No-IMG

د کانونو د استخراج او پانګونې لپاره ځانګړي قوانین او معیاري سیستمونه رامنځته شي

د افغانستان ټول کانونه د هېواد ملي شتمني ده. لومړی باید د کانونو د استخراج او پانګونې لپاره ځانګړي قوانین او معیاري سیستمونه رامنځته شي. څو دا ممکن شي چې ګران هېواد مو د جګړو او داخلي اختلافاتو پر ځای د مثبت اقتصادي رقابت په بازار بدل شي.

که له نړیوالو شرکتونو سره د ااا سرپرست حکومت د کانونو قرارداد یوازې له هېواد څخه د خامو موادو د صادرولو په معنا وي، ښايي دا به د هېواد او ولس په ګټه نه وي. تر هر څه لومړی باید د دې هڅه وشي چې د خامو موادو پروسيس څنګه د هېواد په داخل کې ممکن، پلان او مدیریت کړو او په خپل هیواد کې د خامو موادو لپاره وسایل او فرصتونه برابر کړو او د دې تر څنګ خامو موادو لپاره نړیوال بازار په خپله پیدا کړو. موږ بايد نړيوالې ټولنې ته د دې فرصت ورنه کړو چې یو ځوک د تېر په څېر د ځينو افغانانو په مرسته په افغانستان کې د نشه يي توکو بازارونه ګرم کړي. داسې چې هر څوک به دلته خپل غير قانوني کړنو په ترسره کولو سره، مونږ يو وار بيا تاوانونو سره مخ او متضرر کړي، نو هیله مو دا ده چې هر څه ته باید ډیر هوښیار او متوجه واوسو.تا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالرشید

السلام علیکم :محترم ممتاز ورور ډیر ښه نظر دی ورکړی دی دا ستاسی دنظر مشابه نظریات دپیړیو راسی د کانونو په باره کی راروان دی ۵زره کلن تاریخ خوبه یوخواپریږدو د۱۷ بیړی راپه دی خوا چی په اروپا کی صنعتی انقلاب رامینځ ته شوی مونږ په دی تمه ناست یو چی چی دخامو موادو پروسس به څنګه په هیواد کی پلی شی ترځو مونږ وکولی شو دجاپان اوجرمنی سره سیال شو. په پښتوکی یومتل دی چی (کونډه دلیوره په تمه ناسته وه د جمله میړونو نه ووته) یومثال به یی زه درکړم د ننګرهار دخوګیاڼو اوشیرزادو په ولسوالیو کی واقع سپین غر دشوکاڼی (تلک ) ډیر لوی معدنونه لری دامعدنونه افغانی شرکتونو ته په قرار داد ورکول شوی وه دابه دغټو غټو ګټانو په شکل د پاکستان له لاری تر اروپا صادریدل یومقدار عواید ورڅخه لاس ته راتلل دکانونو مافیا مفکر صاحب ته نظر ورکړو چی داباید په داخل کی پروسس اوبیا صادر شی مفکر صاحب چی مجمع الکمالات او هرکاره وو ټول قراردادونه یی لغو کړل بیا دسره قراردادونه شروع شوه د مافیا غوا لنګه شوه د پروسس فابریکی څنګه جوړی شوی یو څو دکرش ماشینونه ولګول شوه غټ ګټان په کرش بدل دکرش دانتقال لپاره په پاکستان کی یوټنه پلاستیکی بوجي جوړی اوراوارد شوی دانتقال مصارف یی څو چنده نور هم زیات شوه تاسی ته پته ده چی دشوکاڼی پوډر ۸۰٪ د ارایش پد سامان په تولیداتو کی استعمالیږی که مونږ دی ته انتظار باسو چی مونږ لومړی نوموړی فابریکی راوارد کړو چه د ارایش مواد تولیدوی او وروسته ده شوکاڼی په استخراج پیل وکړو چی ډیره ګته تر لاسه کړو نو دابه هم دمس عینک په شان دبودیزم دڅو چاټیو او منګیو په نوم چی تاریخی اثار ګڼل کیږی دغه شان سرپټی پراته وی زمونږ اینده نسل به هم ورته خوشحالی کوی چه زمونږ بابا ګانو کانونه راته امانت ساتلی دی . دغه تبلیغات چی همیشه دغربی مافیا له خوا په لار اچول کیږی پریږدی امارت تشویق کړی چی نور هم ډیر کانونه استخراج اوصادر کړی کله چی مونږ په پښو ودریدو بیا به دپروسس خبری کوو یو دحاجی ګک د کان دپروسس لباره چی سرمایه برابره شوه افغانستان به دسیالانو سیال شی د حاجی ګک دپروسس سرمایه په څو ټنه جلغوزیو او څو کیلو زعفرانو یا پیازو او بانجان رومی په صادراتو نه برابریږی .هغه به د دغه کانونو له لاری برابریږی ؛موفق اوسی.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک