چا چی په آمريکا باور کړی هغوی خراب شوي
آمريکايي مفکر جان میرشایمر وايې: چاچی په آمريکا باور کړی هغوی خراب شوي، پر آمريکا باور مطلق حماقت دی، تاسې وګورئ چې پر آمريکا د معمر القذافي د اعتماد پايله څه شوه[ معمر القذافي ټول عمر له آمريکا سره ډغرې ووهلې هيڅ زیان ورته ونه رسید بلکې ملي او سيمه ییز موقف يې لاهم ځواکمن شو اما کله چې يې آمريکا ته د تسلیمۍ سر ټيټ کړ د ليبيا په غربي کولو يې پيل وکړ، خپل دفاعي او نظامي ځواک يې اوبه کړ، داسې خراب شو چې تصور يې هم نه وو کړی] معمر القذافي پر آمريکا د اعتماد حماقت وکړ او ځان يې خراب کړ او موږ دغسي ډيري نورې بيلګې هم لرو.
د جان له دې خبرې سره بايد تر ډيره موافقت وشي، ځکه پر آمريکا د باور په پايله کې وړمه ورځ معمر القذافي او د ويتنام لاسپوڅي سياستوال، په پرون کې د افغانستان اشرف غني او ليبرال سياسيون، په نن کې د يوکراين زلينسکي او ممکن په سبا کې د جنوبي کوریا آمريکايي پلوه سیاسیون وي چې پر آمريکا د اعتماد کولو د حماقت په نتيجه کې هم خپله خراب شول/ کيږي او هم يې ملکونه.
خبره مې تر دې وکړه چې نړيوالې معتبرې رسنۍ راپور ورکوي چې آمريکا زلينسکي تر سخت فشار لاندي نيولی چې له روسيې سره خبرو اترو او سولې ته کيني او تر خپلو غوښتنو تير شي.
