د اسلامي نهضت اتلانو د کمونیزم ستر ټغر ټول کړل
په معاصر تاریخ کي د جهاد او مبارزې بنسټ د افغانستان اسلامي نهضت په رامنځ ته کیدلو سره د هېواد د دولس (۱۲) زړورو شاه زلمیو او میړنیو ځوانانو له خوا کېښودل شو؛ چي له هغې جملې څخه اوس مهال یوازي او یوازی د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير حکمتيار صاحب حیات دی.
اسلامي نهضت د جهاد او مبارزې هغه تاریخي او ویاړلی مکتب دی چي په زرګونو او لکونو مبارز ځوانان یې پخپله غیږه کي له اسلام او هېواد څخه د ننګې په موخه روزلي دي، آن تردې چي له هېواده بهر هم ګڼ شمېر مبارزو او خدای پالو ولسونو له اسلامي نهضت څخه په الهام د جهاد او مبارزې ډګر ته را ودانګل ترڅو له خپلو ولسونو، هېوادونو او خپل مبارک دین (اسلام) څخه په میړانه او شجاعت ننګه وکړي.
د اسلامي نهضت د ګرمو سنګرونو اتلانو د خپلو اتلولیو او میړانو په پایله کي د کمونیزم هغه ستر او پراخ ټغر ټول، ټیټ سرونه او په شرمیدلو سترګو خپلو کورونو ته ستانه شول، اروپایي او د سیمې ګڼ شمېر نور هېوادونه د افغان ولس د دې سترې او تاریخي مبارزې پور وړي او احسان مند دي.
راتلونکو نسلونو ته به زموږ د تاریخ هره پاڼه او هره کرښه د اسلامي نهضت په سپیڅلو مبارزو او اتلولیو رنګینه وي.
