No-IMG

د امریکا ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲م کال نړیوال غل

جو بایډن د امریکا راتلونکو نسلونو ته ترټولو شرمونکی پېغور (د امریکا ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲م کال نړیوال غل) په میراث پرېښودلو!

د امریکا ولسمشر جوبایډن چي له کلونو راهیسې د افغانستان او افغانانو په اړه بد او شوم عزایم لري، تل له نفرت او کرکې ډکې څرګندوني کوي، د افغانانو تر منځ د نفاق او پاشلو هڅې کوي او په تېر ۲۰۲۱م کال کي له کومې ورځې راهیسې چي دوی په افغانستان کي ستره، تاریخي او له شرمه ډکه ماته وخوړه او د نړۍ د یو زبر ځواک په حیث یې له افغانستانه تېښته وکړه هره ورځ هڅه کوي چي خپله شرمناکه ماته او تېښته توجیه کړي خو لا هم تراوسه پدې چاره کي بریالي شوي ندي.

د دوی تصمیم او پلان خو دا وو چي یو تجزیه شوی، په کورنیو جګړو کي ښکیل او کنډواله افغانستان تر شا پریږدي خو خوشبختانه چي دا آرمان یې ترسره نه شو او نه به هم ترسره شي، خو لا هم خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي ترڅو خپلو شومو او مغرضانه موخو ته ورسیږي دا دی تازه یې تېره ورځ د یوې ماشومانه پرېکړې په ترڅ کي فرمان صادر کړ چي د افغانستان له پیسو څخه درې نیم ملیارده ډالر د امریکا د یولسم سپټمبر د پېښې قربانیانو ته ورکړي، د بایډن دې مسخره، ماشومانه او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف پرېکړې ته مخکې لدې چي افغانان غبرګون وښیي پخپله امریکایي ولس جوبایډن ته د ۲۰۲۲م کال د نړیوال غله لقب ورکړ، چي دا په حقیقت کي د امریکا حکومت او شخصاً جوبایډن ته د امریکا په تاریخ کي تر ټولو ستره او شرمناکه پېښه ده، دا به د امریکا په تاریخ کي ثبت شي چي امریکایانو پخپل تاریخ کي نړیوال غله هم د ولسمشر په توګه درلودلو، بایډن د امریکا راتلونکو نسلونو ته ترټولو شرمونکی پېغور په میراث پرېښودلو چي د امریکا راتلونکي ټول نسلونه به د جوبایډن پدې کړنه خجالت او شرمنده وي.

د نړیوال غله ولسمشر بایډن سلاکارانو ته وایو:

موږ نه پوهیږو چي دا پرېکړه ولسمشر جوبایډن پخپل سر په تنهایي صورت سره کړې او که ستاسو تر سختو سلا او مشورو وروسته دا پرېکړه شوې ده؟ که احیاناً دا پرېکړه د جوبایډن شخصي تصمیم اوسي یو شرم دی او که د سپینې ماڼۍ ټول چارواکي پدې پرېکړه کي دخیل اوسي نو دا بل شرم، د امریکا د حکومت ته تر ټولو ستر او شرمونکې کړنه ده، تاسو پدې مسخره تصمیم سره ټوله امریکا افغانانو او نړیوالو ته سر ټیټې او شرمنده کړه، خپل نوم مو د امریکا په تاریخ کي په غټو کرښو ښه پوره بدنام کړ؛ خپل ولسمشر ته مو و وایاست چي اوس هم وخت شته دی، لدې ماشومانه او شرمونکې پرېکړې لاس په سر شه د افغان مظلوم ولس له ګېډې غلا مه کوه، هر زبر ځواک چي افغان ولس ته په کږو کتلي ښه ورځ یې نده لیدلې او له سترې ناکامۍ سره مخ شوي دي، دا چي خپل ولس د نړیوال غله لقب درکړی موږ مبارکي درته وایو چي د امریکا ولس ته دې دونه ستر افتخار وګټلو.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک