متأسفانه اسلامي امارت په داخل کې له خپل ملت سره په ډیرو خطرناکو ملي، اسلامي، اجتماعي، او سیاسي مسایلو کې ښکیل دي
متأسفانه ااا په داخل کې له خپل ملت سره په ډیرو خطرناکو ملي، اسلامي، اجتماعي، او سیاسي مسایلو کې ښکیل دي،
دا او دې ته ورته اوسنی حالت نه د افغانانو په ګټه دی او نه د ااا په خیر دی. بلکې دا هغه څه دي چې د اسلام او هیواد اصلي حریف او رقیب ډیر په اسانۍ سره ترې استفاده کولای شي.
او همدغه وضعیت په لوی لاس د نظامونو او حکومتونو د سقوط او د هیواد د اشغال لامل کیدی شي.
متأسفانه په هیواد کې ځمکنی حقیقت دا دی چې د افغانستان غوڅ اکثریت خلک د دې احساس او باور لري چې ااا هم په حکومتدارۍ کې پاتې راغلی او هم د اسلامي نظام په جوړولو کې بې ثباته او ناکام دی.
دا په دې مانا چې موږ د تیر په څېر یو ځل بیا په لوی لاس خپل طلائي فرصتونه له لاسه ورکوو او خپل اصلي دښمن ته په خپله زمونږ په چارو کې د لاس وهنې موقع په لاس ورکوو او دا هر څه چې روان دي د دښمنانو په ګټه به تمامیږي.
زمونږ دښمنان له موږ همدا غواړي چې زموږ نسلونه او عام خلک له هر څه نه محروم پاتې شي او د مجبوریت په اخيري حد کې د مظلومیت ژوند ولرو،
البته ډیر په سیستماتیک ډول مو په خپلو کې استعمالوي د یو او بل پر ضد هغه څه کوو چې هغه نه په اسلام کې جواز لري او نه په سیاسي پلوه کوم مشروع توجیه ورته لټولی شوو.
ښه په یاد ولرئ، زموږ اصلي دښمن افغانان په کراره نه پرېږدي، ترڅو چې خپل مشکل په خپله حل نه کړو، تر هغه به د خپل مینځي جګړې، اختلافاتو او ناخولو لړۍ به همداسې د تیر په څېر دوام لري او د مخنوي توان به نلرو.
زما په اند افغانان اوس هم د دې وخت لري چې په خپلو کې متحد شي او د دښمن توطېو ته په ګډه متوجه واوسي، د دې موقع ورنکړي چې موږ په خپلو کې په څو ټوټو تقسيم کړي.
موږ ټولو افغانانو ته په ځانګړي توګه د حاکم سرپرست حکومت (د ااا) مسئولینو ته وايو چې د دې مسئولیت او مکلفیت تاسو ته راجع کیږي چې ټول افغانان په یو واقعي اسلامي محور باندې راټول کړئ،
د متخصصينو او اهل افغانانو داسې بې طرفه او با صلاحیته محور او اجماع جوړه کړئ چې د اسلام په چوکاټ کې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او د همدې لاری سمدستي د ورورګلوۍ فضا رامینځ ته کړي.
د ملت او د اقتدار له انحصار باید ډه ډه وکړئ، هر څه د قران او د پیغمبر ص په اصولو او قوانینو کې باید مطرح او حل او فصل شي.
او بل په دې فعلي حالتونو کې د دې هڅه وکړو چې څنګه کولای شوو د هیواد او ملت اصلي دوست او دښمن په صحیح توګه تعریف کړو؟
او د دې توان او ظرفیت په ځان کې پیدا کړو چې څنګه د دوست او دښمن تفکیک وکړو؟
او په ضمن کې ټوله توجه او خپل امکانات او انرژي د هیواد او ملت اصلي دښمن په مقابل کې مصرف کړو، پرې نږدو چې دوی زموږ په داخلي مسایلو کې لاس وهنه وکړي او یا مو په خپلو وړو مسایلو کې مصروف وساتي.
په هر حال موږ یو ځل بیا ااا ته او خپلو با احساسه او با فهمه افغانانو وروڼو او خویندو ته وایو؛ اوس هم سرِ وخت دی راځئ د دې فرصت نه په سمه توګه استفاده وکړو، په داخل کې له خپلو افغانانو سره د اسلام په چوکاټ کې خپل اسلامي او ملي مسایل حل او فصل کړو.
افغانانو ته د اسلام په رڼا کې خپل حقه حقوق ورکړو، دې ته ئې مجبور نه کړو چې د هیواد او اسلام دښمنان د دوی له بې وسۍ او مجبوریت نه سوءاستفاده وکړي.
دغه او دې ته ورته کړنې او سپک چلند زموږ په اسلام کې او هم زموږ په ټولنه لویه ګناه او لوی جرم دی. خپلو نسلونو ته باید په ټولو مشروع امورو کې وده او پرمختک ورکړو، تر څو په اینده کې د خپل هیواد او ملت نماینده ګي په سمه توګه ترسره کړي او د نړېوالو سیال واوسي.
که څوک مسلمان او افغان وي او غواړي چې د افغانستان مشترک دښمنانو ستر پلانونه او توطئې شنډې کړي هغه باید د خپل مشترک دښمن په مقابل کې په یو صف کې کلک ودیږي او په ګډه مبارزه وکړي.
څو وکولای شو خپل ملت د پردېو له دسیسو نه وژغورو او په ضمن کې همدغه نظام په یو واقعي شرعي اسلامي نظام بدل شي ترڅو ټول افغان د دې احساس وکړي چې دا نظام زما ملکیت دی او د سر په بیه به د دې نظام ساتنه او ملاتړ کوم.
خپل مینځي کشمکش او اختلافاتو ته نور د پای ټکې کېښودل شي، د افغانستان راتلونکی چندان ښه نه ښکاري ښه به دا وي چې د هیواد او ملت اصلي دښمن ته متوجه واوسو او ټوله توجه مو بايد د هبواد اصلي دښمن په طرف واوسي.
«الله تعالی دې افغانانو حافظ او ناصر شي»
