No-IMG

د حدیبې سوله – لومړی برخه

د مدينې ساه د الله ستاينه وګرځېده، ساه اخيستنه يې اسماني وحې او ساه ايستنه يې د مخلوقاتو دپالونکي الله ستاينه او شکر وګرځېده.

اوريدا يې قران، او سترګې يې د اسمانونو او ځمکو د بديع او پيداکونکې ذات يخوالی، او زړه يې سپيڅلې رڼاګانې، د رڼاګانو رڼاګې شوې، سپيڅلی روح يې د ځمکې د خيرو نه پاک شو. وزرې يې وکړې او په دې وتوانيده چې د روحونو روح ته ورسيږي.

شپه په تور ټيکري کې د پوخ زاهد په څېر چوپه خوله ناسته وه، ټول وجود ويده و خو يواځې د مومنانو سترګې اسمان ته پاتې وې، ژبې يې پر دعا خوځېدلې،او زوړنه يې د الله په ياد ډاډه و، په دې پوه شئ چې زړونه د الله په ياد ډاډه کيږي.

 محمد _ﷺ_ په خپل کور کې ټوله شپه خپل رب ته په ولاړې او سجده تېروي خپل رب ته زارۍ کوي، سترګې يې له اوښکو ډکې دي، دا چې له دعا او عبادت نه فارغ شو خپلې بسترې ته لاړ، سترګې يې ويدې شوې خو زړه يې خوب نه پيژنده هميشه د پورتنې عالم سره په تماس کې و.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ خوب وليده چې خپله او ملګري يې مدينې ته خرولي او کم کړي سرونه ډاډه ننوتل، بيت الله ته ورننوت د هغې کونجيانې يې واخيستلې او د خپلو ملګرو سره يې د کعبې نه طواف وکړ، مخکې له دې چې بلال د سهار اذان وکړي مسجد ته روان شو، ډېر خوشاله ښکاريده، مکې ته ننوتل. له بيت العتيق نه طواف او د خپل ماشومتوب او زلميتوب د لوبغالو زيارت له ډېرو خوږوهېلو څخه و، په زړونو يې حرم، صفا،حجون او د مسلمانانو د قبرونو زيارت راورېده چې په مکې کې له هجرت نه مخکې مړه و، ای کاش چې د مجنې، ذي المجاز، عکاظ، زمزم، ابي قبيس، دار الندوه او د اسماعيل د ډبرې خيالونه بېرته راوګرځي، او ډېر ځله د هېلو په لېمو ګوري چې په خپلو لاسونو هغه بتان ماتوي چې د ځمکې پرمخ پرې لومړی کور او د توحيد مناره  چټله شوې ده.

 بلال د حفصې کوټې ته وخوت  د اسمان څنډې څاري  کله چې سهار راوخوت د مدينې په څنډو کې اذان  انعکاس وکړ او خلک د خپلو کورنو څخه  له لوړو او ژورو نه راروان شول چې په رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ پسې لمونځ وکړي.

 ابوبکر، عمر، عثمان او د مهاجرينو مشران مسجد ته راغلل، چې لمونځ ادا شو د مهاجرينو د ستنې ترڅنګ راټول شول،رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورسره په ورين تندي مخ شو، بيا په خپل ځای کيناست او د خپل ليدلي خوب کيسه  يې راپيل کړه، دوی ورته په ډېره تلوسه غوږ نېولی دی او په هغه څه چې الله ورکړي خوشاله دي، ټول په دې باوري شول چې سوبه نژدې ده، او ژر دی چې مکه ورته خپلې دروازې که په خوښه وي او يا په زور  پرانيزي.

د نبيانو خوبونه ريښتوني دي نبي _صلی الله عليه وسلم_ داسې خوب نه دی ليدلی چې تعبير يې د لمر په څېر روښانه نه وي راوتلی.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپل ملګري خبر کړل چې غواړي عمرې ته لاړ شي.زړونه له خوښۍ نه په ټوپونو شول او په څېرو دخوشالۍ نښې راڅرګندې شوې. سم له واره پاڅېدل چې د سفر تياری ونيسي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ خلک واستول چې عربان او شا او خوا مسلمان شوي کوچيانې قبېلې: غفار، مزينه، جهينه او اسلم، راټولې کړي،دغه کار يې د قريشو له وېرې وکړ،هسې نه چې جګړه ورسره وکړي او يا يې مخه ونيسي، په ډېرو باندې دا کار درون تمام شو او ويې ويل:

- ايا موږ داسې خلکو ته ورشو چې په مدينه کې يې په خپلو کورونو کې ورسره جګړه وکړه او د دوی ملګري يې ووژل اوس ورسره موږ جګړه وکړو!

نو دخپلې يو زرۍ خبره يې راپورته کړه، نو الله تعالی يې دغه بهانه درواغجنه کړه:"دوی داسې يو شی په خپلو ژبو وايې چې د دوی په زړونو کې نشته"

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وروسته له دې چې غسل يې وکړ، دوه زغرې يې واغوستې او په خپله قصواء اوښه دخپلې دروازې مخې ته سپور شو، ام سلمه،ام عماره، ام منيع او ام عامر الاشهليه ورسره راووتلې، مهاجرين او انصار ورسره هم راووتل، په مدينه يې نميله بن عبدالله الليثي وټاکه، دقربانۍ اويا مالونه يې له ځان سره روان کړل چې په دې مالونو کې د ابوجهل هغه اوښ هم و، کوم چې يې د بدر په ورځ غنيمت نيولی و.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ په ذي الحليفه کې خپلو ملګرو ته د ماسپخين لمونځ ورکړ، بيا يې خپله او ملګرو د احرام جامې واغوستې، ځينې مالونه يې نښاني کړل. وروسته نبي _صلی الله عليه وسلم_ ناجيه بن جندب ته امر وکړ، ددغه نوم ذکوان و، نبي _صلی الله عليه وسلم_ يې نوم بدل کړ.او ناجي(ژغورونکی) نوم يې وروسته له هغې ورکړ چې له قريشو نه يې ځان وژغوره، مسلمانانو په خپلو مالونو کې نښې وکړي او په غاړو کې يې ورته څرمنې ټوټه او يا هم زاړه بوټونه واچول چې معلوم شي د قربانۍ مالونه دي او خلک يې مخه ونه نيسي،اوه سوه خلک ول هرو لسو باندې يو د قربانۍ مال و، وسله ورسره نه وه، يواځې تورې وې چې په تېکو کې پرتې وې. عمربن الخطاب وويل:

 - اي د الله رسوله ته د ابو سفيان او دهغه د ملګرو څخه نه ډاريږې او د جګړې لپاره وسلې نه راخلې؟

 - زما نه خوښيږي چې عمرې ته دې له ځان سره وسله واخلم.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ په ذي القعده مياشت کې د عمرې لپاره  روان شو څو مکيانو او  شا او خوا خلکو ته ډاډ ورکړي  او په دې يې پوه کړي چې يواځې د بيت الله د ليدو او تعظيم لپاره راغلی دی.د مسلمانانو سره يواځې سل اسونه و چې د الله دښمن يې پرې ډارواه.د بدر په  ورځ يې يو اس درلود نو کله چې الله ورته امر وکړ چې د دښمن لپاره چمتو والی ونيسئ نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ د اسونو او د اسپورانو په روزلو بوخت شو، تر دې چې اوس مکې ته له دوه سوه مسلمان اسپورانو سره روان دی.

 نبي _صلی الله عليه وسلم_ عباد بن بشر له شلو اسپورانو سره د لښکر نه مخکې کړ، او بشر بن سفيان الکعبي يې مکې ته  په استخباراتي معلوماتو پسې واستوه څو د دښمن د تصميم په اړه خبر وي، مسلمانان په صحرا کې روان شول او د زړه له تله تلبيهات راپورته کېدل :

 - ای الله موږ دې بلنه ومنله، بلنه مو ومنله او ته کوم شريک نه لری او ټوله ستاينه او لورينه تا لره ده.

سېنې يخې شوې  او له سترګې نه اوښکې راوبهېدې، دوی بيت الله ته په لاره دي، الله پاک يې زړونه له شرک او بېلارۍ نه پاک کړي دي  او اوس يې د بيت العتيق  د طواف تلوسه، د صفا او مروی ترمنځ منډې، او د خپل نېکه اسماعيل چينه راغواړي چې خپله د مودو تنده پرې ماته کړي، په خوا خاطر کې يې نه ګرځېده چې قريش به يې د کعبې نه منع کوي ځکه چې له کعبې نه به هېڅوک نه منع کېدل، او کعبې ته به مواحد، نصرانيان او مشرکان يو شان راتلل.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ له خپلو ملګرو سره عسفان ته ورسيد، بشربن سفيان خبر راوړه او ويې ويل:

 - ای د الله رسوله قريش ستاسې د راتلو نه خبر شوي دي، احابيش،او ثقيف يې هم راجمع کړي دي،ښځې، او ماشومان راټول شوي دي د پړانګانو پوستکي يې اغوستي. په ذي طوا کې يې اړولي او د الله سره يې ژمنې کړي چې هېڅکله به دې کعبې ته پرينږدي،  خالد بن الوليد د خپلو اسپورانو سره په کراع الغميم کې کمين نيولی دی. د خالد بن الوليد اسپوران دوه سوه کسان وو د قبلې پلو ته په ليکو کې تيارسۍ ولاړ وو، عباد بن بشر ته يې امر وکړ د خپلو اسپورانو سره پسې ورغی او د خالد اسپوران يې په شا کړل، د ماسپخښين د لمانځه وخت راورسيد بلال اذان وکړ  نبي _صلی الله عليه وسلم_ قبلې ته مخامخ ودرېد او خلک پسې شاته په صفونو کې ودريدل کله چې يې رکوع او سجده وکړه خالد بن الوليد وويل:

 - که بريد مو ورباندې کړی وای دوی ناخبره وو، زيانمن کړی به مو هم وای، خو د يو بل لمانځه وخت راځي چې هغه دوی ته د خپلو نفسونو او بچو نه هم خوږ دی.

نو جبريل د ماسپښين او مازيګر لمانځه ترمنځ د الله پيغام راورسوه: ((او کله چې په ځمکه کې (قدم) وهئ (يون کوئ) نو پرتاسې کومه ګناه نشته که ( د څلور رکعتي) لمانځه ځنې (يوه برخه) لنډه کړئ،که مو وېره درلوده چې کافران به تاسې په فتنه کښې واچوي، بې شکه چې کافران ستاسې ښکاره دښمنان دي)) النساء سورت ۱۰۲

د مازيګر د لمانځه واخت راغی نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته د وېرې لمونځ ورکړ، ځينو مسلمانانو به سجده وکړه او ځينې نور به ولاړ و مشرکان به يې څارل نو مشرکانو وويل:

 - زموږ په پلان خبر شوي دي.

د قريشو خوځښت او حرکت په ډاګه کوله چې نه غواړي مسلمانان عمره وکړي نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلوملګرو ته مخ راوګراځاوه او ويې ويل:

 - ای خلکه مشوره راکړئ،که غواړي چې بيت الله ته ورننوځو نوکه چا مو مخه ونيوله جګړه به ورسره وکړو؟

ابوبکر وويل:

 -ای د الله رسوله ته د بيت الله په نيت راوتلی يې،نه څوک وژنې او نه جګړه غواړي، خو که چا مو مخه ونېوله جګړه به ورسره وکړو.

 - قريش دې خوار شي جنګونو وخوړل، څه کېدل که زما او د نورو عربانو ترمنځ يې لاره پريښی وای؟که هغوی زه له منځه وړی وای نو دوی خو هم داغواړي، او که الله پرې زه کامياب کړی وای نو اسلام ته به ډکې منګولې ننوتلی وای، او که دا يې هم نه کولی او جګړه يې کولې ځواکمن خو به وو؟ قريش څه ګومان کوي؟ په الله سوګند د هغه څه په سر ورسره تر هغې جګړه وکړم چې الله پرې راليږلی يم يا به يې الله په ټولو څرګند کړي او يا به پرې مړ شم.

بيا نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - ايا کوم سړی شته چې له دغې لارې مو پرته چې دوی پکې کمين نېولې په بله لاره بوځې؟

ناجيه بن جندب وويل:

 - ای دالله رسوله زه به دا کار وکړم.

نو په ډېره سخته لاره يې روان کړل په لاره روان وو چې ډېر زيات ستړي شول، کله چې ترې ووتل او دا لاره ورته ډېره سخته شوې وه نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - ووايئ:  د الله نه بخښنه غواړ او الله ته راګرځو.

د مسلمانانو اوازونه په استغفار پورته شول، نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - په الله چې دا هم هغه  حطه ( د بخښنې کلېمه) وه چې بني اسرائيلو ته وړاندې شوه خو هغوی ونه ويله .

بني اسرائيلو ته وويل شول: (( خو د سجدې په حال کې په دروازه ننوځئ او ووياست (ای ربه موږ ته ګناهونه وبخښه) .))  ـالبقره سورت ۵۸

نو دا يې بدله کړه او ويې ويل: غنم په الله يې جرات وکړ او ملنډې يې ووهلې.

خالد بن الوليد تر هغه ورباندې خبر نه شو څو چې دې ځای ته راکوز شول  په منډه يې ځان قريشو ته ورساوه ، نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته امر وکړ چې  داسې لاره ونيسي کومه چې حديبې ته وتلې وي،مسلمانان د حرم بريد ته ورسيدل څوګامه وروسته به د حرم په خاوره چې مارغان پکې هم خوندي دي پل کېږدي، په رګونو کې وينه په جوش راغله،دتکبير او تهليل اوازونه پورته شول او زړونه ودرزيدل، مهاجرين د تلوسې احساساتو وروسته له دې څخه له نړۍ نه پټ کړل،چې دهغې خاروې وږمې يې تر مشامه راغلې،په کومه خاوره چې يې د لومړي ځل لپاره سترګې پرانيستې وې،هغه خاوره لکه د مور غوندې چې ورپسې نخښتې و خو ظالمانو ترې په زور وويستل،په ناحقه يې ترې وويستل دا يې ګناه وه چې ويل يې زموږ پالونکی الله دی(( که الله خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو ټول هغه ځايونه به ونړيږي چې د الله نوم پکې ډېر يادېږي،الله به هرمرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې( دالله د دين) مرسته کوي، الله ډېر ځواکمن، برلاسی دی.))الحج سورت ۴۰

نبي  _صلی الله عليه وسلم_ په خپله اوښه القصواء سپور او مسلمانان ترې چاپېره په خپلو اسونو اوښانو سپاره شول ،په ثنيه المرار باندې تېر شول  د حديبې سېمه ورښکاره شوه څو ميله لار پاتې ده چې له بيت الله نه طواف وکړي او ټولې هغې هېلې چې په خوب کې يې ليدلي سر ته ورسوي ،ګورې چې قصواء په ګونډو شوه  خلکو ورته رامنډې کړې او ويې ویل:

 - حل حل (( اوښ د پاڅولو غږ دی))

خو اوښه نه پاڅېده  خلکو ګومان وکړ چې ستړې شوې ده نو ويې ويل:

 - قصواء درنه شوې ده.

او ورته لګيا دي:

 -حل حل

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - نه پاڅيږي.

 - قصواء له پاڅېدو څخه ووتله.

 - ستړې شوې نه ده او دا يې عادت هم نه دی. خو هغه چا يې مخه ونيوله چې د فيلانو مخه يې نېولې وه.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ پوه شو چې الله تعالی  مکې ته د غوسې پرمهال له داخلیدو منع کړی دی،نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی،که قريش مې هر تړون ته چې په کې د الله تعالی د حرماتو عظمت او د خپلولۍ پالل وي راوبلي ورسره به يې ومنم.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک