No-IMG

امريکا کې د وړو انجونو واده

افغان سیکولران، فلسفیان او د انسانيت دعوه دار فيسلوکیان چې د نیوکو لپاره بل څه پیدا نکړي نو ګړپ په افغاني تولنه کې هغه شیان مخ ته کړي چې هغه په دې ټولنه کې د نشت برابر دي یا هم د غرب په پرتله د صفر برابر.

دغه فلسفیان یا د ښځو مدافعین دلته د وړو انجونو وړول هم نیغ نیغ کوي حال دا چې د امریکا په یواځې نیویارک ښار کې چې څومره وړې انجوني واده شوي په ټول افغانستان کې ندي ودې شوی.

خو دغه د فیمینیزم بې عقله یتمیانو ته نه امریکا ور یادیږي نه هم غرب بلکې د دوی اصلي هدف افغاني یا د مسلمانانو ټولنه سپکول او د هغوی پورې تمسخر دی.

دوی وایي دا وحشت د نړۍ بل هیڅ ځای کې نشته چې یوه وړه او کم عمره انجلۍ دې واده شي خو دغه د عقل او علم یتیمانو ته یواځې د نړۍ د مخکښې او اقتصادي امریکا څو مثالونه وړاندې کوم

د امریکا په ماساچوستیس ولایت کې د والدینو په موافقه د واده کولو قانوني عمر د جلي لپاره ۱۲ کاله دی او هلکان بیا په ۱۴ کلنۍ کې قانوني حق لري چې واده وکړي

د امریکا په نیو هیمپشیر ولایت کې د واده کولو قانوني عمر د انجونو لپاره ۱۳ کاله دی او د هلکانو لپاره ۱۴ کاله .

د امریکا د هوایي Hawaii او میسوري Missouri کې بیا د واده کولو قانوني عمر ۱۵ کاله دی

د امریکا په میسی سي پي کې د والدینو د اجازت نه پرته د واده کولو قانوني عمر ۱۵ کاله دی

اوس به یوه سر سري اندازه واخلو چئ په امریګا کې څومره وړې انجوني واده شوي.

د ۲۰۰۰ م کال نه تر ۲۰۱۷ پورې یوآځې د امریکا په فلوریډا ولایت کې ۱۶۴۰۰ انجوني چې د هغوی د ډیرو عمرونه ۱۳ کاله ول واده شوي دي چې دا د ټیکساس نه وروسته په ټوله امریکا ګې لوړ رقم دی

د امریکا په ټیکساس ولایت کې د ۲۰۰۰ میلادي نه تر ۲۰۱۴ پورې ۴۰۰۰۰ زره وړو انجونو سره واده شوی.

د امریکا او نړۍ له مخکښوښْارونو نیویارک کې د ۲۰۰۰ م نه تر ۲۰۱۰ پورې ۳۸۰۰ وړوو انجوني ودې شوي.

د امریکا د ویرجینیا ایالت کې د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۳ پورې ۴۵۰۰ وړې انجونې ودې شوي.

د الاباما ولایت کې د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۵ پورې ۸۶۰۰ وړې انجونې ودې شوي .

په لنډو او خلصو ټکو د واشنګټن بوسټ د راپور له مخې د د ۲۰۰۰میلادی نه تر ۲۰۱۰ پورې یواځې په امریکا کې ۲۴۸۰۰۰ وړې انجونې ودې شوي.

 دا د یوې اوږدې لیکنې لنډیز دی چې د هرې خبرې حواله یې کتاب کې شته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک