سمیع الله نهضتیار

No-IMG

سمیع الله نهضتیار

د سمیع الله نهضتیار لیکنی

پردیپالو او مزدورو رسنیو (زاویه نیوز او شیطان انټرنشنل) د پخوا په څېر خپل شیطانت مخ ته وړی دی!

په دې وروستیو کلونو کې زاوینه نیوز او شیطان انټرنشنل تر نوم لاندې مغرضو او د اسلام دښمنه هېوادونو له لوري د افغان ولس د عامه ذهنیتونو د خرابولو او د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو په موخه ګمارل شوي دي، نه هېواد، نه اسلام او نه هم خپل مسلک (ژورنالیزم) ته ژمنتیا لري هرڅه په سپین سترګۍ او بې شرمۍ تر پښو لاندې کوي، هر کله چې د یو اسلامي هېواد او یا یو اسلامي حرکت یا هم یو شخص اعلامیه خپروي نو دوی هڅه کوي چې په ډېر مهارت سره په مغرضانه ډول د اعلامیې یوه کرښه یا یوه برخه را کاپي کړي او هغې ته انعکاس ورکړي، د راپور په پیل، وسط او پای کې همغه موضوع ښکته او پورته کوي، لوستونکو ته داسې څرګندوي چې ګواکې په اعلامیه کې یوازې فقط او فقط همدغه موضوع راغلې او نور هېڅ موضوع ته په کې اشاره نه ده شوې، لکه څنګه چې کوم شخص راپورته کېږي د یو چا...
نور ولوله

26 د دلوې د هېواد په تاریخ کي د سرښندنو، قربانیو او اتلولیو له ویاړه ډکې بریا ورځ ده

نن د هېواد په ټول تاریخ کي د سرښندنو، قربانیو او اتلولیو  په پایله کي د ترلاسه شوې سترې تاریخي، ځلانده او له ویاړه ډکې بریا ورځ ده؛ (۲۶) د دلوې یادوم! یعنې د روسي اشغالګرانو د ماتې او زوال ورځ! دا د هغې تاریخي، اوږدې او له پراخو ستونزو سره د مل مبارزې پایله وه چي بنسټ یې د اسلامي نهضت سر لارو غازیانو او سپه سالارو اتلانو د الله تعالی ﷻ په مرسته، د خپلو وینو په برکت او د خپل میړني او با شهامته ولس په کلک ملاتړ سره د بریا تر څوکو ورسوله او د نړۍ یو ابر قدرت (شوروي) ته یې داسې ماته ورکړه چي د دوی نسلونه نسلونه به یې هېره نکړي. د اسلامي نهضت له خوا د جهاد او مبارزې په پیل سره تنها په افغانستان کي د کفر او الحاد پر وړاندې د جهاد پیلامه نه وه بلکه په ټوله اسلامي نړۍ کي یو ځل بیا د جهاد مړا...
نور ولوله

د پرون مفکر او د نن غل!

په افغانستان د غرب له خوا د وروستیو شلو کلونو تپل شوو نظامونو حاکمان تل د دې مدعي وو چي د ولس له لوري د رڼو ټاکنو په ترڅ کي غوره شوي او واک ته رسیدلي خو دوی لدې یا نا خبره او یا یې غوښتل چي د خلکو سترګو ته خاورې و پاشي او خپل کاذب شخصیتونه سپیڅلي او پاک وښيي په ساده وطني اصطلاح و وایو چي ګیدړانو د زمریانو پوستکي اغوستي وو؛ غربي هېوادونو په غرب کي پخپل لاس روزل شويو افرادو ته لومړی د دروغجنو تبلیغاتو په ترڅ کي کاذب او جعلي شخصیتونه ورکول او بیا یې د واک په ګډۍ کښینول؛ بهرنیانو پوره شل کاله دا له درواغو ډک سریال مخ ته یوړلو او د افغان مظلوم ولس سرنوشت یې د څو پردیپالو او پلورل شویو څېرو په لاس کي ورکړی وو ترڅو ګوډاګیان یې په چور تالان، غلامۍ او د خپل ولس د وینو په زبیښلو مصروفه وي او خپله دوی (بهرني اشغالګران) خپلې شومې دس...
نور ولوله

د اسلامي نهضت اتلانو د کمونیزم ستر ټغر ټول کړل

په معاصر تاریخ کي د جهاد او مبارزې بنسټ د افغانستان اسلامي نهضت په رامنځ ته کیدلو سره د هېواد د دولس (۱۲) زړورو شاه زلمیو او میړنیو ځوانانو له خوا کېښودل شو؛ چي له هغې جملې څخه اوس مهال یوازي او یوازی د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير حکمتيار صاحب حیات دی. اسلامي نهضت د جهاد او مبارزې هغه تاریخي او ویاړلی مکتب دی چي په زرګونو او لکونو مبارز ځوانان یې پخپله غیږه کي له اسلام او هېواد څخه د ننګې په موخه روزلي دي، آن تردې چي له هېواده بهر هم ګڼ شمېر مبارزو او خدای پالو ولسونو له اسلامي نهضت څخه په الهام د جهاد او مبارزې ډګر ته را ودانګل ترڅو له خپلو ولسونو، هېوادونو او خپل مبارک دین (اسلام) څخه په میړانه او شجاعت ننګه وکړي. د اسلامي نهضت د ګرمو سنګرونو اتلانو...
نور ولوله

نن د جدي شپږمه د افغانستان د تاریخ توره او د ټولو بدبختیو پیلامه!

روسي ښکیلاک او د وخت مستبد او اشغالګر نظام زموږ پر هېواد هجوم راوړ ترڅو د کمونیزم د بویه بوټي تخم په افغان خاوره کي وکري، خو دوی لدې نا خبره وو چي افغانان د اشغالګرو ځواکونو حضور یوه ورځ هم نشي زغملی، همدا میړنی او باتور ولس را پورته او په تش لاس د کمونیزم اجیرو اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې و دریدل دوی او د دوی داخلي ګوډاګیانو ته یې داسې درس ورکړ چي آن د دوی نسلونه به یې هم هېر نکړي، د کمونیزم د مفکورې داستان داسې وتړل شو چي نن یې استادان هم په یادولو د شرم او خجالت احساس کوي. هر افغان به پخپله سیمه کي لیدلي وي او لا به یې هم ګوري، هغو چي په ډیر ویاړ به یې د لینن او نورو کمونستو مشرانو تصویرونه په کور، دفتر، موټر او ځان سره ګرځول خو د کمونیزم تر شرمناکې ماتې وروسته داسې شرمیدلي او سر ټیټ پا...
نور ولوله

رهبره؛ تاریخ دې د نورو په څیر تور نه بلکه ځلانده او له ویاړونو ډک دی!

الله تعالی مو ۵۰ کلنه مبارزه پخپل دربار کي قبوله کړه؛ تاریخ دې د نورو په څیر تور نه بلکه ځلانده او له ویاړونو ډک دی، هر پلوی د په تا ویاړي، تل د له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ننګه کړې، د هر اشغالګر پر وړاندې تا د جهاد بنسټ ایښی، د مسلحانه مبارزې تر څنګ ستا تر رهبرۍ لاندې په زرګونو افغانان د علم په جامه سمبال شوي، د هجرت په دوران کي ستا په ملاتړ، ستا په غوښتنه او ټینګار داسې تعلیمي مرکزونه جوړ شول چي نصاب او مدیریت یې د افغانانو په لاس کي وو، د شوروي تر ماتې وروسته همدا ته وې چي هېواد دې له قطعي تجزیې وژغورلو او همدا یوازینی رهبر ته یې چي خپل ولس ته د پخپلو افغاني ژبو ګڼ شمېر علمي آثار وړاندې کړي. ...
نور ولوله

د امریکا ولسمشر جوبایډن ته ننګ پکار دی!

د بهرنیانو له خو د تپل شوي نظام تر نسکوریدو او د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د امریکا حکومت د افغانستان د پیسو زیرمې کنګل کړې او په تعقیب یې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د دې پیسو یوه برخه به یې د امریکا د سپټمبر یولسم پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوي او یوه برخه به یې افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کي مصرفیږي هغه به هم د افغان حکومت په واک کي به نه ورکول کیږي!! پیسې د افغانانو خو واک یې د امریکایانو! په بشپړه توګه یوه نوې او د ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کي یو غیر اخلاقي او غیر انساني عمل دی او افغان ولس سره ښکاره او ظالمانه دښمني ده، د سپټمبر یولسم پېښه په هیڅ صورت نه افغانانو پورې تړاو لري، نه د افغانانو لاس وو پکې، افغانان نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول پدې پېښه کي ښکیل وو، طراحان،...
نور ولوله

هند په افغانستان کي د څه په لټه کي دئ؟

په افغانستان کي تر شل کلن اشغال وروسته او د افغانستان اسلامي امارت واک ته د بیا رسیدو سره سم د سیمې او نړۍ ځیني هېوادونه په مکرره توګه په افغانستان کي له اسلامي امارته د فشار په ډول غواړي چي یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي؛ که څه هم هر هېواد ظاهراً څرګندوي چي موږ د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله نه کوو خو بل خوا لیدل کیږي چي د یو کال په تېرېدو سره ګاونډي او نور اروپائي، غربي او شرقي هېوادونه په تأکید او د فشار په شکل څرګندونې کوي چي اسلامي امارت باید سولې ته د رسیدو په موخه یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي. پوښتنه دا ده چي د هند په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه ولې او د څه په خاطر دا جرأت کوي چي په مکرره توګه له افغان حکومته غواړي؛ یو ټولشموله حکومت رامنځ ته راکړي؟؟!! لومړی علت یې دا دی چي...
نور ولوله

د اسد ۲۸مې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۱۰۳مې کلیزې په ویاړ!

د خپلواکۍ او ازادۍ په مفهوم، معنی او ارزښت هغه څوک ښه پوهیږي او ځانګړي درناوی ورته لري چي په د آزادۍ غوښتنې مفکوره ولري، تل له خپلې خاورې د دفاع په موخه د اشغالګرو پر وړاندې ودریدلی وي، په میړانه یې له خپلې خاورې او خپل ناموس ننګه کړې وي، له اشغالګرانو کرکه او نفرت لري، د اشغالګرانو په څنګ کي نه وي دریدلی او د خپل خواږه عمر وخت یې د اشغالګرانو په خوش خدمتۍ کي نه وي تېر کړی. هغه چي د اشغالګرانو په لمن کي را پیدا شوی، را لوی شوی، د هغو له خوا روزل شوی، د هغو په مفکوره او انګیزه روزل شوی او ټول عمر یې د پردیو په خدمت کي تېر شوی هغه نه ملي ارزښتونه پېژني او نه هم اسلامي ارزښتونه. له انګریزانو څخه د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې په ترڅ کي د ازادۍ ترلاسه کولو ویاړ د...
نور ولوله

د امریکا ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲م کال نړیوال غل

جو بایډن د امریکا راتلونکو نسلونو ته ترټولو شرمونکی پېغور (د امریکا ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲م کال نړیوال غل) په میراث پرېښودلو! د امریکا ولسمشر جوبایډن چي له کلونو راهیسې د افغانستان او افغانانو په اړه بد او شوم عزایم لري، تل له نفرت او کرکې ډکې څرګندوني کوي، د افغانانو تر منځ د نفاق او پاشلو هڅې کوي او په تېر ۲۰۲۱م کال کي له کومې ورځې راهیسې چي دوی په افغانستان کي ستره، تاریخي او له شرمه ډکه ماته وخوړه او د نړۍ د یو زبر ځواک په حیث یې له افغانستانه تېښته وکړه هره ورځ هڅه کوي چي خپله شرمناکه ماته او تېښته توجیه کړي خو لا هم تراوسه پدې چاره کي بریالي شوي ندي. د دوی تصمیم او پلان خو دا وو چي یو تجزیه شوی، په کورنیو جګړو کي ښکیل او کنډواله افغانستان تر شا پریږدي خ...
نور ولوله

د بهرنیو مؤسساتو د خیانتونو په اړه مې ډیر اوریدلي وو!

په بهرنیو مؤسسو کي فساد اوج ته رسیدلی؛ پر وړاندې یې چوپ پاتې کیدل ستر ظلم او جفا ده، باید په اړه یې غږ اوچت شي ترڅو د دوی د لومړۍ ردې مسئولین خبر شي چي په افغانستان کي واک څومره مفسدو اشخاصو ته په لاس ورکړل شوی. د بهرنیو مؤسساتو د خیانتونو په اړه مې ډیر اوریدلي وو؛ تازه نن یو ملګري زنګ راته وهلی وو، د کاروبار پوښتنه مې ورنکړه ما ویل مصروف یې بیکاره یې دنده د پیدا کړې او که نه؟ او ور زیاته مې کړه چي دا اکبر سایټ ګوره زیاتې دندې اعلانوي؛ ویل یې وروره پوښتنه مکړه نور مو د بهرنیو مؤسساتو له نوم نه زړه تور دی د فساد او خیانت اصلي مرکزونه دي، و یې ویلو، پدې آخیري درې څلور میاشتو کي مې (۲۳) داسې دندو ته اسناد لیږلي چي په شرایطو یې په بشپړه توګه برابر څه چي لا زیات وم مثلاً دوی لیسانس غوښتلو زه م...
نور ولوله

د تاند مغرضې او پردیپالې ویب پاڼې له خوا د خپاره شوي مطلب په ځواب کي

د تاند ویب پاڼه چي د پخواني حکومت د بقایاوو پورې اړوند پاڼه ده او اوس مهال د بیرونیو استخباراتي کړیو په لمسون او شاره د ټولو قوانینو خلاف له درواغو ډک او د حقایقو خلاف مطالب د حزب اسلامي په آدرس پورې تړي، ټوله هڅه او موخه یې دا ده چي د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ فاصلې رامنځ ته کړي؛ تر دې وړاندې یې هم په مکرره توګه د حزب اسلامي افغانستان د ښاغلي امیر صاحب حفظه الله څرګندونې تحریف کړي او مختلف تهمتونه يې لګولي دي. تازه همدا نن د روان کال د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نېټه یې د حزب اسلامي افغانستان د امیر ښاغلي حکمتیار صاحب د دوه اونۍ وړاندې جمعې ورځې د خطبې وینا تحریف کړې او په مکرره توګه یې درواغ او تهمتونه لګولي دي؛ تاند ویب پاڼې چي کوم مطلب تر دې (حکمتيار د متقي او پنجشير جبهې مذاکراتو ته بد...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک