No-IMG

چين د امريکا سره رقابت را وړاندي شوی او د آسیا د لاندي کولو په لټه کې دی

د شیکاګو پوهنتون د سیاسي علومو پروفيسور، د جوړښتي ريالیزم( Structural Realim) د مکتب مخکښ مفکر،  جان میرشایمر وايي: د سړې جګړې له ختم وروسته د امريکا د متحده ايالاتو په بهرني سياست کې لاندي دريو سيمو په ترتيب سره لومړيتوب لاره:

۱- اروپا چې د لويديځ اتموسفير او د ليبرال تمدن مهمه برخه ده او ناټو ترې جوړه ده.

۲- د فارس خليج چې د امريکا د صنعت ماشینري يې په تيلو چليده.

۳- ختيځه آسيا هلته چې چين د غوړيدا په حال کې وو.

اما اوس چې چين د امريکا سره له بالقوه رقابت نه بالفعل رقابت ته را وړاندي شوی او د آسیا د لاندي کولو په لټه کې دی؛ نو اړينه ده چې آمريکا د اروپا او فارس خليج پر ځای ختيځه آسيا او چين په لومړيتوب کې ونيسي.

دا يوازي د جان میرشایمر خبره نه ده بلکه اکثر رياليست مفکرين او حتی د ليبراليزم سرسخت پلوی او د انډيزم د نظريي مفکر پروفيسور فوکوياما هم په همدې نظر دی او د همدغه واقعيت پر بنسټ ده چې له ټرمپ وروسته آمريکا چين د خپل بهرني سیاست اصلي محور ګرځولی دی او هر حرکت يې په ډیر دقت سره څاري.

پاکستان چې د امريکا او انګليس په لمن کې را لوی شو او وغوړيد، حتی د همدوی تر ملاتړ لاندي د اټمي ځواک مجال ورته ميلاو شو، اوس اوس يې د آمريکا پر ځای چين ته لاس ورکړی کوم چې آمريکا ته په هيڅ صورت د زغملو وړ نه دی.

عمران خان چې د چين په دوستۍ کې لږ په جرآت سره مخکې ولاړ د آمريکا له لوري ووهل شو اما د آمريکا دا محاسبه چې د عمران خان ګوښه کيدل به د پاکستان - چین اړيکې کمرنګه کړي او ځايناستی حکومت به بيرته آمريکا ته مخ واړوي، ناسمه ثابته شوه، هغه ځکه چې چين پاکستان خپل ځان ته تړلی او د يو لوی اقتصادی شریک په توګه يې پرې پانګونه کړې.

تيره ورځ بايډن پاکستان د تروريسم ځاله او داسې ملک ونوماوه چې د خپلو اټمي وسلو د ساتنې ظرفيت نلري او له همدې کبله هر کله کيدای شي چې د پاکستان اټمي وسلې د نړۍ د تباهۍ سبب شي.

دا کومه کوچنۍ انديښنه/ بهانه نه ده، آمريکا پر پاکستان د مخکينيو فشارونو او حتی د حکومت له تغيير څخه نتيجه ترلاسه نکړه، ځکه خو داځل د يوې نوې ستراتيژۍ د تطبيق په لټه کې ده.

پاکستان د خپل بادار آمريکا له سخت قهر سره مخ دی، د اوکراين د جګړې يو اړخيزه کيدل به ددې قهر د اظهار عملي پيل وي، وکتل شي چې پاکستان داځل له کومې حيلې او نیرنګ سره ډګر ته وزي او څومره خپل ځان او خپلې ګټې ساتلای شي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک