امریکا او نړۍ کې عام خلک شپه او ورځ د اسرائيلو د ظلم په وړاندې په لاريونونو بوخت دي
په غزه کې د اسرائیلو د ظلم او بربریت له امله په امریکا کې د پوهنتونونو محصلین او عام خلک شپه او ورځ په فعالیتونو او لاريونونو بوخت دي.
د ویلو وړ ده چې د اسرائیلو مشران د دوی له فعالیتونو او حرکتونو له امله سختو ګواښونو او رواني ناروغیو سره مخ شوي دي.
په هر ځای کې عام خلک د اسراییلو د وحشت او بربریت پر ضد شعارونه ورکوي.
په غزه کې د اسراییلو د وحشت او بربریت په وړاندې د امریکا د خلکو غبرګونونه ورځ په ورځ زیاتیږي. ښايي دا حالت نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د غزې د مسلمانانو د مظلومیت او د هغوی د دفاع او ملاتړ په اړه د امریکايي پوهنتون د محصلینو او عامو خلکو احساس او د دوی خواخوژي د ستایلو وړ دی؛
افسوس پر هغو لاسپوځو غلامانو مسلمانانو، چې نه په خپله د دې جرائت او جسارت لري چې په خپله د مظلومو او بې وسو مسلمانانو د مظلومیت غږ اوچت کړي او یا ئې ملاتړ وکړي.
له بده مرغه نه بل څوک پرېږدي چې د خپلو مسلمانو وروڼو او خويندو دفاع او ملاتړ وکړي.
په هر صورت د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن په امریکا کې د پوهنتون محصلینو او ددعامو خلکو د غبرګون په اړه خبرې وکړې.
نتنیاهو وویل چې په امریکا کې د محصلینو او عامو خلکو دا ډول فعالیتونه او حرکتونه باید ودرول شي او که نه د دوی فعالیتونه او لاريونونه مهار او کنټرول نه شي، ښايي موږ به يو ځل بيا د تېر په څېر له يوه تاريخي بحران او ګواښ سره مخ شو.
له دې غونډې وروسته نتنیاهو سمدستي خپل نږدې ملګري د سعود کورنۍ ته وویل چې تاسو په امریکا کې د پوهنتون د محصلینو او عامو خلکو د حرکتونو، لارېونو او فعالیتونو په اړه فتوا صادره کړئ،
څو د پوهنتون محصلین او عام خلک له دې کاره ډډه وکړي. که دا لړۍ همداسې دوام وکړي او مخه یې ونه نیول شي، ښايي له لوی ګواښ او درد سر سره مخ شو.
عجیبه خو لا دا ده چې د اسلام تر نقاب لاندې هغه پټ مخي پردي پاله مفتیان او منافقین به اوس څه ډول احساس او تصور کا؟
