No-IMG

د افغانستان په لارو او کوڅو کې چا بمونه الوځول ؟

د امريکا په فوځ کې يوه ډله د جنرال جيمس سټيل لخوا په ۲۰۰۴ کې په يو نوي انداز ع، مهارت او د خاص هدف لپاره جوړه شوه .

دغې ډلې يواځنی هدف په افغانستان، عراق او هغه هيوادونو کې د خلکو په منځ کې په لارو او کوڅو کې بمونه الوځول او د سر کسان وژل او ترور کول ول تر څو هغه خلک چې د امريکا د اشغال ضد دي د هغوی په اړه د خلکو احساسات را وپاروي او په ټولنه کې یې بدنام کړي او د خلکو ترې کرکه پيدا شي.

دوی خپلو خاصو کسانو ته د دغه هيوادونو ژبه، کلتور لباس او نور اړين او مهم شيان ور زده او وښودل تر څو د خلکو په منځ کې د هغوی له جملی يو وښودل شي او په اسانی سره خپل هدف ته ورسيږي دوی د افغانستان او عراق څه کسان په پيسو واخستل او هغوی ته یې خاص تريننګ ورکړ .

پلان او هدف به د امريکا د استخباراتو په مرکز کې جوړيده او بيا به وخت په کلار او ډېر مهارت سرته رسيده .

په دې اړه ما په خپل کتاب امريکا د نړيوال تروريزم ځاله کې يو مفصل بحث هم لیکلی .

يادونه دا د مشهور ژورناليست او لیکوال جيريمي مستنده ډاکومنټري ده چې هغه په دې ډېر کار کړی او د ډرټي وار په نوم فلم یې هم پرې جوړ کړی .

د خلکو ترور او وژنه ډېر اوږده سابقه لري او ډېر پراخ او اوږد بحث دی او استخباراتي کړۍ دا کار په ډېر مهارت د خپلو اهدافو د حاصلولو لپاره کوي،.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک