No-IMG

دا مطبوعات د کومو معيارونو له مخې خلک د بحث او نظر لپاره بولي؟

دا مطبوعات سر خوړلي د کومو معيارونو له مخې خلک د بحث او نظر لپاره بولي؟

په نوره نړۍ کې مطبوعاتو ته نخبه ګان، مفکرين، پروفيسوران او متخصصین بلل کيږي اما افغانستان کې چې چيرته کوم لوده وي؛ بله ورځ به يې د کارپوه، شنونکي او مبصر په نوم له تلويزیونه ګورې.

اصل کې دا ږغيدونکي ډير نه دي ملامت، ملامت يې دا ږغوونکي مطبوعات دي چې د کسانو په تشخیص او بلنه کې حداقل معيارونه هم په پام کې نه نيسي.

په دې ملک کې د خبرو لپاره سم وړ او په شرایطو برابر خلک شته چې اصولا باید هغوی و ږغول شي اما له بده بخته چې اکثر استادان او د نظر وړ کسان چې زه يې پيژنم رسنيو ته له تګ نه ځکه ښې خاطرې نلري او له تللو انکار کوي چې هلته په بحث کې د کوڅې کوم لنډغر ورسره کينول شوی وي چې نه سواد لري او نه هم اخلاق.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک