د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده
د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۲۰ مه د جورج بوش اخطارنامه ئې هېر شوي،
("you are either with us, or against us" )
البته، د خبرداري او اخطارونو له امله د افغانستان او عراق په اشغال کې د امریکا او ناټو همکار او د دوی سره متحدین پاتې شول.
له بده مرغه ایران د وېرې او هراس له کبله هر څه د امریکا او ناټو په واک کې ورکړل. څو افغانستان په اسانۍ سره اشغال کړي د ایران لوړ پوړي چارواکي په خپله اعتراف کوي چې امریکا او ناټو د ایران په مرسته پر افغانستان او عراق باندی یرغل وکړو. که زموږ مرسته نه واې دوی داسئ په اسانۍ سره نه شوو کولاې چې افغانستان او عراق اشغال کړي.
عجيبه نه ده چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه ډیر په بې ایمانۍ سره د دې هڅه کوي چې د افغانانو د بریا او ميړانې کریډیټ ځان ته منصوب کړي.
حقیقت دا دی چې ایران د یهودانو په څیر هغه څه کوي چې د نورو په وژلو او وهلو سره خپل عزت او بریا ترلاسه کړي. خو زموږ باور دا دی چې د ظلم او بربریت دا لړۍ به خامخا پای ته رسېږي.
