د فرانسې اقتصاد او افريقايي هيوادونه
داسې ليکنې افغانستان کې نه کيږي يا بيخي کمي دي .
ډیری فکر کوي په نړۍ يواځې امريکا حاکمه ده او هيوادونه یې مستعمره کړي که څه هم دا خبر سمه ده خو دا نن ډیری نور هيوادونه هم شته چې هغوی نور هیوادونه مستعمره کړي او خزانې یې کاروي.
په دغه هيوادونو کې بريتانيا او فرانسه هم مخکښ ځای لري .
دا اوس چې زه دا کرښې ليکم تقريبا ۱۴ افريقايي داسې هيوادونه دي چې د فرانسې اشغال دي او دا څو لسيزې د هغه هيوادونو اقتصاد، سياست کانونه، زيرمې د فرانس په واک کې دي او هر څه یې غلا کوي .
دا نن د افريقا ۱۴ هيوادنه په فرانسوي ژبه خبرې کوي او دا نن هم دغه څوارلس هيوادونه چې فرانسې اشغال کړي ول د فرانسې د اشغال ټول مصارف ورکوي.
د دغه يا نورو هيوادنو کوم سياسي يا مدني فعالان چې څه وايي يا د ويلو کوښښ کوي هغوی یا وژل کيږي، يا پرې فوځي انقلابونه راځي او يا هم بدنامه کيږي او قضیې ورته جوړوي .
ياده دي وې چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د افريقا په ۲۶ هيوادونو کې ۶۷ وارې انقلابونه راغلي چې د دغه ۲۶ هيوادنو څخه يواځې ۱۴ د فرانسې پخوانۍ مستعمره وې.
ډيري افريقايي مشرانو کوښښ وکړ چې د فرانسې له اشغاله ځان خلاص کړي خو هغوی یا و وژل شوي يا پرې فوځي کودتا وشوه، لکه په ۱۹۵۸ کې چې د ګينيا ولسمشر سيکوو توري غوښتل چې د فرانسې له استعمار ځان خلاص کړي، هغه غوښتل خپل هيواد یې بايد استقلال او خپلواکي ولري، خو په پاريس کې ناست فرانسويان دې کار په قهر کړل او سمدستي یې په ګينيا کې داخلي او خپل منځي جنګونو ته اور پورې کړ .
د توکو هيواد ولسمشر سيلفاتوس اوليمبيو فرانسې ته د ډیرې مالیې ورکولو څخه سر غړونه وکړه او هغه ماليه کې فرانسې پرې فرض کړې وه د هغې ۴۰ سلنه یې فرانس ته په ورکولو راضي شو خو د فرانسې په امر او حکم ګناسینګبی ایادیما پرې په ۱۹۶۷ کودتا وکړه او دا د فرانسې غلام تر ۲۰۰۵ م پورې د توګو هيواد پاچا ؤ چې اخر مردار شو .
د جرمني مشهوري اقتصادي مجلې Deutschen Wirtschafts Nachrichten
په خپله يوې ګڼې کې کې په ۲۰۱۵ جنوري په ۱۵ خپره شوي په يوه څيړنه کې ليکلي :
فرانسه هر کال د افريقا له ۱۴ هيوادنو څخه ۴۴۰ بليونه يورو خزانې او زيرمې لوټي. فرانسه بغير د افريقايي هيوادونو د استعمار څخه خپل ځان نشي ساتلی.
همدې مجلي ليکلي چې د فرانسې پخواني ولسمشر جام شيراک ځکه تاکيد کوه چې فرانسه بايد د افريقا څخه هر کال د ۴۴۰ بليونو يورو اخستل دومره عادي ونه ګڼي ځکه فرانسه دغومره امدني نشي پيدا کولی.
مخکي ليکي،
په ۶۰ لسيزه کې بعضو سياسيونو وغوښتل له فرانسې څخه استقلال واخلي خو فرانسې دغه هيوادنو کې خپله ژبه، فرانسوي عسکري زده کړه، او فرانسوي مکتبونه لازمي کړل .
يعنې د فرانسې اقتصاد د افريقا د دغه ۱۴ هيوادنو په زيرمو ولاړ دی .
زموږ يو نيم غرب ځپلی او له عقله خلاص غلام به راشي او تاته د اروبا د پرمختګ ډنډورې غږوي
** مهمه يادونه، که لږ په کلار څيړنې وکړو نو پوهيږو چې افريقا د نړۍ قوي او قيمتي زيرمې لري، افريقا د ياقوت، زمرد، الماس، او نورو لسګونو قيمتي او نايابه معادنو يوه داسې خزانه ده چې که و وايو چې دا اوس د نړۍ ۶۰ سلنه معادن يواځې د افريقا څخه راځي نو مبالغه به نه وي .
عجبه دا ده چې دغه د زيرمو او معادنو څخه ډکې افريقايي هيوادونو څخه د نړۍ پر مخ نور ډېر په ډېر فقر، لوږه او کمزوري او وږي هيوادونه نور نشته.
اخر ولې؟
ځکه اروپايي استعمارګر او اشغالګر نغواړي افريقا پرمختک وکړي او دا ددې لپاره چې د بعضې اروپايي هيوادنو لکه فرانسې او بريتانيا ۸۰ سلنه اقتصاد په همدې هيوادنو ولاړ دی.
* دويمه يادونه، په پاريس کې ولاړ مشهور نړيوال برج چې د ایفل ټاور په نوم مشهور دی، د هغې ټوله اوسپنه له الجزایر څخه غلا شوې او دا يو مشهوره تاريخي واقعه ده .
https://deutsche-wirtschafts-nachrichten.de/2015/03/15/frankreich-kann-seinen-status-nur-mit-ausbeutung-der-ehemaligen-kolonien-halten/?fbclid=IwAR0AWfSWAKL0zGvJJS49J-FVjV6zJs6_DO_- iAn2xHekOSnOgMxpn1neL2w
https://www.worldbulletin.net/africa/french-colonial-tax-still-enforce-for-africa-h152967.html
https://blogs.mediapart.fr/jecmaus/blog/300114/franceafrique-14-african-countries-forced-france-pay-colonial-tax-benefits-slavery-and-colonization
