نړيوال به یو ځل بیا د جبل السراج، پېښور او د بُن کنفرانس په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي
دا يو ثابت واقعيت دی چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په اړه په بهر کې ترتیب شوې نړیوالې غونډې، ایتلافونه او تړونونه د هېواد په ګټه نه وو، بلکې دا ډول کړنې تل د بدبختیو او داخلي جګړو لامل شوي دي. دا به ښه وي چې افغانان له خپلو تېروتنو څخه زده کړه وکړي او خپلې کورنۍ ستونزې د کور دننه د مشورې په اصل حل او فصل کړي.
تاریخ په خپله نه تکراريږي، خو له بده مرغه دا ځينې کسان او مغروره اشخاص د هېواد او ملت حریف او رقیب ته په لوی لاس د تاریخ تکرارولو وسایل او فرصتونه برابروي.
تاسو په یاد ولرئ نړيوال به د تیر په څېر یو ځل بیا د جبل السراج، پېښور، د بُن کنفرانس او د دوحې تړونونو په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي چې ګواکې احمد مسعود خېلو، کرزي خېلو، او غني خېلو په ملتیا به د شمالي دروازې له لارې کابل ته د داخلیدو سناریو بیرته تکرار شي.
متأسفانه په افغانانو باندې د انګریزانو دا فورمول له دوه سوه کلونو راپه دېخوا په یو نه یو شکل عملي کیږي، خو له بده مرغه افغانان ترې عبرت نه اخلي. د قدرت او موقف وږي به یو ځي او بل به راځي، خو د هېواد ولسونه به د دوی د غلطو سیاستونو او ناسمو پاليسيو له کبله په اور کې سوزي.
