No-IMG

۱۰۳ کاله وړاندي په همدې ورځ يوه نیمګړې او د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده

نن د زمري د مياشتې ۲۸مه نيټه ده

يو سل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې( چې انګريز ډير ژر بیرته ترې نټه وکړه) په مقابل کې له نيم افغانستان څخه تير شو او رسما يې د یعقوب خان د ګندمک او عبدالرحمن خان د ډيورنډ پر تپل شويو معاهداتو د تاييد مهر و لګاوه، افغانستان يې په منځ غوڅ کړ او بس له هماغې ورځې وروسته بیا موږ ښه ورځ نه ده ليدلې او ليدل يې هم محال بريښي.

يوسل او درې کاله وړاندي په همدې ورځ يوه ناقصه، نیمګړې او سر تر پایه د افغان وطن په زیان معامله په اتمام ورسیده. امان الله خان له انګريز سره د افغانستان د سیاسي استقلال د يوې کاذبې وعدې( چې انګريز ډير ژر بیرته ترې نټه وکړه) په مقابل کې له نيم افغانستان څخه تير شو او رسما يې د یعقوب خان د ګندمک او عبدالرحمن خان د ډيورنډ پر تپل شويو معاهداتو د تاييد مهر و لګاوه، افغانستان يې په منځ غوڅ کړ او بس له هماغې ورځې وروسته بیا موږ ښه ورځ نه ده ليدلې او ليدل يې هم محال بريښي.

امان الله له انګريز سره په جګړه کې ملت يوازې پرېښود ، ماته يې وخوړه او  د يو مغلوب په توګه يې افغانستان غليم ته ور نيم کړ.

اوس ددې ستر، مشهود، ثابت او نه انکار کیدونکي واقعيت څخه عجيب انکار او تجاهل روان دی او ددې په ځای چې د پغمان ننګینې معاهدې ته د ګندمک او ډيورنډ په څير په بده وکتل شي، په وياړ ورته کتل کيږي او نمانځنه يې کيږي.

 زه د تاريخ د موثقو روايتونو د يو قايل په توګه د افغانستان په نيمايي کيدلو کې امان الله خان ته يعقوب خان او عبدالرحمن خان په مراتبو زيات ملامت ګڼم.

ډيره بده ده چې پوهنتون يې هم لوستی وي، هغه هم سياسي علوم اما له خپل ډير نيژدې تاريخ څخه دومره بې خبره وي چې يو متفق او بلا منازع واقعيت ورته کاملاً نا اشنا وي.

زموږ د ډيرو ستونزو اساسي عامل د لوستي کهول بیسوادي ده، موږ که په تجربي علومو کې خپل ضعف د ابزارو، وسايلو او امکاناتو په نشست سره توجيه کوو، په ديني او اجتماعي علومو کې خو داسې هيڅ بهانه هم نشته.

زموږ اکثر ملايان د دین او اکثر مکتبیان او پوهنتونيان د خپل مسلک له اساساتو هم نه دي خبر.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک