
سهيل بن عمرو وويل:
- دا تړون ليک به له ما سره وي.
او رسول الله _ﷺ_ وويل:
- بلکې له ماسره به وي.
رسول الله _ﷺ_ واخيست، محمد بن مسلمه ترې سهيل ته يوه بله نسخه وليکله.
د ابوجهل اوښ چې د قربانۍ په مالونو کې راوستل شوی او په سر کې يې د سرو کړی وه، له حديبې نه وتښتېد، مکې ته ننوت او نېغ د ابوجهل کور ته ورغی، عمروبن غنمه الانصاري ورپسې ورغی، خو د مکې بېعقلانو د ورکولو نه انکار وکړ، څو چې سهيل بن عمرو ورته امر وکړ او بېرته يې ورکړ، او ويې ويل:
- که ترې نيسئ يې نو محمد ته يې په بدل کې د سلو اوښانو وړانديز وکړئ که يې ومانه نو اوښ ستاسې شو، او که يې ونه مانه نو ور يې کړئ .
هغه ته يې وړانديز وکړ رسول الله _ﷺ_ ونه مانه او ويې ويل:
- که دا اوښ مې د قربانۍ لپاره نه وای راوستلی، نو سل به مې منلي وو.
د نبي _ﷺ_ ملګري له مدينې نه په داسې حال کې ووتل چې د فتحې هيله يې لرله، کله چې خبره په سوله پای ته ورسېده خلک له يوه چېلنج سره مخ شول، کله چې نبي _ﷺ_ وويل:
- پاڅېږئ مالونه قرباني کړئ او سرونه وخروئ.
هيڅوک له ځايه ونه خوځېدل بيا يې وويل:
- پاڅېږئ مالونه قرباني کړئ او سرونه وخروئ.
هغوی يې خبرې اوري، وينې يې،خو خبره يې نه مني، نو ويې ويل:
- پاڅېږئ مالونه قرباني کړي او سرونه وخروئ.
هېڅوک له ځايه ونه خوځيدل، رسول الله _ﷺ_ ام سلمه ته راغی ډېر په غوسه و تکيا يې ووهله هغې ورته وويل:
- ای د الله رسوله څه خبره ده ؟
- ام سلمه عجيبه خبره ده، دا خلک نه ګورې! زه ورته امر کوم او دوی يې نه مني، څو ځل مې ورته وويل: سرونه وخروئ مالونه حلال کړئ هيڅ يو ځواب رانه کړ خبرې مې اوري او رډې رډې راته ګوري.
- ای د الله رسوله مه يې ملامتوه د سولې په مادو کې چې تا په خپل سر کومه سختې منلي دوی يې وارخطا کړي او له سوبې پرته ګرځي،ای د الله نبي ووځه له چا سره خبرې مه کوه خپله قرباني وکړه، خپل سلماني راوغواړه او سر وخروه.
نبي _ﷺ_ چاکو راواخيست په خپله قربانۍ يې چاړه راکش کړه او سم له واره يې غږ پورته کړ:
- د الله په نامه او الله ډېر لوی دی.
بيا خپلې څرمني کيږدۍ ته ننوت سر يې لوڅ کړ او خراش بن اميه بن الفضل الخزاعي يې راوغوښت سر يې ورته وخروه.
کله چې خلکو وليد، پاڅېدل مالونه يې حلال کړل، يو بل ته کيناستل او نژدې وه چې له ډېره غمه يې يو بل وژلی وای، سرونه يې وخرول، ځينو سرونه وخرول،ځينو نورو کم کړل او ويل يې:
- کيدای شي چې له بيت الله نه طواف وکړو.
نبي _ﷺ_ وويل:
- الله دې په سر خرونکو مهربانه شي.
دوی وويل:
او ای د الله رسوله او کمونکي.
- الله دې په کمونکو هم مهربانه شي.
- ای د الله رسوله ولې دې يواځې په سرخرونکو ترحم وکړ او کمونکي دې ياد نه کړل.
- ځکه چې هغوی ونه زورل شول.
دوام لري
