د ميوند محمد جمال لیکنی

عليپور څه پښتون نه دی چې د شپې په نا خبره په کور ورشي

په عربو کې أبو حية النميري يو له هغو خلکو څخه دی چې د هغه په نوم د بې زړه توب او ډارنتوب متلونه کيږي، وايي يوه شپه یې کور ته سپی ننوت، هغه او ښځه یې له ويرې لاس په توره له کوره را ووتل، غږ یې کړ، الله اکبر د خدای وعده حقه ده ، د ده چغه ګاونډيانو واوريده ټول چم را پورته شو او خلکو ترې وپوښتل څه کيسه ده ؟ هغه ورته وويل، زما يو پهلوان دښمن زما کور ته ننوتلی، بيا یې په لوړ غږ ور چغه کړه، که نر یې بېرون راووځه، که ته پهلوان یې نو زه د پهلوانانو پهلوان يم، او که څه خبر کول غواړي نو زه درته غوږ يم، په دې وخت کې سپی د خلکو په را ټوليدو او شور پوه شو نو له ويرې یې بيرون منډه کړه، ابو دحية له ډیرې ويرې له لاسه توره وغورځيده او په چالاکي یې وويل، الحمد لله چې خدای مې دښمن نه سپی جوړ کړ او زه یې له جنګ څخه وساتلم....
نور ولوله

د اسلامي نړۍ مشرانو او بعضو علماؤ ته د شیطان خط !

زما د اسلامۍ نړۍ حاکمو بچیانو، پیروانو او.بعضو علماؤ! دا خط مې ستاسو څخه د مننې او تشکر په پار لیکلی، که څه هم زما قلم عاجز دی چې ستاسو مننه وکړم خو دمره وایم چې: تاسو چې په کوم مهارت خپل هیوادونه ورانوۍ،  اسلام په یوه نه یو طریقه کمزوری کوئ، خپل هیوادونه مو په کومه طریقه وږي سوال او غربت خولې ته ورکوئ،   خلک مو په ورحي، اقتصادي او بې باورۍ کې اخته کړي نو د دې هر څه لپاره مو د زړه نه مندوی یم. زه مو منندوی یم چې د ښو او صالح خلکو او فکرونو پر ځای مو ماته لاسونه غوړولي، همدا تاسو یاست چې زما هیلې او امیدونو ته مو عملا جامه ور واغوسته،  همدا تاسو وۍ چې زه مو د خجالت،  شرمیدلو او نا امیدۍ نه وژغورلم،&...
نور ولوله

نشنلنيزم په منځنی اسيا کې - لومړی برخه

زه وايم. که نشنلیزم د حل لاره وای افغانستان کې به هر پښتنې قبيلې ځانته خپل بيل رهبر نه درلود. همدا اسلامي فکر دی چې خلک سره تړي او د ورورولی، مينې او اجتماعي ګډ ژوند توصیه ورته کوي. زه نشنلیزم ته له خپل فکره ګورم، نشنلیزم خپل هيواد سره مينه، خپل حق غوښتل خپلو خلکو ته خدمت کول خو بل ملت تر ځان ټيټ او سپک نه ګڼلو ته وايم، هر انسان فطرتا نشنلست وي، خو غربي نشنلیزم هيوادونه څه چې يو قوم لکه پښتون هم تيت پرک کوي، داسې لسګونه مثالونه شته لکه د هند پنجابيان د پاکستان په پنجابيانو ځان برتر ګڼي، يمنیان بيا ځان په نورو عربو اصيل بولي، جرمنيان ځان د اروپا مخکښان او لوړ بولي، همداسې د سکاټ لينډ خلک ځان ته اصيل انګريزان وايي او بريتانويان بيا اشغالګر او د ټيټې درجې خلک...
نور ولوله

اکسفورډ پوهنتون: د لسو کلونو څيړنو نه وروسته دې نتيجې ته رسيدلی چې ماشومان په خدای د ايمان درلودلو سره زيږيږي

رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام فرمايلي. هر ماشوم په فطرت سره (مسلمان) پيدا کېږي پلرونه یې بيا  يا يهودانوي، يا نصرانيانوي او يا مجوسيان ترې جوړوي. د اکسفورډ نړيوال پوهنتون پروفيسر جسټ باريټ د لسو کلونو څيړنو نه وروسته دې نتيجې ته رسيدلی چې ماشومان په خدای د ايمان درلودلو سره زيږيږي. هغه زياتوي، که يو ماشوم داسې ځای کې وزيږيږي چې هلته ورسره نور انسانان نه وي او دا ځانته او يواځې را لوی شي نو بيا هم په فطري توګه په يو خالق او پيدا کونکي ايمان لري . پو ه ليکنه او څيړنه د مشهورې نړيوال بريتانوي اخبار د ګارډين کې لوستلی شئ. ياده دي وې چې د پروفيسر کيسو ب...
نور ولوله

د افغانستان په لارو او کوڅو کې چا بمونه الوځول ؟

د امريکا په فوځ کې يوه ډله د جنرال جيمس سټيل لخوا په ۲۰۰۴ کې په يو نوي انداز ع، مهارت او د خاص هدف لپاره جوړه شوه . دغې ډلې يواځنی هدف په افغانستان، عراق او هغه هيوادونو کې د خلکو په منځ کې په لارو او کوڅو کې بمونه الوځول او د سر کسان وژل او ترور کول ول تر څو هغه خلک چې د امريکا د اشغال ضد دي د هغوی په اړه د خلکو احساسات را وپاروي او په ټولنه کې یې بدنام کړي او د خلکو ترې کرکه پيدا شي. دوی خپلو خاصو کسانو ته د دغه هيوادونو ژبه، کلتور لباس او نور اړين او مهم شيان ور زده او وښودل تر څو د خلکو په منځ کې د هغوی له جملی يو وښودل شي او په اسانی سره خپل هدف ته ورسيږي دوی د افغانستان او عراق څه کسان په پيسو واخستل او هغوی ته یې خاص تريننګ ورکړ ....
نور ولوله

د يوې ښځې د عزت په خاطر

رسول صلى الله عليه وسلم د بني قينقاع سر جنګ وکړ. د ښځې نه د دفاع په خاطر مرګ هم شهادت دی . د يوې ښځې په خاطر معتصم بالله تر سنده لښکر وليږه. په يوه ښځه باندې د تهمت او تور په خاطر الله عزوجل يو سړي ته اتيا دوري سزا وټاکله. او له دې وروسته بيا د تهمت تړونکي انسان شهادت هيڅ نه قبليدونکی دی . د ښځې لپاره تر څو هغه لکه ملکة په کور کې ناسته وي او د بچيو تربيت وکړي سړی مجبور دی چې روزي ورته را وګټي . او د ښځې د ښه اسوده ژوند په خاطر ميړه مجبور دی چې مهر ورکړي . سړيو ته د ښځو سره د ښه برخورد اخلاقو او سلوک امر شوی ....
نور ولوله

يهودي جنرال ايتان بن الياهو: امکان لري چې مسلمانان يو ځل بيا نړيوال حيران کړي

عمر بن الخطاب چې په کومه طريقه د روم او فارسي مجوسيانو امپراتورۍ په هغه تنګ وخت او کمزوري حالت کې څرنګه ړنګې کړې نو دا امکان لري چې مسلمانان بيا هم نړيوال حيران کړي . د يهودي جنرآل دغه خبرې د مشهور بريتانوي مستشرق هيميلټن ګيب دا خبر را ياده کړه، هغه ويلي ول، په اسلام کې تر ټولو حيرانونکي او خطرناکه خبره دا ده چې دا ناڅاپه، حيرانونکي او بغير د ظاهري اسبابو را څرګنديږي او نړۍ تر خپل واک او نفوذ لاندې په حيرانونکي توګه لاندې کوي يو ځای مې د يو بل مستشرق خبر لوستی وه هغه ويلي ول، مسلمانان دا نن هم کولی شي خپل تمدن هغسې په چټکۍ خپور کړي لکه مخکې یې چې خپور او نړۍ لاندې کړې وه، خو په دې شرط چې دوی بيرته هغه اخلاقو ته ور وګرځي چې د دوی نيکونو او اسلافو درلودل...
نور ولوله

انځور چې هر انسان پرې بايد فکر وکړي !

دا د مني په يو قطره کې په سترکو نه ليدونکی ژوندی حيوان چې د يوې ښځې په رحم کې هګۍ ته ځان رسوي او کوښښ کوي چې د هګۍ ديوال سوری او ور ننوځي.  دا هغه څه دي چې د بشريت عقل ورته حيرانيږي، هغه انسان چې، په سترګو ليدل کوي، په غوږونو یې اوري، په ژبه خبري کوي په پښو کرځي، ساه اخلي، فکر کوي او حرکت لري هغه يو وخت داسې يو کمزوری او په سترکو نه ليدل کيدونکې شی ؤ. هغه ستر کائن چې زمکه یې لټ په لټه کړې او نن په هوا کې د ژوند په څرک پسې وتلې هغه يو وخت د يو وړوکي چينجي نه په سلګونه کرته وړوکی او دومره کمزوری ؤ چې حتی په سترګو نشو لیدل کيدای خو د څو ورځو او ورپسې د څو مياشتو او اخر کې د څو کلونو وروسته ترې ، هټلر، سټالين، انسټاين، نيوټن جوړ شول حتی دا اوس په نړۍ کې د...
نور ولوله

امريکا کې د وړو انجونو واده

افغان سیکولران، فلسفیان او د انسانيت دعوه دار فيسلوکیان چې د نیوکو لپاره بل څه پیدا نکړي نو ګړپ په افغاني تولنه کې هغه شیان مخ ته کړي چې هغه په دې ټولنه کې د نشت برابر دي یا هم د غرب په پرتله د صفر برابر. دغه فلسفیان یا د ښځو مدافعین دلته د وړو انجونو وړول هم نیغ نیغ کوي حال دا چې د امریکا په یواځې نیویارک ښار کې چې څومره وړې انجوني واده شوي په ټول افغانستان کې ندي ودې شوی. خو دغه د فیمینیزم بې عقله یتمیانو ته نه امریکا ور یادیږي نه هم غرب بلکې د دوی اصلي هدف افغاني یا د مسلمانانو ټولنه سپکول او د هغوی پورې تمسخر دی. دوی وایي دا وحشت د نړۍ بل هیڅ ځای کې نشته چې یوه وړه او کم عمره انجلۍ دې واده شي خو دغه د عقل او علم یتیمانو...
نور ولوله

د فرانسې اقتصاد او افريقايي هيوادونه

داسې ليکنې افغانستان کې نه کيږي يا بيخي کمي دي . ډیری فکر کوي په نړۍ يواځې امريکا حاکمه ده او هيوادونه یې مستعمره کړي که څه هم دا خبر سمه ده خو دا نن ډیری نور هيوادونه هم شته چې هغوی نور هیوادونه مستعمره کړي او خزانې یې کاروي. په دغه هيوادونو کې بريتانيا او فرانسه هم مخکښ ځای لري . دا اوس چې زه دا کرښې ليکم تقريبا ۱۴ افريقايي داسې هيوادونه دي چې د فرانسې اشغال دي او دا څو لسيزې د هغه هيوادونو اقتصاد، سياست کانونه، زيرمې د فرانس په واک کې دي او هر څه یې غلا کوي . دا نن د افريقا ۱۴ هيوادنه په فرانسوي ژبه خبرې کوي او دا نن هم دغه څوارلس هيوادونه چې فرانسې اشغال کړي ول د فرانسې د اشغال ټول مصارف...
نور ولوله

اروپا د ښځوحقوق او مساوات ؟؟!!

یوه سر سري او لنډه کتنه : ایا پوهیږئ په اروپایي اتحادیة کې یواځې بريتاينا، جرمني، هسپانيا، ایټالیا او سویزرلینډ  هر کال ۴۰ بلیونه یا ملیارده ډالر د ښځو د جنسي اړیکو نیولو له تجارت نه تر لاسه کوي؟ ایا پوهیږئ د شرقي اروپا نه هر کال په لسګونو زره انجوني چې د هرې یوې قیمت د ۴۰۰ ډالرو نه زیات نه وي اروپا ته وړل کیږي او هلته بیا هره یوه په لسګونه زره ډالر خرڅیږي. ایا دا درته چا ویلي ول چې د ده ښځو په حمل او نقل کې د اروپا پولیس ښکاره لاس لري؟ ایا خبر وئ چې اروپا کې د ۱۳ کالو انجونو د جنسي تسکین لپاره خپل ځایونه لري چې د شرقي اروپا څخه راړول شوي . ایا دا مو اږریدلي ول چې په ۲۰۰۲ کې جرمني د سیکس یا جنسي تسکین د اسانۍ په خاطر قوا...
نور ولوله

واده که جنسي تیری

دلته د دیارلس، څوارلس او پنځه لس کلنۍ جلۍ سره نکاح او واده کول ظلم دی چې هغه هم کیدای شي  په لکونو بلکې حتی په ملیونو کې دوه یا ۳ واقعې را منځ ته کیږي خو په غرب کې بیا د لسو، یوولسو،  دولسو او دیارلسو کلنو انجونو سره جنسي اړیکې نیول ظلم نه بلکې دا فردي ازادي او تجارت دی. د اروپایي اتحادیې، ایمنسټي انټرنشنل او نورو مخکښو ادارو او څيړنيز مرکزونو د راپورنو په بنیاد په غرب کې څلویښت سلنه کم عمره انجونو سره جنسي اړبکي نیول کیږي او یا هم پرې تیری کیږي. هر کال په زرګونو واقعې ثبت کيږي چې د دولس کلنې يا ديارلس کلنۍ جلی باندې يو بوډا يا هلکانو جنسي تیری کړی. هر کال امنيتي اداري په اروپا کې د وړو انجونو د شمکل کيدلو راپورنه...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک