د ميوند محمد جمال لیکنی
غرب، انسانيت او د تروريزم ډرامه
يو ځای مې لوستي ول چې مخکې د جنګ لپاره وسله جوړيده خو اوس د وسلې خرڅولو لپاره جنګونه جوړيږي .
د سټاکهولم د سولې څيړنيز نړیوال معهد ( SIPRI) په خپل تازه سروې کې وايي،
د وسلې جوړولو نړۍ وال ۱۰۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کې د ۴۲۰ بليونه ډالرو وسله خرڅه کړې .
د وسلې د دغه ۱۰۰ شرکتونو له جملی څخه ۵ مخکښ شرکتونه د امريکا دي چې عبارت دي له :
Lockheed Martin - Boeing - Northrop Grumman - Raytheon - General Dynamics
دغه امريکايي ۵ شرکتونو له ۴۲۰ بليونو ډالرو څخه ۱۴۸ بليونه ډالر وسله خرڅه کړې چې د ټولو ۱۰۰ شرکتونو ۳۵ سلنه يواځې د دې ۵ شرکتونو نه خریداری شوې....
نور ولوله
سولې ته د چا ضرورت دی ؟
سولې ته ضرورت د هغې سپين سرې مور دی چې غبرګ زامن یې شهيدان شوي او دا د خپلو لمسيو د را لويدو په هيله اوښکې تيروي تر څو سبا دوی هم لکه د پلرونو چيرته ټوټه ټوټه. نه وي پراته.
سولې ته د هغې خور ضرورت دی چېد واده په شپه کونډه شوه او اوس د ورور په کور کې حيران او د سوال عمر تيروي تر څو دغه ورونه یې خدای مکړه لکه د ميړه ترې وانخستل شي .
سولې ته د هغه ګلالي يتيم ضرورت دی چې د پلار مينه ترې واخستل شوه او دا هم د ترونو د کرم او احسان لاندې په دې ناخبره وخت تيروي چې هسې نه دا ترونه یې هم سبا د پلار په برخليک اخته شي او بي ياره مددکاره د زهرو ډک ژوند تېر کړي.
سولې ته د هغه سپين ږيري بابا ضرورت دی چې زوی یې د اور خوراک شو او دا په چنګه...
نور ولوله
د ښځو حقوق او د غوا قولبه
يو سپين ږيري په پټي کې په غوا باندې قولبه کوله او د پټي څنګ ته یې غويه د ونې سيوري لاندې تړلی ؤ .
يو کليوال په لاره تيريده هغه ورته وويل، مشره دا ولې؟ غوا باندې قولبه کوې او غويه دې سيوري ته تړلی ؟
سپين ږيري ورته وويل، دا اغلې او محترمه له ښار څخه راغلې، کله چې راتله د خپلو مهذبو، تعليم يافته او روښن فکره نورو غواګانو ملګرو سره يې وليدل هغوی ټولو په ګډه مشوره ورکړه او نصيحت یې ورته وکړ چې،
جورره ! په کليو کې ښځو ته حقوق د نشت برابر دي، ته بايد په اوله ورځ خپل څښتن څخه خپل حق وغواړې.
دې غوا له ما د خپل حق غوښتنه وکړه او راته یې وویل زه د غويي غوندې برابر حقوق غواړم.
ما ورته وويل هغه غريب شپه او ورځ ...
نور ولوله
په قطر حاکمه کورنۍ د عربو د مشهورو باغيانو قومونو شمريانو سره تعلق لري
په قطر حاکمه کورنۍ د عربو د مشهورو باغيانو قومونو شمريانو سره تعلق لري، شمريان هغه قوم دی چې په سعودي کې د عثماني خلافت حاميان ول، او د سعودي د آل سعود مخالف.
شمريان هغه قوم دی چې د سعودي بنسټ ايښودونکي عبدالعزيز آل السعود ضد کلونو وجنګيدل.
د شمريانو د سياست او اهميت باره کې تاريخ ډیرې واقعې راوړي. او د عربي قومونو د سیاسي، ځواکمنو او تاريخي قومونو له جملي يو قوم دی.
هغه مسافر کې عربي هيوادونو کې اوسيږي خاصتاً سعودي کې هغوی به شمريان ليدلي وي چې د نورو عربو په پرتله څومره فرق کوي .
ياده دې وې چې قطر په اقتصاد، تعليم، صحت، اب و هوا او... او .... او... کې د نړۍ د لسو مخکښو هي...
نور ولوله
موقت حکومت
موقت حکومت هغه حکومت ته وايي چې په اضطراري حالت ،يا هم په سياسي اخ او ډب، يا د نظام د کمزورتيا او سقوط له امله داسې رامنځ ته کيږي چې تېر نظام په سالمه توګه يو نوې نظام او حکومت ته سپارل کيږي.
نړۍ او موقت حکومتونه :
کارلوس موريس دو ټاليران چې يو فرانسوی ديپلومات او سياست پوه ؤ په اول وار په ۱۸۱۴ م کې د موقت حکومت اصطلاح ته په فرانسه کې د عمل بڼه ورکړه.
روسيه کې د قيصر نه وروسته د جمهوريت لپاره يو موقت حکومت په ۱۹۱۷ کې منځ ته راغی .
ايران هم د ۱۳۵۷ شمسي کې د دولت موقت انقلاب په نوم د ايراني سياست مدار مهدي بارزکان په مشري موقت حکومت جوړ شو.
هن...
نور ولوله
څه پيښيدونکي دي؟
روان ګونګ سياسي حالت له ځان سره ډېر څه لري، څوک څه او څوک څه وايي ډېرې اميد لري چې کيسه حل او وطن په جوړيدو دی، بعضې نور بيا خپل تحليل کوي او بعضی ملاحظات لري.
بعضی فکر کوي چې امريکا ووتله ستونزه حل شوه، موږ چې وړوکي ؤ موږ هم همدا فکر کوه چې روس ووت ستونزه حل شوه خو هغه بوينونه مو وليدل چې دا نن یې هم پايله وينو.
امريکا نن دی که سبا ده اوځي، زما په دې ايمان ؤ او دی، خو ايا يواځې د امريکا وتل ستونزه حلوي ؟
طالب په يواځې ځان له ۴۲ هيوادنو سره وجنګید چې د پخوا په پر تله اوس يو نړيوال نطامي او سياسي ځواک دی خو دا هم بايد هیره نکړو چې جميعت هم هماغه د ۹۶ کال جميعت ندی، همداسې اوزبک او هزاره هم در واخله.
جميعت په دې ۲۰ ...
نور ولوله
کاش زه هم د سالم په رنګ وای !!؟؟
يو وار هشام بن عبدالملك حج ته لاړ په طواف کې یې د دويم خليفة عمر رضي الله عنه لمسی سالم بن عبدالله په داسې حال کې وليد چې شکيدلې چپلقې یې په لاس کې وې او زاړه کالي یې په تن ول ، هشام رحمه الله ور نژدې شو سلام یې پرې وکړ او ورته یې وويل،
څه شي ته خو به اړ نه یې ؟ سالم رحمه الله هشام ته په حيرانتيا وکتل او د قهر په ډکه لهجه یې ورته وويل،
ته شرم نلری چې د الله په کور کې د بيت الله د طواف په دوران کې ماته د حاجت د پوره کولو وایې؟؟
خليفه چې دا خبر واوریده وشرميد او سالم یې همداسې پريښود. کله چې سالم رحمه الله طواف خلاص کړ او له حرمه ووت هشام ورپسې ورغی او ورته یې وويل، تا زه په حرم کې منع کړم خو اوس راته و وايه چې کوم حاجت لرې چې در پوره یې کړم ؟
سالم ورته وويل، دنیوي که اخروي حاجت؟...
نور ولوله
مدینه منوره؛ د نړۍ پر مخ زما زړه ته نزدې او خوښ ځای
هغه ځاي چې زمونږ پیغمبر رسول الله علیه افضل الصلاة السلام ته ډير ګران او ځوښ ؤ ، هغه مدینة چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام حرامه ګرځولي، هغه مدینة چیرته چې په زرګونو صحابة خښ دي .
هغه مدینة منورة چې د فضیلت باره کې یې لسګونه احادیث راغلي.
د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه نه ورایت دي چې ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واوریدل چې فرمایل یې :
د مدینې د خلکو سره چې څوک هم چل او فریب کوي (یا هغوی په تکلیفوي) ، هغه به داسې ویلې شي لکه مالګه چې په اوبو کې ویلې کیږي .
بخاري : ۱۸۷۷
بل ځای رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي :
ایمان مدین...
نور ولوله
ایا ۲۵ دسمبر د عیسی علیه السلام د پیدائښت ورځ ده؟؟
اول، خپله نصاری دوه کرسمیسه لمانځي، او ترمنځ یې اختلاف موجود دی ځکه د غرب نصاری یې ۲۵ دسمبر او د شرق یې بیا جنوري کې لمانځي .
دویم دا چې د عیسی علیه السلام د پیدائشت ورځ د هغه د اسمان ته پورته کولو نه ۳۴۰ کاله وروسته له ډیرو بحثونو او مناظرو وټاکل شوه.
مشهور نصرانی عالم بارنز وایي،
د لوقا د انجیل په بنیاد عیسی علیه السلام په اوړي کې پیدا شوی نه په ژمي کې او هیڅ دلیل نشته چې ۲۵ دسمبر دې د هغه دمیلاد ورځ وي.
د انجیل یو له مشهور مفسرینو ډاکټر بیګ وایي:
" اصلا د عیسی علیه السلام پیدائښت دسمبر کې نه ؤ شوی او نه هم دا څوک په اثبات رسولی شي چې هغه دې په ...
نور ولوله
د سوډان نه هیریدونکی تاريخ
کله بريتانيا سوډان اشغال کړ، نو هغوی يو قوي ژباړن ته ضرورت لره، تر څو د برتانيا فکري او روحي جګړې ته د قلم او پروپاګند له لارې پراخوالی ورکړي او څه ضمير خرڅ شوي سوډانيان د بريتانيا سره کار ته وهڅوي.
اشغالګرو د يو قوي ژباړن په لټه کې شول اخر یې د خرطوم مشهور د چایو تجار چې تاج السر نوميده پيدا کړ چې هغه له انګليسی پرته په هسپانوي او فرانسوي هم پوهيده .
تاج السر د بريتانيا سره هوکړه وکړه او د بريتانيا د فوځ ليکل شوي شيان یې عربي ته وژباړل، د بريتانيا حکومت دغه عربي ته ژباړل شوې ورقې په مليونو دانې چاپ او د سوډان هر ځای کې یې تقسيم کړي.
څه موده وروسته له بريتانيا يو فوځي لوړ پوړی چارواکی راغی چې هغه عربي لوستې وه او پرې پوهيده...
نور ولوله
که ډموکراسي د حل لاره وای!
که ډموکراسي حل لاره وای او امنیت بکې خوندي کیدای دا سږکال به په بریتانیا کې د غلا ۶۸۹۶۸ دوسیې نه ثبتیدې .
که ډموکراسي د حل لاره وه سږ کال به د بریتانیا په کوڅو کې په چاقوانو د وهولو ۳۷۴۴۳ واقعې نه ثبتیدې.
که ډموکراسۍ کې ښځې خوندی وای سږکال به یواځې په امریکا کې د زنا بالجبر ۱۳۸۰۴۵ واقعې نه ثبتیدې.
که ډموکراسۍ کې د امنیت حل وای د دې کال تر ستمبر به په بریتانیا کې د توپک یا تمانچې په زور د غلا ۶۶۹۴ واقعې نه ثبتیدې.
او که ډموکراسي د حل لاره وای یواځې په ۲۰۱۸ کې به په بریتانیا کې د ۵.۳ ملیونه جرمونه کیدل نه ثبتیدل.
بیا هم که په ډموکراسۍ امنیت راتلای امریکا...
نور ولوله
اروپا د ښځو حقوق او مساوات ؟؟!!
یوه سر سري او لنډه کتنه :
ایا پوهیږئ په اروپایي اتحادیة کې یواځې بريتاينا، جرمني، هسپانيا، ایټالیا او سویزرلینډ هر کال ۴۰ بلیونه یا ملیارده ډالر د ښځو د جنسي اړیکو نیولو له تجارت نه تر لاسه کوي؟
ایا پوهیږئ د شرقي اروپا نه هر کال په لسګونو زره انجوني چې د هرې یوې قیمت د ۴۰۰ ډالرو نه زیات نه وي اروپا ته وړل کیږي او هلته بیا هره یوه په لسګونه زره ډالر خرڅیږي.
ایا دا درته چا ویلي ول چې د ده ښځو په حمل او نقل کې د اروپا پولیس ښکاره لاس لري؟
ایا خبر وئ چې اروپا کې د ۱۳ کالو انجونو د جنسي تسکین لپاره خپل ځایونه لري چې د شرقي اروپا څخه راړول شوي .
ایا دا مو اږریدلي ول چې په ۲۰۰۲ کې جرمني د سیکس یا جنسي تسکین د اسانۍ په خاطر قوا...
نور ولوله
