د حدیبې سوله - دوهمه برخه
خالد بن الوليد خپل اسپوران په کراع الغميم کې تيارسۍ کړي و،او ګومان يې کاوه چې مسلمانان تر هغې نه شي کولی چې مکې ته ورسيږي څو يې د ده په اسپورانو کې لاره نه وي کړي او دا کار ناشونی و،ځکه چې مسلمانان تړلي احرامونه راغلي و،تورې يې په تېکو کې منډلې وې،که خبره خرابه شي, نو دغه تورې به هېڅ ګټه ونه کړي، خو کله چې مسلمانانو لاره چپه کړه او د لارې په ښې اړخ ثنيه المرار ته ووتل او يواځې د مکې نهه مېله فاصله کې و چې کمين نيونکو د لښکر دوړې ولېدې ، اوس د خالد سرتېرو ته په دې سېمه کې پاتې کېدل بې ګټې و، ځکه چې لښکر ترې تېر شوی وې، نو په منډه يې قريشو ته ځانونه راورسول او خبر يې ورکړ چې محمد د خپلو ملګرو سره حديبې ته راورسيد او حرم ته راروان دي.
ابوسفيان بن حرب، حکيم بن حزام او د قريشو ډېر مشران د بصرې په بازار کې د قريشو په سوداګرۍ بوخت ول، د مکې چارې يې سهيل بن عمرو ته سپارلې وې. خالد، سهيل، او د بني خزاعه مشرانو هر يو حويطب بن عبد العزی، بديل بن ورقاء، د عامر ورور مکرز بن حرب، د احابيشو مشر حليس بن علقمه، عروه بن مسعود الثقفي، بنو کعب او بنوعامر نظر ورکړ چې د محمد _صلی الله عليه وسلم_ او ملګرو پر وړاندې دې سخت مقاومت او غبرګون وښودل شي،د خزاعه مشر بديل بن ورقاء نظر ورکړ چې محمد _صلی الله عليه وسلم_ سره بايد له نژدې وليدل شي او پوښتنه ترې وشي چې له خپلو ملګرو سره مکې ته په څه پسې راغلی دی،د قريشو مشرانو د خزاعه مشر ته د شک په سترګه وکتل ځکه چې د خزاعه قبیلي مسلمان او مشرک به رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته په مکه او مدينه کې د قريشو د هرې توطېې په اړه خبر ورکاوه او قريش شايد په دې پوهېدل.
بديل بن ورقاء د خزاعه له څو تنو سره نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغی او هغه په حديبه کې و،ورته يې وويل:
- دحديبې له اوبو سره مې کعب بن لوی اوعامر بن لوی پرېښودل، له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره راوتلي دي، هغوی درسره جګړه کوي او بيت الله ته دې نه پريږدي.
نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- موږ د چا په مرګ او جګړه پسې نه يو راغلي، موږ د عمرې لپاره راغلي يو، قريش جګړو وخوړل او خواروزار يې کړل،که يې خوښه وي موږ به ورسره اوربند وکړو،موږ دې نورو ته پريږدي، که پرې کامياب شوم او بيا يې د نورو په څېر غوښتل دوی دې هم راشي او يا به بېغمه شي، په الله سوګند تر هغې ورسره په دې دين جګړه وکړم چې يا پرې ووژل شم او يا الله خپل دين کامياب کړي.
بديل ورته وويل:
- ستا خبره به ورورسو.
هغه پاڅېده او نيغ قريشو ته ورغی او ورته يې وويل:
- موږ اوس له دغه سړي(محمد) نه راغلو، د هغه خبرې مو واوريدلې، هغه يو څه وايې که مو خوښه وي تاسې ته به يې ووايو.
بېعقلانو يې وويل:
- د هغوی په اړه ستا سې خبرو ته هېڅ اړتيا نه شته.
او د نظر څښتنانو وويل:
- راته يې ووايه چې څه وايې.
د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خبره يې ورته وکړه او ويې ويل:
- هغه جګړې ته نه دی راغلی، بلکې د بيت الله زيارت ته راغلی دی.
هغه يې تورن کړ او په بد څه يې ياد کړ او ويې ويل:
- که د شخړې لپاره نه وي راغلی، نو په خدای که په زور ورننوځي او نه غواړو چې سبا ته د عربانو د پېغور شو، محمد غواړي چې د خپل لښکر سره عمره وکړي، عربان به وايې چې په زور ورننوتل او ترمنځ مو شخړو باندې ټول خبر دي ؟! په خدای چې ساه راپکې وې که داسې وشي.
بيا يې نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته د بني عامر ورور مکرز بن حفص ولېږه، نبي _صلی الله عليه وسلم_ چې ولېده، ويې ويل:
- دا دوکه مار سړی دی.
کله چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورسيد، او خبرې يې ورسره وکړي، نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته همغه خبره وکړه کومه چې يې بديل ته کړې وه، بېرته قريشو ته راستون شو او د نبي _صلی الله عليه وسلم_ پيغام يې ورته راوړه، بيا يې ورته د احابيشو مشر الحليس بن علقمه ولېږه، کله چې نبي _صلی الله عليه وسلم_ وليده ويې ويل:
- دا له داسې يو قوم څخه دی چې عبادت کوي او د خدايانو تعظيم کوي، مخې ته يې د قربانۍ مالونه وروباسئ چې ويې وګوري.
کله چې يې د قربانۍ مالونه د نښانو سره وليدل چې له ناوه راووتل او ډېره موده پرې اوښتې وه، خلک په داسې حال کې مخې ته ورغلل چې تلبيه يې ويله،ګردونه پرې پراته و او ويې ويل:
- سبحان الله! نده په کار چې دا خلک له بيت الله نه بند شي، دا هيڅکله نه شي کېدلای چې لخم، جذام، نهد او حمير قبیلې دې حج کوي او د عبد المطلب زوی دې ترې منع کيږي. د کعبې په رب سوګند چې قريش تباه شول، خلک خو د عمرې لپاره راغلي دي.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:
- بلې د بني کنانه وروره.
قريشو ته راغی او ويې ويل:
- ما دا سې څه وليدل چې منع کول يې روا نه دی، ما د قربانۍ مالونه وليدل چې نښانه شوې و او خوار شوي وو او خلک په ګردونو ککړ وو.
ورته يې وويل:
- ته يو کوچۍ سړی یې، کېنه په دې خبرو ته نه پوهيږې .
په دغه وخت کې حليس په غوسه شو او ويې ويل:
- وا قريشو په خدای ما له تاسې سره په دې تړون نه دی کړی او نه مې په دې درسره ژمنې کړې چې له بيت الله نه د حاجيانو مخه وګرځوم. په هغه ذات سوګند چې د حليس نفس د هغه په واک دی چې يا به محمد بيت الله ته پريږدئ او يا ټول احابيش په يوه غږ راټولوم.
احابيش د بني الهون بن خزيمه، بني الحارث بن عبد مناف بن کنانه او بني المصطلق ګډ ګروپ و، د مکې لاندې د غره په څنډه کې چې حبش نومېده له قريشو سره تړون وکړ چې ټول به د هغه چا پروړاندې په کلکه دريږو چې دوی ورسره دښمني وکړي تر هغې به دا تړون وي تر څو چې شپه په خپل ځاي، ورځ په خپل ځای او د حبش غر په خپل ځای ولاړ وي، نو د قريشو په احابيشو ونومول شول.
کله چې د قريشو مشرانو د احابيش د مشر غوسه ولېده نو ويې ويل:
- يا حليسه غلې شه، موږ بايد په دې اړه يو څه امتياز لاس ته راوړو.
بيا يې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته عروه بن مسعود الثقفي ولېږه، هغه چې د قريشو له خوا د بديل او د خزاعه رټنه وليده نو ويې ويل:
ـ يا قريشو ما خو ستاسې له خوا ستاسې د سفېرانو سپکاوی وليد چې تاسې ورته ډېرې ردې بدې وويلې، تاسې پوهېږئ چې زه زوی او تاسې پلرونه ياست - عروه د سبيعه بنت عبد شمس له نبېرې څخه و - و ما ستاسې لپاره خپل ټول قوم راټول کړ او راغلم.
- تا رښتيا وويل ته له موږ سره کومه دوسيه نه لري.
عروه راووت او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ورغی، مخې ته يې کيناست بيا يې وويل:
- يا محمده اوباشان دې راټول کړي او په خپله قبيله او کورنۍ کې دې ګډ کړی غواړې چې دانه دانه يې کړي پرې؟ يا محمده ته د خپل قوم بيخ او بنياد وباسې، تا له دې پخوا کله اوريدلې چې له تا پرته چا خپل قوم نېست او نابود کړی دی؟ او قريش د خپلو ښځو او بچو سره راغلي د پړانګانو څرمنې يې اغوستې دي او له الله سره يې ژمنې کړي چې په زور به مکې ته داخل نه شي، زه دلته داسې څېرې او هر رنګه خلک وينم چې تا به پريږدي او دوی به درنه وتښتي، او په خدای همدا خلک به دې سبا ته وشرموي؟
ابوبکر پرې غږ کړې:
ـ د لات په تېغي خوله ولګوه، ايا موږ به يې يواځې پريږدو؟
عروه په غوسه شو ځکه چې لات ښځينه بت د طائف خدای و او دا دثقيف مشر دی، دا يوه داسې خبره وه چې د دی او د ده معبود يې د پښو لاندې کړل نو په ډېر زړه تنګي غږ يې وويل:
- محمده دا څوک دی؟
- دا د ابو قحافه زوی دی.
عروه ابوبکر ته وويل:
- که ستا احسان پرما نه وای نو اوس به مې بدله درکړې وه.
عروه غوښتل چې ابوبکر ته د دغه خبرې په مقابل کې بده خبره وکړي،خو کله چې پوه شو چې ابوبکرالصديق دی نو غلی شو، ابوبکر په ده احسان کړی و او لا تراوسه يې د احسان پور وړی دی، عروه د ديت د خلاصولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه چا د يوه اوښ مرسته وکړه او چا د دوه اوښانو مرسته وکړه، خو ابوبکر د لسو ځوانو اوښو مرسته وکړه، بيا عروه د نبي _صلی الله عليه وسلم_ ږيره نېوله او خبرې يې ورسره کولې او دا د عربانو عادت دی چې له چا سره په مهربانۍ خبرې کوي نو ږيره يې نيسي.
مغيره بن شعبه يې په سر ولاړ و، زغره يې اغوستې وه،خول يې په سر کړی و،يواځې يې ترې سترګې ښکارېدلې،هغه عروه وينې چې د نبي _صلی الله عليه وسلم_ ږيره يې نېولې ده خو رسول الله دغسې نه کول، نو عروه به يې د تورې په موټې لاس ټيل واهه او ويل به يې:
- د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ له ږېرې نه دې لاس لرې کړه، مشرک سره دا نه ښايي.
عروه پسې مخ وګرځاوه او ويې ويل:
- تبا شې څومر سخت زړی يې،ای کاش زه پوه شم چې ستا په ملګرو کې دا څوک دی چې زه يې وزورلم؟په الله چې زه ګومان کوم له تا نه به بل شرارتي نه وي.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ مسکی شو او ويې ويل:
- دا دې وراره مغيره بن شعبه دی.
- اي غداره ! لا پرون مې هم ستا د غدر لمن په عکاظ کې ووينځله، او ثقيف سره مو دښمني تر قيامته په سر واخېسته.
مغيره له اسلام نه مخکې په ثقيف کې د مالک له ټبر نه د مصر په سفر کې دېارلس سړي وژلي وو او د هغوی شتمنۍ يې هم چور کړې وې، بيا مدينې ته راغی مسلمان شو، د مغيره په دې کار د دواړو قبيلو ترمنځ شخړه راپورته شوه، نو عروه د دېارلسو مړو ديت ورکړ او سوله يې وکړه.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ عروه ته وويل چې دوی يواځې عمرې ته راغلي دي او د جنګ نېت نه لري،عروه وليدل چې کله رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خبرې کوي دوی ټول چوپ شي او کله چې ترې يو وېښته هم وغورځيږي ورمنډې کړي او راوايې اخلي او د ډېرتعظيم له مخې ورته پورته نه ګوري، کله چې عروه قريشو ته راستون شو نو ورته يې وويل:
- اي قريشو زه د کسرا پاچاهۍ ته تللی يم، قيصر ته تللی يم د نجاشي پاچاهي مې لېدلې ده، په خدای ما هېڅ پاچا په خپلو خلکو کې د محمد په څېر نه دی ليدلی،.
او دا خلک يې هيڅکله يواځې نه پريږدي تاسې خپل نظر راکړئ تاسې ته يې ښه وړانديز کړی دی، دغه وړانديز يې ومنئ،زه تاسې ته نصيحت کوم سره له دې چې زه وېريږم چې تاسې به پرې کامياب نه شئ.
- يا ابو يفعوره دا خبرې مه کوه، دا کال به يې بېرته واپس کړو او بل کال دې راشي.
ـ خو زه وېرېږم ناڅاپي کومه ټکه درباندې ونه غورځيږي.
د لويو دوه کليو مشر دخپلو کسانو سره طائف ته وګرځېده چې قريشو يې په اړه ويلي وو ((ولې دغه قران د دغو دوه ښارونو په يوه لوی سړي نازل نه شو ؟))
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ خراش بن اميه الخزاعي راوغوښت،په خپل اوښ ثعلب يې د قريشو مخورو ته واستوه چې ورته باوري کړي چې د کوم هدف لپاره راغلی دی؟ نو عکرمه بن ابي جهل د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د اوښ ګېډه څېرې کړه، او خلکو غوښتل چې خراش ووژني خو احابيشو ترې وژغوره هغه بېرته راستون شو او نبي _صلی الله عليه وسلم_ يې له ټول جريان څخه خبر کړ.
قريشو څلويښت چريکان ور وليږل چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ په عسکر کوټ غلچکي بريدونه وکړي، خو دوی ونيول شول او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راوستل شول هغه وبخښل .
مسلمانان جګړې ته نه دي راغلي، بلکې د بيت الله زيارت ته راغلي دي، له ځان سره يې د جګړې وسلې نه دي راخيستې، او نبي _صلی الله عليه وسلم_ هر تن ته چې ده ته راغلی، ويلي چې دوی جګړې ته نه بلکې د بيت الله زيارت ته راغلي دي.
خراش بن اميه الخزاعی يې قريشو ته واستوه چې خبر ورکړي، دوی جګړې ته نه دي راغلي، خو قريشو د هغه اوښ وواژه او خراش ترې احابيشو وژغوره، که چېرته رښتيا يې هم په مکه باندې بريد کولی، نو د ده د اوښ وژل د جګړې لپاره تر ټولو ښه بهانه کېدلای شوه، خو هغه په خپله خبره کې ريښتونی دی، اراده يې وکړه چې قريشو ته د دوی د جاهليت د زمانې سفير عمربن الخطاب ور ولېږي او د خپلې موخې نه يې خبر کړي، عمر وويل:
- ای د الله رسوله،زه له قريشو ويريږم چې مړ به مې کړي، په مکه کې به رانه د بني عدي بن کعب يو تن هم ملاتړ ونه کړي او تاته د قريشو سره زما دښمني ښه معلومه ده، خو داسې سړی به درته په ګوته کړم چې هغه به له ما غښتلی وي : عثمان بن عفان.
بنو اميه د عثمان د تره زامن وو او په مکه کې يې خبره اوريدل کېدله، که عثمان مسلمان شوی دی او د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ د دوه لور ګانو سره د واده پر بنسټ د دوه رڼاګانوڅښتن شوی دی،نو قومي عصبيت د عثمان د وژنې اجازه نه ورکوي که نه ټول عمر به د بني اميه په لمن د پېغور داغ پاتې شي، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ عثمان بن عفان راوغوښت چې د قريشو مخورو ته يې وليږي او ورته ووايې چې جګړې ته نه دي راغلي يواځې د بيت الله زيارت او تعظيم ته راغلي دي.
او عثمان ته يې امر وکړ چې په مکه کې د مسلمانو مېرمنو کورنو ته ورشي او د سوبې زيری ورکړي او په دې يې خبر کړي چې نېږدې ده الله تعالي خپل دين په مکه کې راڅرګند کړي .
عثمان مکې ته روان شو، د رسول الله عليه السلام له ملګرو نه لس تنه رسول الله ته راغلل مکې ته د تلو او د خپلو کورنيوسره د لېدو اجازه ترې غواړي هغه هم اجازه ورکړه، عثمان ته د مکې غرونه ښکاره شول او د سپېڅلې خاورې وږمې يې تر مشام راورسېدلې،زړه يې له تلوسې نه ټوپونه شروع کړل، مخکې له دې چې مکې ته ننوځي له ابان بن سعيد بن العاص سره مخ شو هغه پناه ورکړه څو د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ پيغام ورسوي.
لومړۍ ورځ تېره شوه مسلمانان په حدېبه کې د عثمان سفارت څاري .
ځينو يې وويل:
- عثمان بيت الله ته ځان ورساوه او له موږ پرته يې طواف وکړ.
رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:
- ګومان نه کوم چې هغه دې طواف وکړي او زموږ مخه دې تړل شوي وي.
- او اې د الله رسوله نو څه شی به يې له طوافه منع کړي هغه خو ور رسيدلی دی ؟
- زما ګومان همداسې دی چې تر هغې طواف نه کوي څو موږ نه وي کړی، که دومره دومره کلونه هم پاتې شي تر هغه به طواف ونه کړي چې څو ما نه وي کړی
دوام لري
