عليپور څه پښتون نه دی چې د شپې په نا خبره په کور ورشي
په عربو کې أبو حية النميري يو له هغو خلکو څخه دی چې د هغه په نوم د بې زړه توب او ډارنتوب متلونه کيږي، وايي يوه شپه یې کور ته سپی ننوت، هغه او ښځه یې له ويرې لاس په توره له کوره را ووتل، غږ یې کړ، الله اکبر د خدای وعده حقه ده ، د ده چغه ګاونډيانو واوريده ټول چم را پورته شو او خلکو ترې وپوښتل څه کيسه ده ؟ هغه ورته وويل، زما يو پهلوان دښمن زما کور ته ننوتلی، بيا یې په لوړ غږ ور چغه کړه، که نر یې بېرون راووځه، که ته پهلوان یې نو زه د پهلوانانو پهلوان يم، او که څه خبر کول غواړي نو زه درته غوږ يم، په دې وخت کې سپی د خلکو په را ټوليدو او شور پوه شو نو له ويرې یې بيرون منډه کړه، ابو دحية له ډیرې ويرې له لاسه توره وغورځيده او په چالاکي یې وويل، الحمد لله چې خدای مې دښمن نه سپی جوړ کړ او زه یې له جنګ څخه وساتلم.
خبره د عليپور په ضد د عملياتو او د حکومت بړ بړ پورې را ياده شوه، عليپور څه پښتون نه دی چې د شپې په نا خبره په کور ورشي او ويې وژنې عليپور مرد ميدان دی اول بايد خبر وکړي چې ا و وځه بيا هغه ځای کې عمليات وکړې بيا دې چې عمليات وکړل لسو ساعتونو کې دننه د هغه ځای خلکو ته بايد غوړې، اوړه او نور مواد ور تقسیم کړې، پښتون و وژنه کورونه یې وران کړه، او لکه پردي یې همداسې بې سره او سامانه پريده، ښه کوې هوښيار یې ځکه پښتون سړی نه لري او نه دومره شيمه لري چې د يو اقليت هزاره هومره ستا په مخ د څپيړو باران جوړ کړي. .
