تمدني تقابلات، د نړيوال نظم احتمالي تغيير او پکې د افغانستان موقعيت
داچې د تمدنونو ترمنځ جګړې حتمي دي؛ تر دې ځايه بايد د سامويل هانتينګتون سره موافقت وشي اما داچې ددې حتميت دلايل څه دي؛ دا د بحث ځای دی او تر يوه حده له فردي او ډله ييزو سلیقو، باورونو، فکرو او ایډیولوژیو څخه اغيز منلای شي. ولي داچې اوس نړيوال تمدني تقابل داسې دی چې يو اړخ ته لويديځ(د مسيحيت له پيکه رنګ سره ليبرال ډيموکراټيک تمدن) د حاکميت او تفوق له توغ سره او بل اړخ ته تقريباً د نړۍ پاتي نور ټول مدنيتونه د دفاع، ځان بسیاینې، ځان سنبالونې او چمتووالي او په دې وروستيو کې کله ناکله د بغاوت په حالت کې قرار لري او هر يو خپل راتلونکی له لويديځ سره په ټکر کې ګڼي او د وضعيت د بدلون هڅه کوي؛ نو ځکه خو د پروفيسور خورشید احمد هغه وينا چې لويديځوال تمدن په واقعيت کې يو استعمار، استکبار، وحشت او نورې نړۍ ته د نابودۍ ګواښ دی او بايد مقابله يې وشي؛ واقعيت او حقيقت ته قريب په نظر رسي او په وړاندي يې د نورو تمدني حوزو مقابله هم يو ضرورت.
که د نړۍ سياسي تاريخ او د جنګ جګړو اسباب مطالعه شي ؛ نو د نورو عواملو ترڅنګ به تمدني عامل پکې حتماً دخيل وموندل شي له همدې کبله زه ډاډه يم چې د يوکراين جګړه او د هغې ډيرې پخوانۍ پيش زمينې تمدني دي او کله چې يې له سياسي عواملو سره جوړجاړی راغی خبره تر ګرمې جګړې ورسيده.
له اسرائیلو سره د امريکا د ملګرتيا وروستنی تجدید، د چين او روسيې ترمنځ تفاهمات(د کنفسيوس او اسلاو ارتدکس نيژديوالی) او د اسلامي تمدن د يو محور په ځانګړې توګه د شيعي اسلام د مشرتابه په مقام کې له ايران سره د ملګرتيا مزي کلکول او پاکستان د بيلټ اينډ روډ په ستره اقتصادي پروژه کې په چين پورې تړل کيدل د پورته نيژديوالي درېیمه او څلورمه ضلعه تشکيلوي او دغه احتمالي ائتلاف د امريکا او ناټو په مشرۍ نړيوال يو قطبي نظم ننګوي.
په احتمالي تحول کې نور مهم نړيوال او سيمه ييز اکټران لکه اروپا له نويو او بعضا ننګونکو حالاتو سره مخ ده، آلمان اوس هم پر خپل اقتصاد تمرکز لري او په آسیا کې جاپان هم چې په عين وخت کې د آمريکا سره اقتصادي سيالۍ لري، سعودي په دې منځ کې لار ورکې دی او ترکيه د مصلحت سياست کوي.
اوس خبره داده چې په دې احتمالي بدلون کې د افغانستان مهم موقعيت څنګه او د چا په ګټه کارول کيږي؟ افغانستان د ختيځو مدنيتونو د نښلونکې ځمکې په توګه خپل اصلي کردار لوبوي او له يو ستر او تاريخي فرصت څخه د خپلې بقاء په لور ګټنه کوي، بيرته د لويديځوالو د پام وړ ګرځي او که د يو پټ تعامل په ترڅ کې د پخوا په څير يوځل بیا بوفر، خنثی او عندالضرورت د سياستونو او ځواکونو د معبر په توګه تعين شوی دی؟!
