د اسلامي نړۍ مشرانو او بعضو علماؤ ته د شیطان خط !
زما د اسلامۍ نړۍ حاکمو بچیانو، پیروانو او.بعضو علماؤ!
دا خط مې ستاسو څخه د مننې او تشکر په پار لیکلی، که څه هم زما قلم عاجز دی چې ستاسو مننه وکړم خو دمره وایم چې:
تاسو چې په کوم مهارت خپل هیوادونه ورانوۍ، اسلام په یوه نه یو طریقه کمزوری کوئ، خپل هیوادونه مو په کومه طریقه وږي سوال او غربت خولې ته ورکوئ، خلک مو په ورحي، اقتصادي او بې باورۍ کې اخته کړي نو د دې هر څه لپاره مو د زړه نه مندوی یم.
زه مو منندوی یم چې د ښو او صالح خلکو او فکرونو پر ځای مو ماته لاسونه غوړولي، همدا تاسو یاست چې زما هیلې او امیدونو ته مو عملا جامه ور واغوسته، همدا تاسو وۍ چې زه مو د خجالت، شرمیدلو او نا امیدۍ نه وژغورلم، زه نن دا خبر په جار کوم چې یو هوښیار شاګرد کولی شي چې په خوارۍ او کوښښ له خپل استاد نه مخکې لاړ او پرمختګ وکړي، چې تاسو یې تر ټولو ښه ژوندی او قوي مثال یاست!
ما یواځې جنګونه غوښتل، وینې بهول مې شوق ؤ د دوو ورونو ترمنځ جنګ مې ارمان ؤ، ایا همدا تاسو رښتوني او صادق بچیان نه وۍ چې جنګونو ته مو عملي جامه ور واغوسته، وینې مو وبهولې او جنګ مو خوښ او ژوند پرې تیروي او خوند ترې اخلئ .
ما ارمان درلود چې اسلام نړۍ کې بدنام شي خو زما دغه ارمان ته همدا تاسو فرمانبراداره زامنو او پیروانو عملي جامه ور واغوسته او اسلام مو د تروریزم په نوم نړۍ ته ور وپیژنده .
تاسو یاست چې زما د ستر بچي او ځای ناستي امریکا ته مو دمره پیسې ورکړئ چې که دا تاسو خپلو کې مصرف کړې وي نو د نړۍ تر ټولو قوي او غښتلی هیوادونه به همدا تاسو وئ.
زه مو منندوی یم چې تاسو د شپې تیاره کې په امریکا لعنت وایئ خو هر سهار یې ذکر او سجده کوئ.
مننه چې تاسو په ډیر مهارت ان په دمره.مهارت چئ زه ورته ګوته په غا یم د امریکا ضد تلویزونو کې غږیږئ خو په پټه د هغې په نوم نیت تړئ.
حیران یم چې تاسو دا فهم، عقل، هوښیارتیا اږو چالاکي له کومه نصیب شوې او زه ترې ولې محروم پاتې شوی یم.
زه مو د هغو کارونو مننه کوم چې تاسو سرته رسړولې او د هغه له وخته مخکې منندوی یم چې تاسو لا سرته ندي رسولي ځکه زه یقیني یم چې هغه کارونه به هم په ډیر مهارت سرته و رسوئ.
رښتوني بچیو! زه د خپلو کافرو بچیانو بریتانیا، فرانسه، امریکا، اسرائیل ... او ... په مخکې ډیر فخر کوم چې کله هغوی ماته وایې چې موږ دا او دا کار وکړ او زه ورته وایم چې، وشرمیږئ، شرمیدلو! تاسو هیڅ ندي کړي، تاسو باید کار کول د اسلامي هیوادونو له مشرانو زده کړئ ورشې او د هغوی لږه موده شاکردي وکړئ چا فریب، غلا، او .. او له هغوی زده کړئ.
که څه هم تاسو د ادام علیه السلام اولاده یاست خو تاسو د هغه پر ځای ماته ډیر ژمن او رښتوني یاست ځکه تاسو په خپلو زړونو کې یوه ذره رحم، انسانیت، اخلاق او ضمیر نلرئ نو تاسو بلا واسطه زما بچیان یئ او زه په دې فخر کوم.
زه مو نور وخت نه نیسم چون ستاسو وخت زما نه ډیر قیمتي دی دمره وایم چې، زه به هر څه خبر یم او تاسو هم له ما ښه پوهیږئ ځکه خو د خپل ملت او وګړو د وینو، قتل، ظلم، جبر، غلا او زیاتي ذره ذره او په شمار حساب درته معلوم دی.
اخري خبره دا کوم چې، په خپل کار کې نوره هم خواري وکړئ او مخکې لاړ شئ دا لږه لار چې پاتې دا هم په ډير مهارت و وهئ او رښتیا زما سلامونه، مینه، احترامات او پیرزوینې د جوماتونو خطیبانو، واعظینو او داعیانو ته و رسوئ او زما د نصحیت خبر ورته ټکې په ټکي وکړئ، هغوی ته و وایئ چې زه له تاسو ډیر خوشحال او ستاسو د لا نورې مرستې او رښتوني کار په تمه او امید یم.
