No-IMG

اروپا د ښځوحقوق او مساوات ؟؟!!

یوه سر سري او لنډه کتنه :

ایا پوهیږئ په اروپایي اتحادیة کې یواځې بريتاينا، جرمني، هسپانيا، ایټالیا او سویزرلینډ  هر کال ۴۰ بلیونه یا ملیارده ډالر د ښځو د جنسي اړیکو نیولو له تجارت نه تر لاسه کوي؟

ایا پوهیږئ د شرقي اروپا نه هر کال په لسګونو زره انجوني چې د هرې یوې قیمت د ۴۰۰ ډالرو نه زیات نه وي اروپا ته وړل کیږي او هلته بیا هره یوه په لسګونه زره ډالر خرڅیږي.

ایا دا درته چا ویلي ول چې د ده ښځو په حمل او نقل کې د اروپا پولیس ښکاره لاس لري؟

ایا خبر وئ چې اروپا کې د ۱۳ کالو انجونو د جنسي تسکین لپاره خپل ځایونه لري چې د شرقي اروپا څخه راړول شوي .

ایا دا مو اږریدلي ول چې په ۲۰۰۲ کې جرمني د سیکس یا جنسي تسکین د اسانۍ په خاطر قوانین بدل او اسانه کړل؟

ایا پوهیدئ چې د اروپا په اکثره پر مختللي هیوادونو کې د جنسي تسکین لپاره داسې ځایونه هم شته چې هلته ښځې لکه د بندیانو ساتل کیږي او د بیرون وتلو نه منع دي او په هغوی باندې دا لازمې ده چې روزانه د ۲۰ نه تر ۲۲ پورې کسټمر پیدا کړي.

ایا دا مو اوریدلي یا خبر وئ چې اروپایې اتحادیة او د ملل متحد د ښځو نړیوال کمیسون په دې هر څه خبره ده او تر اوسه یې د دغه ښځو د خلاصون یا د دغه ښځو د حقوقو يا ورسره د کیدونکي ظلم په اړه غږ ندی پورته کړی ؟

ایا پوهیدئ چې ښځه تر اوسه په اروپاکې محکومة ده او د سړی سره په هیڅ شی کې مساوی نده او نه هغسې حقوق ورکړل شوي چې دوی یې چغې وهی.

ایا پوهیدئ چې په اروپا کې د ژوند په هره برخه کې د ښځې تنخواه د سړي نه ۱۶ فیصده کمه ده.

ایا خبر وئ چې په پر مختللې اروپا کې د سړیو په نسبت ښځې په سلو ګې یوه فیصد په لوړو چوکیو یا پوسټونو کار کوي.

ایا پوهیدئ چې د یورپین انسټیټیوټ فار جینډر ایکولیټي یوې لوړ پوړي ښځینه چارواکي ویلي دي چې،

موږ چې د ښځو د حقوقو او مساواتو لپاره کومې هلي ځلي کوو موږ دغه مساوات او هدف ته ایله سل کاله وروسته و رسیږو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک