ميوند محمد جمال
د ميوند محمد جمال لیکنی
اروپا ټوله له روسيې سره يوې نوي لوبې ته ور داخليدونکې ده
ولې ؟
ځکه روسيې چې په اوکراين کې څه وکړل يا يې کوي له دې ستر لامل اروپا ته بل نشته چې ځان د را روان خطر ځخه وساتي.
ځکه د اوکراين ځنکدن دی او که اوکراين څملاست روسيه بسنه نکوي بلکې د پولينډ خوا هم رهي کيږي .
مخکې له دې چې راوپا دغه حالت نه ننوځي هغه مجبوره ده خپل داخل کې هغه خلک او مهاجر معلوم او په نښه کړي چې پوهيږي هغه ورته راتلونکی کې مشکل جوړوي يا په اسانه بغاوت ته پورته کيږي .
دويم :کله کې انګلستان له اروپايی اتحاديې ووت دا کار د اروپایې اتحاديې د جوړونکيو يعنې اصلي بادارانو باندې ښه ونه لګيد او هغوی د دې په لټه کې شول چې په اروپا کې د انګلستان هغه اقتصادي او سیاسي ځواک کمزوري کړي چې لا هم په ...
نور ولوله
تير کال کې مې يو شی زده کړ
( اند او اند ۳ پوسټ )
که د ساينس او ټکنالوژۍ په دې مصروفه او له شوره ډکه نړۍ کې يو کس ستا غږ ته انتظار وي او غواړي ستا سره وغږيږې، غږ دې واوري زړه درته تش کړئ يا هيله لرې چې کيسې ورته وکړې او غوږ درته کيږدي :
نو؛ياد لره! هيڅ وخت د دغسې انسان خبر مه غورځوه د احساساتو قدر يې وکړه .
ځکه نړۍ دومره حد ته پرمختګ کړی او بدله شوې يا مصروفه شوې ده چې پلار له زوی، مور له لور، ورور له ورور، کاکا له وراره، ماما له خوريې او تره زوی له تر زويه نا خبره په خپل ژوند او د ښه راتلونکې لپاره په پرله پسې دومره په هلو ځلو کې ده کې يو بل يې هير کړي يا وخت نلري چې د يو بل سره کينې کيسې وکړي او وغږيږي ....
نور ولوله
د ښځو حقوق او د غوا قولبه
يو سپين ږيري په پټي کې په غوا باندې قولبه کوله او د پټي څنګ ته یې غويه د ونې سيوري لاندې تړلی ؤ .
يو کليوال په لاره تيريده هغه ورته وويل، مشره دا ولې؟ غوا باندې قولبه کوې او غويه دې سيوري ته تړلی ؟
سپين ږيري ورته وويل، دا اغلې او محترمه له ښار څخه راغلې، کله چې راتله د خپلو مهذبو، تعليم يافته او روښن فکره نورو غواګانو ملګرو سره يې وليدل هغوی ټولو په ګډه مشوره ورکړه او نصيحت یې ورته وکړ چې،
جورره ! په کليو کې ښځو ته حقوق د نشت برابر دي، ته بايد په اوله ورځ خپل څښتن څخه خپل حق وغواړې.
دې غوا له ما د خپل حق غوښتنه وکړه او راته یې وویل زه د غويي غوندې برابر حقوق غواړم.
ما ورته وويل هغه غريب شپه او ورځ ...
نور ولوله
د شعرة معاوية سياست
په عربي ادب کې د معاويه رضي الله عنه د شعرة معاويه دا اصطلاح ډېره مشهوره ده، همدا اصطلاح په سياسي ميدان او ټولنيزو برخو کې کارول کيږي او ويل کيږي تر ټولو مجبوره نخسه ده.
وای کوم کس له معاويه رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه چې تا د دغه فتنو او بغاوت په ګرم ميدان کې څنګه وکولی شول چې شام غوندې ځای ارام وساتې؟
معاويه رضي الله عنه ورته وويل، چيرته چې د ژبې ضرورت ؤ هلته مې لښته استعمال نکړه او چيرې چې د تورې حاجت ؤ هلته مې بيا د لښتې له استعماله ځان وساته، زما له خلکو سره اړيکه لکه د ويښته داسې وه چې هغوی به کلکه او کش کړ ما به لږ ور پريښود خو چې هغوی به پريښود ما به کلک ونيوه خو ويښته مې شکيدلو او غورځيدلو ته نه پريښوده .
کامياب او هوښيار سياست مدار او م...
نور ولوله
د استاد تر وهلو وروسته د ليوني په نوم مشهور شوم
ما وليکل لوستل يې په تاسو
ليوني ته مې کړل،
مال سبق دې ويلی ؟
لیونی، هو
زه، تر څوېم صنف پورې ؟
لیونی، دومره مې ويلی چې په ښه او بد پوهيږم.
زه، خا د مکتب يوه خاطره راته ووايه.
لیونی، يو وار استاد درس په تخته ولکيه او موږ ته یې په کتابچو کې د ليکلو وويل.
زه، ښا نو بيا ؟
لیونی، ما ونه ليکه .
استاد راته وويل ولې، درس نه ليکې ؟
ما استاد ته وويل، استاد! زه په دې درس چې تا راکړ قانع او مطمئن نه يم ؟
استاد راته وويل، هغه څنګه؟
ما ورته وويل، استاده! کتاب او ته چې څه وايې هغه له حقيقته لري دي ....
نور ولوله
يوکراين پر روسيه غږ کړی چې موږ خبرو ته تيار يو
د يوکراين ولسشمر پوتين باندې غږ کړی چې ماسره مخامخ خبرو ته کينه. موږ خبرو ته تيار يو .
د يوکراين ولسشمر زياته کړه، اروپا موږ يواځې پريښودو او کومه هيله مې مو درلوده د هغې هيڅ څرک ونه لږيد. هغه د اروپایې اتحادیې وګړو باندې غږ وکړ چې په خپلو حکومتونو فشار راوړي او مظاهرې وکړي .
لافروف یې په ځواب کې ويلي، موږ يوکراين کې داسې هيڅ حکومت نه منو چې هلته روسي ژبه منع کوي .
هغه وويل، موږ د يوکراين سره د خبرو لپاره اماده يو خو دا خبرې هله شوني دي چې د پوتين واړنډيزونه ومنل شي، يوکراين بايد سلاح وغورځوي او همه شموله حکومت جوړ کړي .
بلخوا د يوکراين حکومت ۱۸ زره عام وګړو ته سلاح ورکړې....
نور ولوله
مجبوریت، بې وسي او بې کسئ
مجبوريت د هغې نا ځوانۍ نوم دی چې لکه د غر کلک د غيرت سړی او لکه د نښتر دنګ د عزت سړی ډېر چټي، خوشې او کم اصل انسان مخ ته په سوال، او يا هم په غلامۍ او چاپلوسۍ مجبوروي .
بې وسي بيا په خپلو لاسونو د خپلې ژونډ، کور ملګرو، اړيکو، ژوند، خپلوانو، هيواد او حتی بچيو ژوندي خښول او د هغوی پرېښودل دي، بې وسې هغه وخت معلوميږي چې کله دې ګلالی زوی یا لور ناروغ پراته وي او د ډاکټر د سلو روپيو فيس ونلرې. .
بې کسي بيا هغه تريخ غړپ دی چې د خدای په دې ډکه نړۍ کې به يواځې اوسې او ځان به درته تر هغه حده کمزوری او لاچار ښکاري چې بيخي به دې له ژوند زړه تور کړي، بې کسي هغه وخت معلوميږي چې کله دې ادې ناروغه شي او د پورته کولو او خدمت کولو یې څوک ونلرې.
...
نور ولوله
د غوا زامن
ګوګل، مايکروساقټ، ايډوب، پالو الټو نيټورک، او اوس د ټويټر مشران هغه خلک دي چې په هند کې پيدا شوي.
مبالغه به نه وي که ووايو چې اصلا امريکا د هندوانو له برکته په ټکنالوجۍ کې مخکښه ده.
هند په ساينس اينډ ټکنالوجۍکې د نړۍ په مخکښو هيوادنو کې راځي او دا مخکښ توب څه له اسمانه ندی راغلی بلکې ددوي مشرانو درې لسيزې داسې پلانونه، سهولت او سيستم جوړ او هغه یې عملي کړ چې نن دې مقام ته رسيدلي .
هند د نړۍ يو له هغه هيوادونو دی چې هلته سياسي ګوندونه يو د بل سره بيخي زيات اختلافات لري همداسې مذهبي، ژبنی او نور تعصب، خو هندوان د خپل هيواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د اسوده ګۍ لپاره دغه شخصي او د ګوندونو يا حزبونو يا تنطيمونو دښمني تر خپل ځايه پ...
نور ولوله
د اسلامي تاريخ تر ټولو ترخه خدای په اماني
" اي معاذه! کيدای شي راتلونکی کال ته ما و ونه وينې او شايد ته زما د قبر او مسجد په څنګ کې تېر شي .
د دې خبرې په اوريدو سره معاذ رضي الله عنه سلګيو او ژړا واخست هغه مبارک عليه افضل الصلاة والسلام ورته وفرمايل، معاذه! مه ژاړه “
مسند أحمد، ابن حبان، بيهقي، طبراني او البزار.
کله چې معاذ د يمن والي مقرر شو ا وهغه مخ په يمن روانيده رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام ورته مخه ښه کې دا پورته کلمات وفرمايل.
الله صل و سلم و بارک علی نبينا محمد عليه افضل الصلاة والسلام..
سبا دوشنبه ده روژه مو هېره نمسند أحمد، ابن حبان، بيهقي، طبراني او ...
نور ولوله
که دا وشي !
چې خالق مو
د نړۍ ټولو ړندو ته
سترګې ورکړي
نظر ورکړي
بيا به هم زما جانانه
که ړانده دلته ياديږي
د ړندو خبرې کيږي
دوه نومونه به هر ځای کې
مجلوسنو کې ياديږي
يو به ته یې
بل به زه يم
ته به بيا هم زما ياره
په بينا سترګو ړنده یې
نه به ته زما دا مينه
په خپلو بينا سترګو
د بينا په رنګې وينې
بل به زه يم
چې ړندو کې حسابيږم
ځکه ستا له حسن پرته
به نړۍ په ما تياره وي
لکه ړوند وي لاره ورکی
د امسا سره زنکيږي
په بيناؤ کې به ړوند يم
زه به ړوند يم زه به ړوند يم
...
نور ولوله
حکومت چلول او تعليم
که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين ډاکټران، فلسفيان او د ساينسدانانو ولسمشران ټاکل مهم ول نو.
د نړۍ پرمختللی او نړيوال ځواک پاچا به ټرمپ غوندې بې عقل سړی نه ؤ بلکې په نړيواله سطحه مشهور مفکر نوم چومسکي، کارنل ويسټ، دينيل ډانيټ، مارتا نيسبيوم. او داسې نور سلګونه امريکايي فيلسوفان، ساينسدانان، او مفکرين به پاچايان ول نه ټرمپ، بوش، اوباما، کلنټن، او جو بايډن.
که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين، فلسفيان ډاکټران او ساينسدانان ضروري ول نو د نړۍ پر مختللي هيواد بريتانيا کې به کاومي انتوني اپيا، سيمن بليک برن او نور لسګونه ژوندي ساينسدانان او مفکرين خو پرېده، هلته لسګونه نرو ساينسپوهان، او مفکرين شته نو بيا ولې د بوريس غوندې کم عقل د بلير غوندې احساساتي ولې مشران شول...
نور ولوله
اروپا او ښځه
ما په غرب کې ولیدل چې: ښځې قصدا د سړیو په وړاندې په داسې ناز او اداګانو ګرځي لکه هغه چې د تازه غوښې کومه ټوته وي چې هر څوک یې د خپلولو او لاسته راوړلو په هڅه کې دي.
ما په غرب کې ولیدل چې: ښځې په داسې حالت کې ژوند کوي چې د هغوي فطري ضرورتونه هم نه شي پوره کولی.
ما په ازاد او خپله خوښه غرب کې ولیدل چې: ښځې بیا هم په دغه ټولنه کې چې هر سړی خپله خوښه کوي او هیڅوک په بل زور نه شي کولی بیا هم د خپلو میړونو او ودونو څخه نا راْضه او زړه تنګي دي.
ما په پرمختللي غرب کې ولیدل چې: هلته میړه د خپلو ښځو هیڅ قدر، احترام او عزت نه کوي.
ما په پرمختللي او خپله خوښه واده کړل شوي پرمختللي اروپا کې ولیدل چې: یوه...
نور ولوله
