واده که جنسي تیری
دلته د دیارلس، څوارلس او پنځه لس کلنۍ جلۍ سره نکاح او واده کول ظلم دی چې هغه هم کیدای شي په لکونو بلکې حتی په ملیونو کې دوه یا ۳ واقعې را منځ ته کیږي خو په غرب کې بیا د لسو، یوولسو، دولسو او دیارلسو کلنو انجونو سره جنسي اړیکې نیول ظلم نه بلکې دا فردي ازادي او تجارت دی.
د اروپایي اتحادیې، ایمنسټي انټرنشنل او نورو مخکښو ادارو او څيړنيز مرکزونو د راپورنو په بنیاد په غرب کې څلویښت سلنه کم عمره انجونو سره جنسي اړبکي نیول کیږي او یا هم پرې تیری کیږي.
هر کال په زرګونو واقعې ثبت کيږي چې د دولس کلنې يا ديارلس کلنۍ جلی باندې يو بوډا يا هلکانو جنسي تیری کړی.
هر کال امنيتي اداري په اروپا کې د وړو انجونو د شمکل کيدلو راپورنه ورکوي.
هر کال څيړنيزي اداري په اروپا کې د وړو انجونو د سیکس مارکيټ په اړه ليکنې خپروي
غرب کې تر ټولو ګټه کونکی او خوښ کاروبار د کم عمره او وړو انجونو سره جنسي اړیکې نیول یا جنسي تسکین دی .
هر کال د شرقي اروپا او له بعضو اسیایي هیوادونه څخه لسګونه زره کم عمره او وړې انجونې کې تر يو لک پورې کله نا کله دا تعادل لوړ شي مرکزي اروپا او امریکا ته د جنسي تسکین یا بد فعلۍ لپاره وړل کیږي.
غرب پر ځای د دې چې دلته رادیوګانو او تلویزونو ته په ملیونو ډالر ورکړي تر څو د ښځو د ازادۍ حقوق او مساواتو زهرجن تبليغات وکړي هغوی باید خپلو تلویزونو ته لږ هډوکي ورکړي او د دغه شرمناک کار مخه دې ونیسي او پر ضد دې کمپاين وکړي
