No-IMG

د يوې ښځې د عزت په خاطر

رسول صلى الله عليه وسلم د بني قينقاع سر جنګ وکړ.

د ښځې نه د دفاع په خاطر مرګ هم شهادت دی .

د يوې ښځې په خاطر معتصم بالله تر سنده لښکر وليږه.

په يوه ښځه باندې د تهمت او تور په خاطر الله عزوجل يو سړي ته اتيا دوري سزا وټاکله. او له دې وروسته بيا د تهمت تړونکي انسان شهادت هيڅ نه قبليدونکی دی .

د ښځې لپاره تر څو هغه لکه ملکة په کور کې ناسته وي او د بچيو تربيت وکړي سړی مجبور دی چې روزي ورته را وګټي .

او د ښځې د ښه اسوده ژوند په خاطر ميړه مجبور دی چې مهر ورکړي .

سړيو ته د ښځو سره د ښه برخورد اخلاقو او سلوک امر شوی .

اسلام کې که ښځه  مور وي خپل حقوق لري که خور وي خپل او که لور وي خپل .

خو ايا غرب داسې يو حق ښځې ته ورکړی چې سړی یې ياد کړی شي يا پرې بحث وکړی شي ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک