غني ښه وو که بد؟ د وخت ضیاع او د نفرتونو له ډيروالي پرته موږ ته څه نشي راکولای
نور په دې باندي بحث او يو بل ته کنځل کول چې: غني ښه وو که بد؟ د وخت له ضیاع او د نفرتونو او مخالفتونو له ډيروالي پرته موږ ته څه نشي راکولای.
کوم څه چې د اوس لپاره مهم او مفید دي، دادي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني کابل ته راشي او موجوده حکومت يې تضمين او استقبال وکړي، ددې کار ګټي دادي چې:
۱- ملي پخلاينه او سوله تضمينوي؛
۲- که څه هم تر وخت وروسته ده اما د نړۍ په يو شمير هيوادونو کې ورته تحولاتو او تاريخي يادداشتونو ته په کتو سره؛ دغني راتګ د طالبانو د واک او حکومت د کورني مشروعيت په احراز کې پریکنده رول لوبولی شي.
۳- د موجوده حکومت خلاف د شته بالفعل او بالقوه مخالفتونو په کمولو کې پوره رول ادا کولای سي.
۴- د غني او يو شمير نورو کسانو راتګ، د طالبانو په دريځ کې لږ نرمښت او پر سياسي او حکومتي موضوعاتو بحث او په حداقل کچه کې د نظر ورته والی او په ملي کچه نسبي اجماع رامنځته کيدل او په لومړۍ، دوهمه او درېیمه شميره کې ذکر شويو وړاندوينو ته په پام سره د حکومت نړيوال مشروعيت ته زمينه برابريږي او د طالبانو د پرحکومت د تک طالبۍ اتهام بلکې واقعيت ته د ټول ګډونتوب په لور مثبت بدلون ورکولی شي.
۵- په دې کې شک نشته او ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې غني د ولسمشرۍ وړ نه وو اما د غني زده کړو او کاري سوابقو ته په کتو هغه دحکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا او له نړۍ سره د تفاهم او اړيکو په برخه کې فوق العاده ښه مشاور او طراح جوړیدای شي او اساساً باید له هر شخص څخه د هغه د وړتيا او اغيزمنتيا په پيمانه استحصال وشي او باور دادی چې غني د حکومت لپاره په یادو برخو کې ښه همکار ثابتيدلای شي.
۶- د امارت بلنه او د غني راتګ په افغانانو کې د سیاسي بلوغ او مخالفت زغملو جوهر ثابتوي او دا هغه څه دي چې موږ ملت کيدنې ته نيژدې کوي او ددې هيواد په داخلي او بيرونيو دښمنانو سخت ګران تماميږي.
زه دغني د ټول حکومت پر مهال د هغه د سرسخت منتقد په حيث تمه لرم چې هغه خپل هيواد ته راستون شي او په دې نازکو حالاتو کې له خپلو ظرفيتونو او څه ناڅه پاتي اعتماد څخه ددې هيواد په ګټه کار واخلي.
