خاونده مجبوري دې وای خو دومره ډيره نه
د هيوادوالو فقر او بد اقتصادي وضعيت سړی دومره اغيزمن کړي چې کله ناکله خو پخپل ديانت او عبادت هم ورته شک پيدا شي.
نن مې ددې مجبور ځوان ويډيو وليده چې څنګه يې د کافر فقر له لاسه پخپل شيرين وجود د اور لمبې بلې کړې وي او د ماشوم زوی په مخکې وريتيده او سويو کريغو يې آسمان ته ددې بدبختی ټولنې د نه ختميدونکو بدبختيو شکايت کاوه.
نورې ورځې به چې له جوماته راووتلم؛ د فقر لپاره اوږدو لاسونو به مې د وجدان غاړه کلکه کړه، خپل لمونځ او جماعت باندي به يې حيران کړم؛ خو نن ددې ځوان ويډيو د روژه ماتي له خونده هم محروم کړم، په داسې حال کې چې د سهار له اوو بجو د ماښام تر آذانه مې سخته ستړې،وږې او تږې ورځ هم شاته پريښې وه.
بس نو شاعر وايې:
خاونده مجبوري دې وای خو دومره ډيره نه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
